د حقانيه مدرسې مشر له مولوي کبیر سره په لیدنه کې: له طالبانو سره د اړیکو لا پراخېدل غواړو

AP ۱۴۰۲ کب ۸

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند (س) ګوند او حقانیه مدرسې مشر ملا حامد الحق حقاني افغانستان ته راغلی او له مولوي کبیر سره په لیدنه کې یې د نړۍوالې ټولنې له خوا د افغانستان د شتمنیو کنګل ته په اشارې ویلي، چې دغه یو طرفه او ظالمانه اقدامات افغانان زیانمنوي.

د حقانیه مدرسې دغه مشر د دوشنبې په ورځ (د کب ۷مه) د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې وویل، چې د پاکستان علماء او ولسونه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې غواړي.
د طالبانو د ریاست الوزرا په نننۍ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي حامد الحق د کابل او اسلام اباد تر منځ پر اقتصادي همکاريو سربېره د سیاسي اړیکو پر پراخېدو هم ټينګار کړی دی.
له دې سره؛ د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې یو ځل بیا وویل، چې د افغانستان له خاورې څخه به هیچا ته ګواښ پېښ نه شي.
نوموړي د اړیکو په رغښت کې د علماو ونډه مهمه بللې او زیاته یې کړه، چې له افغانستانه به هیچا ته د تخریبي اعمالو اجازه ورنه کړل شي.
که څه هم پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته هېواد ته د پاکستاني چارواکو تګ - راتګ زیات شوی؛ خو افغانستان ته د پاکستاني علماو سفرونه بیا د یو شمېر افغانانو د اندېښنې وړ ګرځېدلې دي.
د دوی په باور؛ په پاکستاني مدرسو کې د طالبانو روزنه د افراطیت لامل ګرځېدلی او د راپورنو له مخې، پاکستان د طالبانو په واسطه هڅه کوي دیني مدرسې افغانستان ته ولیږدوي.
د یادولو ده، چې طالبانو د خپلې دوه نیم کلنې واکمنۍ پرمهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې سلګونه طالبي مدرسې جوړې کړي دي.

دا مهال په افغانستان کې له ۱۵۴۰۰ څخه زیاتې رسمي او نا رسمي مدرسې شته، چې د طالبانو له خوا یې ملاتړ کیږي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ