د روسیې او ازبکستان ولسمشران پر افغان- ټرانس پټلۍ پروژه وغږېدل
د ازبکستان رسنۍ وايي، د دغه هېواد ولسمشران پر افغان ـ ټرانس پټلۍ پورژه خبرې وکړې، چې د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا تر سوېلي اسیا غځېږي. دا پټلۍ د ازبکستان له ترمز د افغانستان مزار شریف ته ننوځي او له لوګر او پکتیا په تېرېدو سره د کورمې د خرلڅیو له لارې تر پېښور رسېږي.
د ټرېنډ نیوز د راپور له مخې ولادیمیر پوتین او شوکت میرضیایف دا خبرې وړمه ورځ د روسیې په کازان ښار کې د لوبو پرانیسته کې کړې دي.
دغې رسنۍ د دې خبرو د جزیاتو په هکله څه نه دي ویلي.
ازبکستان د افغانستان له لارې غواړي په پټلۍ تر سوېلي اسیا او بیا نورو بازارونو سره راکړه ور کړه ولري.
د ازبکستان ولسمشر شوکت سلطان میرضیایف تېر دوبی هم له سوداګرو سره په کتنه کې ویلي و چې افغانستان د یوه خوندي دهلېز په توګه دغه هېواد له سویلي اسیا سره وصلولی شي.
ازبکستان دغه هدف ته د رسېدو لپاره له افغانستان او پاکستان سره د ټرانس افغان پټلۍ پروژه په ۲۰۱۸ کال کې اعلان کړه، خو په افغانستان کې د سیاسي حالت د بدلون له امله یې عملي کارونه ځنډول شوي و.
خو په ۲۰۲۲ م کال کې د دغې پروژې عملي چارې پیل شوې، چې ورسره به نوې سوداګریزې لارې هم پرانیستل شي او د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د لېږد وخت به له ۳۵ ورځو څخه له درې تر پنځو ورځو ته راټیټ شي.
د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د دې پټلۍ پروتوکول کې راغلي، چې د پټلۍ دا کرښه به د مسافرو او سوداګریزو توکو لېږدولو خدمتونه اسانه کړي او د سیمهییزې سوداګرۍ او اقتصادي ودې په پرمختيا کې به مرسته وکړي.
د طالبانو پټلۍ ادارې درې ورځې مخکې وویل، چې د «افغان ټرانس» ریل پټلۍ پروژې د تخنیکي او اقتصادي بیاکتنې د پیل لپاره یې د ازبکستان او متحده عربي اماراتو له هېوادونو سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
ویل کیږي، چې د دغې پروژې د تخنیکي بیاکتنې لګښت به د یوه عربي شرکت له خوا ورکړل شي.
د ازبکستان ټرېنډ رسنۍ وایي، د دې پروژې لګښت پنځه میلیارده ډالره دی او تر شل میلیون ټنو مواد لېږدولی شي، چې له مخې یې اروپا، روسیه، ازبکستان، افغانستان، پاکستان، هند او د سوېلي اسیا نور هېوادونه سره وصلېږي.