د پاکستان د سوپر لیګ نهم پړاو سیالیو کې ملتان سلطانز، کویټه ګلیډیټرز ته ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۲ کب ۶

د پاکستان سوپر لیګ په نهم پړاو سیالیو کې ملتان سلطانز کویټه ګلیډیټرز ته د ۱۳ منډو په توپیر سره ماتې ورکړه.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، دغه سیالۍ چې نن په ملتان کې وشوې د لوبې پچه کوټه ګلېډیټرز وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.


ملتان سلطانز چې لومړی توپ وهنه وکړه په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۰ منډې جوړې کړې.
د راپورونو پر بنسټ، رضا هینډریکز ۷۲ او کپټان محمد رضوان ۵۱ منډې جوړې کړې.
د کوټې ګلېډیټرز لوبډلې د ۱۸۱ منډو د هدف په تعقیب سره په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۷ منډې جوړې کړې.
خواجه نافع په ۳۶ منډو او کپټان ریلي روسو په ۳۰ منډو د توپ وهنې عمده لوبغاړي پاتې شول.
ملتان سلطانز په ټورنامنټ کې تر اوسه ۵ لوبې کړي چې ۴ یې ګټلې دي او کویټه ګلیډیټرز بیا درې لوبې ګټلې او یوه یې بایللې ده.
په جدول کې ملتان سلطانز لومړی او کویټه ګلیډیټرز په دویم ځای کې دي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ