• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړیوال سازمان وايي، طالبان دې د اعدام سزا لغوه کړي

۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۳۳ GMT+۰تازه شوی: ۴ کب ۱۴۰۲ - ۲۳ فبروری ۲۰۲۴، ۱۳:۳۲ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان پر طالبانو غږ وکړ چې سملاسي د اعدام سزا بنده او ټول اعدامونه لغوه کړي. د دې سازمان دا غبرګون د غزني په یوه لوبغالي کې د طالبانو له خوا د دوو کسانو له پروني اعدام وروسته دی. دې سازمان نن خپل اېکس کې اعدام د نړیوالو قوانیو خلاف او نه زغمېدونکی بللی دی.

دغه سازمان د خلکو په مخ کې اعدام هم انساني کرامت ته سپکاوی ګڼي.

د بښنې نړیوال سازمان پر اعدام سزا سربېره له طالبانو غوښتنه کړې چې ټول ناانساني، ظالمانه او سپکوونکې سزاوې بندې کړي.

طالبانو پرون وویل، د دې ډلې درې ګونو محکمو د پریکړې او د دغې ډلې د مشر د فرمان د توشیح په اساس یې دوه کسان په غزني کې قصاص کړل.

طالبانو تېره چارشنبه له خلکو هم غوښتي و چې د «عبرت» لپاره د دې اعدام لیدو ته ور شي.

خواله رسنیو کې هم لیدل کېږي چې سلګونه خلک د غزني ښار د علي لالا کلي د فوټبال سټیډیم کې اعدام لیدو ته ورغلي دي.

خو د بښنې نړیوال سازمان وايي د خلکو په مخ کې اعدام د دې سزا ذاتي ظلم نور هم زیاتوي او پر قرباني او لیدونکو ناانساني اغېز کوي.

د یوناما غبرګون

په غزني کې د طالبانو تر پروني اعدام وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر یا یوناما وویل، چې ملګري ملتونه د اعدام د مجازاتو مخالف دي.

یوناما په خپل اېکس کې له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره د اعدام مجازات لغوه کړي.
دغې ادارې همداراز لیکلي، چې په عام محضر کې د خلکو اعدام د ژوند له اساسي حق سره په ټکر کې دی.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا دویم ځل دی چې خلک اعداموي.

تر دې مخکې طالبانو په فراه کې یو کس اعدام کړی و.

ډېر لیدل شوي

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي
۱

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۲

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۳

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۴

د روغتیا نړیوال سازمان: په نړۍ کې هره دقیقه څلور ښځې د سینې په سرطان اخته کېږي

۵

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده