• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د څو وزارتونو اقتصادي پلاوی تهران ته ځي

۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۰:۲۴ GMT+۰تازه شوی: ۵ کب ۱۴۰۲ - ۲۴ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۴۰ GMT+۰

د طالبانو صنعت او تجارت وزارت وايي، د دغه وزارت په مشرۍ یو پلاوی د خپلمنځي سوداګرۍ د پیاوړتیا او د پخوانيو هوکړو د تعقیب لپاره نن تهران ته ځي. په دې پلاوي کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونت، ټرانسپورټ او هوايي چلن، بهرنیو چارو او مالیې وزارت استازي هم شامل دي.

د طالبانو صنعت او تجارت وزارت خپل اېکس لیکي، چې دغه پلاوی د ایران د چابهار بندر پر اسانتیاوو او وړتیاوو او د ټرانزېټ او صادراتو پر زیاتوالي له کوربه چارواکو سره خبرې کوي.

د طالبانو په خبره، دغه تخنیکي پلاوی ایران ته د ملا برادر د وروستي سفر خپلمنځي هوکړې هم تعقیبوي.

کابل ته د ایران د خرسان رضوي ولایت د اقتصادي چارو د همغګر ابوالفضل چمندي په مشرۍ د خصوصي او دولتي سکتور د غړو له سفر درې ورځې وروسته طالبان خپل پلاوی تهران ته لېږي.

طالبانو د ښاغلي چمندي له قوله ویلي و، دوی د دې معلوماتو د ترلاسولو لپاره افغانستان ته راغلي چې ایران ته د ملا برادر په سفر کې د شویو هوکړو له مخې څومره پرمختګ شوی دی.

د طالبانو په واکمنېدو سره د ایران او افغانستان ترمنځ ورځ تر بلې خپلمنځي سوداګرۍ او ټرانزېټي تجارت زیاتېږي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي
۱

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۲

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۳

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده

۴

راپور: د پاکستان او طالبانو ترمنځ اختلاف اوس د مستقیم تقابل بڼه خپلوي

۵

د فاتح په اړه پر تمثیلي ډرامې پښېماني؛طالبانو له خلکو او خپلو دري ژبو جنګیالیو بښنه وغوښته