• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته د نوو پورونو د نه ورکولو په اړه د عمران خان غوښتنه رد کړې

۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۸:۰۸ GMT+۰

د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) پاکستان د نوو پورونو د نه ورکولو په اړه د تحریک انصاف (پي ټي آی) د زنداني مشر عمران خان غوښتنه رد کړې ده.

عمران خان، په یوه لیک کې له دغه صندوغه غوښتي چې د ټاکنو د پایلو له ارزولو پرته دې پاکستان ته نوي پورونه نه ورکوي.

ښاغلي خان د جمعې په ورځ – د کب میاشتې څلورمه - تایید کړه چې په یو لیک کې یې د پیسو له نړیوال صندوق څخه غوښتني چې پاکستان ته د نوي پور ورکولو دمخه دې د فبرورۍ د اتمې نیټې د ټاکنو پایلې وڅیړي.

د جمعې په ورځ د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د خپلې محکمې په غونډه کې عمران خان خبرداری ورکړ چې که په اوسنیو حالاتو کې د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته پور ورکړي، نو دا پور به بیرته څوک پرې کړي. هغه په ​​دې باور دی چې دغه پور به پاکستان لا نوره د بېوزلۍ په لور یوسي.

د پیسو نړیوال صندوق د ارتباطاتو د څانګې مشرې، جولي کوزاک، په یوه خبري غونډه کې ویلی، چې د تېرې جنورۍ په ۱۱ مه پور ورکوونکو پاکستان ته د پور اندازه ۱.۹ میلیارده ډالرو ته لوړه کړه او دغه پیسې به د پاکستان له چارواکو سره د اقتصادي ثبات د رامنځ ته کولو په برخه کې مرسته وکړي.

د پیسو نړیوال صندوق د عمران خان د غوښتنې په ردولو سره ویلي، چې له نوي حکومت سره به کار کوي.

په همدې حال کې عمران خان هڅه کوي چې د ټاکنو د پایلو له څرګندېدو مخکې پاکستان ته د هر ډول نوي پورونو د ورکړې مخه ونیسي.

عمران خان ادعا کوي چې د پاکستان په وروستیو پارلماني ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوې دي.

بلومبرګ امریکايي ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د پاکستان حکومت غواړي د دغه هېواد د اقتصادي ثبات لپاره د پیسو له نړیوال صندوق څخه د شپږ میلیارده ډالرو پور غوښتنه وکړي.

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سمیع سادات: د طالبانو پر وړاندې جګړه کې بهرنیو سرتېرو ته اړتیا نه لرو

۳

پر انځورونو د بندیز سربېره؛ د ملاشیرین ملاتړي پر موټرسایکل د هغه د ګرځېدو ویډیوګانې اخلي

۴

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه

۵

پر کېیف د روسیې تازه بریدونه؛ رویټرز وایي د تېلو پر زېرمو بریدونو کې دوه کسان ووژل شول