په ننګرهار او غزني کې په ترافيکې پېښو کې ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

AP ۱۴۰۲ کب ۵

طالبان وایي په ننګرهار او غزني ولایتونو کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې ۴ کسان مړه شوي او ۴ نور زخميان شوي دي.

طالبان وايي د موټر چلوونکو د نه پاملرنې له کبله د ترافيکي پېښو شمېر زيات شوی دی.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند بصير زابلي نن شنبه په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دې ولایت د مومندرې ولسوالۍ غزګي په سېمه کې د دوو موټرانو د ټکر له کبله يوه مېرمن او دوه ماشومان مړه شوي دي.

د زابلي په خبره، په پېښه کې دواړه موټره چلونکي هم ټپیان شوي دي.

بل لوري بيا نن په غزني کې د يو کرولا موټر او موټرسیکل ترمنځ هم ټکر شوی.

د غزني د طالبانو د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې د موټر او موټرسېکل تر ټکر وروسته کرولا ډوله موټر له سړکه اوښتی او يو بل باسيکل چلونکی يې وهلی.

د دوی په خبره، چې په پېښه کې باسيکل چلونکی مړ شوی او دوه کسان زخمي شوي دي.

د دواړو پېښو زخميان د سېمې روغتيايی مرکزونو ته وړل شوي.

طالب مسولينو د دې ترافيکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بللې ده.

خو پر دې سربېره د سړکونو تنګوالی او بې معیاریتوب هم د ورته پېښو بل لوی لامل دی.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ