طالب چارواکو د چابهار بندر له لارې د صادراتو د زیاتېدو په اړه له ایراني چارواکو سره ليدلي

AP ۱۴۰۲ کب ۸

د طالبانو د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د چابهار بندر له لارې د صادراتو د زیاتېدو په اړه له ایراني چارواکو سره د دې ډلې د تخنیکي پلاوي د خبرو اترو خبر ورکړ.

د دغه وزارت د خبرپاڼې پربنسټ؛ په دغه پلاوي کې د طالبانو د څو وزارتونو چارواکي شامل دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه پلاوي کې یاد وزارت استازی یار محمد رمضان، د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو استازي شامل دي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې له چابهار بندر څخه د افغانستان ټرانزیټ او صادرات له ایراني چارواکو سره د دوی د خبرو اصلي موخه وه.
د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په ګډون یو شمېر نورو طالب چارواکو هم دوه میاشتې وړاندې له دغه بندر څخه لیدنه کړې وه او له دې لارې یې د افغانستان د توکو د صادراتو پر زیاتوالي ټینګار کړی و.
د پاکستان له کراچۍ بندر وروسته چابهار بندر ازادو اوبو ته د افغانستان لپاره تر ټولو نېږدې لاره ده او د دغه بندر د ظرفیت په لوړېدو سره به د افغانستان او سویلي اسیا ترمنځ د صادراتو او وارداتو کچه زیاته شي.
د چابهار بندر له لارې د صادراتو د کچې لوړېدل به د دې لامل شي چې د مرکزي اسیا هېوادونو د توکو یوه برخه به هند ته په چټکۍ او د پاکستان په پرتله له لږو ټرانزیټي ننګونو سره ولیږدول شي.
د ټرانزیت او صادراتو لپاره د ایران له چابهار بندر څخه ګټنه له هغو مسالو څخه ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ مخکې په ځلونو مطرح شوې وه.
طالبان په پام کې لري، چې د نویو ټرانزیتي لارو د جوړولو په اړه د سلا مشورو له لارې سویلي اسیا ته د منځنۍ اسیا هېوادونو د صادراتو له لارې خپل اقتصادي عاید زیات کړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ