• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ورک شویو بلوڅ زده‌کړیالانو قضیه؛ انوارالحق کاکړ د اسلام اباد سترې محکمې ته حاضر شو

۹ کب ۱۴۰۲ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۱۵ GMT+۰

د پاکستان لنډمهاله لومړی وزیر انوار الحق کاکړ د ورک شویو بلوڅانو په قضیه کې د اسلام اباد سترې محکمې ته حاضر شو. ‏د اسلام اباد سترې محکمې ښاغلی کاکړ تر دې وړاندې هم دوه ځلې د لادﺭکه شویو ⁧‫بلوڅانو‬⁩ په قضیه کې وربللی و؛ خو هغه نه و حاضر شوی.

قاضي محسن اختر ⁧‫کياني‬⁩ ویلي، له قانونه هیڅ شی پورته نه دي.
هغه ښاغلي کاکړ ته ویلي:« ستاسو حاضرېدل د دې څرګندونه کوي، چې قانون د هر چا لپاﺭه يو شان دی.»
له بل پلوه لوی څارنوال منصور عثمان اعوان ويلي، چې د بې درکه شويو بلوڅ زده‌کړیالانو د مېندلو لپاره هڅې روانې دي.
هغه وایي، ١١ نور لادرکه شوي بلوڅ زده‌کړیالان موندل شوي، چې له دې ډلې ٩ کسان د «سي ټي ډي» په توقيف کې دي او څلور یې لا هم لادرکه دي.
ښاغلي عثمان اعوان ویلي، د لادرکه شویو کسانو څخه دوه تنه یې ښایي چې په افغانستان کې وي.

ترویج لرونکی

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی
۱

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۲

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

۳

هيله نجيب سعد محسني ته: ستاسو په څېر افغان نارينه د ښځو د نه پرمختګ لاملونه دي

۴

هرات کې د امر بالمعروف او ځایي اوسېدونکو ترمنځ د یوې ښځې د نیولو پر سره نښته رامنځته شوې

۵

په بلوچستان کې یو خبریال د ناپېژندو وسله‌والو له لوري په ډزو وژل شوی دی

•
•
•

نور کیسې

ترکیې د کډوالو د مخنیوي لپاره پلټونکې پوستې او ګرځنده څارونکې ډلې زیاتې کړې دي

۹ کب ۱۴۰۲ - ۲۸ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۰۹ GMT+۰
ترکیې د کډوالو د مخنیوي لپاره پلټونکې پوستې او ګرځنده څارونکې ډلې زیاتې کړې دي
100%

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ د دغه هېواد په دېرشو ښارونو کې د بې اسناده کډوالو د پېژندنې په موخه د پلټونکو پوستو او ګرځنده ډلو د زیاتوالي خبره کړې.

علي یرلي کایا وویل، د تېر کال د جولای میاشتې را په دې خوا یوازې په استانبول ښار کې یې ۵۶ زره او ۶۲۰ بې اسناده کډوال نیولي او د اېستلو مرکزونو ته یې لېږلي دي.

د ترکیې د رسنیو د راپور له مخې علي یرلي کایا ویلي، چې د پوستو ډېرېدل او د نقلیه وسایطو زیاتوالی کولای شي د بې اسناده بهرنیانو د ورتګ مخه ونیسي.

هغه وايي، هغه بهرنیان چې پېژند پاڼې او نور اړوند سندونه و نه لري، تر نیولو وروسته د شړلو مرکزونو ته لېږل کېږي.
یرلي ‌کایا ترکیې ته د کډوالو د بې مخینې ورتګ یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې د دغو کډوالو پر وړاندې یې د مبارزې لپاره څلور پړاوونه تر لاس لاندې دي: د دوی په خپلو هېوادونو کې د هغوی د ستونزو هوارول، امنیتي ګامونه او په پوله کې د امنیت ټینګښت، د بې اسناده کډوالو پېژندنه او د هغوی نیول او په ټوله کې د هغوی بېرته ستنول شامل دي.
ښاغلي یرلي ‌کایا وویل، چې په تېر یو کال کې یې په ټوله کې ۶۱ زره او ۴۲۹ تنه بې اسناده کډوال د شړلو مرکزونو ته استولي.

هغه زیاته کړې ده، چې په تېرو اوو میاشتو کې یې لږ تر لږه د قاچاق کوونکو پر ضد ۴۹۳ عملیات په استانبول ښار کې تر سره کړي او ۷۹۸ تنه قاچاق کوونکي یې نیولي دي.
ترکیه د اروپا او اسیا تر منځ د وصل د کړۍ په توګه، د ډېرو هغو پناه غوښتونکو لپاره مناسب هېواد دی، چې غواړي په قانوني یا ناقانونه توګه اروپايي هېوادونه ته ځانونه ورسوي.

ترکیې په تېرو میاشتو کې د دغو کدوالو د پېژندلو او د هغوی د شړلو لړۍ چټکه کړې او زرګونه کډوال چې ډېری یې افغانان وو له خپل هېواده شړلي دي.

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر یو ځل بیا د انټوني بلېنکن د نیولو ګواښ وکړ

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۰
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر یو ځل بیا د انټوني بلېنکن د نیولو ګواښ وکړ
100%

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر یو ځل بیا د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر د نیولو ګواښ وکړ. مایکل مکال په یوه لیک کې لیکلي، چې انټوني بلېنکن له افغانستانه د وتلو اړوند اسنادو په اړه د کانګرس د ډېرو غوښتنو مخه نیولې ده.

د ډیلي میل ورځپاڼې د خبر له مخې؛ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر په دې لیک کې لیکلي دي: «دا د خواشینۍ خبره ده، چې له وژونکي او د ګډوډۍ له وتلو دوه کاله وروسته هم دغه اداره د پالیسي جوړونې پر ځای سیاست ته ترجیح ورکوي.»

په دغه لیک کې مایکل مکال لیکلي، چې که د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د مارچ تر شپږمې نېټې د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د «له اقدام وروسته د پايلو»موندنې وړاندې نه کړي، هغه به «کانګرس ته د سپکاوي» په تور ونیول شي.

که د انټوني بلېنکن د نیولو لپاره د مکال ګواښ رښتیا شي، دا به د امریکا په تاریخ کې لومړی ځل وي، چې د بهرنیو چارو وزیر «کانګریس ته د سپکاوي» په تور نیول کیږي.

مایکل مکال په دې لیک کې لیکلي: «د بهرنیو چارو وزارت په ښه نیت خبرې نه دي کړي، هم يې د جولای د ۲۰۲۳ د احضاراتو د کمېټې سره سم عمل نه دی کړی او هم یې د اګسټ په ۱۱ نېټه د دې تحقیق سره د همکارۍ لپاره خپله شخصي ژمنه نه ده پوره کړې.»

د دغه لیک په یوه برخه کې راغلي، چې اوس د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د صبر کاسه پای ته رسېدلې ده.

د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر د ۱۴۰۱ د مرغومي مياشت کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي، چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه دې د حکومت د اسنادو د راټولولو لپاره دې کمېټې ته زمینه برابره کړي.

ښاغلي مکال د دې کال د غوايي مياشتي د پنجشنبې په ورځ هم گواښ وکړ، چې له افغانستان څخه د وتلو په اړه د انټوني بلېنکن د ځواب ورکولو په برخه کې پاتې راتلل به کانگرس ته سپکاوی وګڼل شي.

د روسیې دفاع وزیر: افغانستان د منځنۍ اسیا لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۳۰ GMT+۰
د روسیې دفاع وزیر: افغانستان د منځنۍ اسیا لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی
100%

د روسیې د دفاع وزیر د سې شنبې په ورځ (د کب ۸مه) د دغه هېواد له لوړپوړو پوځي چارواکو سره په کتنه کې افغانستان د منځنۍ اسیا لپاره تر ټولو ستر ګواښ وباله. سرګي شایګو وویل: «په سیمه کې وضعیت لا هم ستونزمن دی؛ تر ټولو لوی ګواښ اوس هم له افغانستان څخه دی.»

ښاغلي شایګو منځنۍ اسیا ته د خطر په بیانولو سره زیاته کړه: «په تېر کال کې د داعش د جنګیالیو شمېر ۱۵ سلنه زیات شوی دی.»

د روسیې د دفاع وزیر وويل، چې د داعش اصلي هدف د ډله يیز امنیت د تړون د غړیو هېوادونو په جنوبي پولو کې د افراطي ایډیالوژۍ او ترهګریزو فعالیتونو خپرول دي.

هغه همدا ډول وویل: « د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو له لارې د مخدره توکو په تولید او قاچاق کې د ۲۰ سلنې زیاتوالي اټکل کېږي.»

په ورته وخت کې سرګي شایګو ټینګار وکړ: «موږ د مخنیوي اقدامات کوو.»

د هغه په ​​وينا؛ د سيمې په هېوادونو کې د کړکېچن حالت د هواري لپاره هڅې او د قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان په خاوره کې په اوو تمرينونو کې ګډون د ډله ييزو امنيتي تړون د سازمان د غړو هېوادونو د روسيې او د هغې د متحدينو له پوځي پلانونو څخه دي.

د روسیې د امنیت شورا منشي نیکلای پاتروشیف د روان کال د سلواغې میاشتې په بشکیک کې د منځنۍ اسیا له خپلو سیالانو سره په کتنه کې خبرداری ورکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې له ۲۳ زره څخه د زیاتو جنګیالیو په لرلو ۲۰ ترهګریز سازمانونه موجود دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلاره د افغانانو د ارادې خلاف ده

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۵۲ GMT+۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلاره د افغانانو د ارادې خلاف ده
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، چې طالبان لا هم نجونې او مېرمنې له زده کړو منع کوي، د ښځو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي او د طالبانو تګلاره د افغانانو د خوښې خلاف ده.

نوموړي دغه څرګندونې د افغان ښځو د اقتصادي مقاومت په اړه په غونډه کې وکړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د بوسټن پوهنتون له خو نن سې شنبه جوړه شوې ده.

بلېنکن وايي: "طالبانو پر نجونو او مېرنو د زده کړو، کار او په اقتصادي چارو کې فعالیت او خبرو پر کولو بندیز لګولی دی".

نوموړی زیاتوي، چې نړۍ او په ځانګړې ډول امریکا د زده کړو، کار او ټولنیز ژوند کې د فعالیت له پاره د افغانو مېرمنو او نجونو ملاتړ کوي.

په یاده غونډه کې د انتوني بلېنکن په ګډون ټام وېسټ، رینا امیري او یو شمېر افغان فعالانو برخه اخیستې ده.

یو طالب چارواکي پاکستاني ته تذکره جوړه کړې، هغه د برېښنا او افغانانو میلیونه افغانۍ تښتولي

۸ کب ۱۴۰۲ - ۲۷ فبروری ۲۰۲۴، ۱۴:۱۲ GMT+۰
یو طالب چارواکي پاکستاني ته تذکره جوړه کړې، هغه د برېښنا او افغانانو میلیونه افغانۍ تښتولي
100%

د ترلاسه شویو اسنادو پر بنسټ؛ د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمان رحماني د یونس په نوم یو پاکستاني ته الکترونیکي تذکره جوړه کړې او یاد پاکستاني وګړي د برېښنا شرکت لس میلونه افغانۍ او د زړو اوسپنو شرکتونو نهه لکه ډالره پورونه تښتولي دي.

دغه پاکستاني په کابل کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکه جوړ کړې وه.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د یونس پاکستانی پاسپورټ او د افغانستان تذکرې د کاپیانو ترڅنګ د طالبانو د رسمي ادارو مکتوبونه او عریضې ترلاسه کړي دي.

دا د پاکستاني وګړي یونس د افغانستان برېښنايي تذکره او پاکستانی پاسپورټ دی.
100%
دا د پاکستاني وګړي یونس د افغانستان برېښنايي تذکره او پاکستانی پاسپورټ دی.

سرچینې وايي؛ دغه پاکستانی وګړی یونس د افغانستان د برېښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمان رحماني په شراکت دوه نیم کاله وړاندې د کابل نهمې حوزې اړوند په صعنتي پارک کې د خالد یونس اتحاد ذوب اهن تولیدي شرکت فابریکه جوړه کړې وه.

خو په جواز کې دغه فابریکه یوازې د پاکستاني وګړي یونس په نوم ده، دغه فابریکې په تېرو دوه نیم کلونو کې د طالبانو د کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ته د برېښنا کوم بیلونه نه دي تحویل کړی او دغه پورونه شاوخوا لس میلونه افغانیو ته رسېدلې دي.

100%

یونس یوازې دا نه چې د افغانستان د برېښنا شرکت لس میلونه افغانۍ پور یې تښتولی، بلکې د څلوېښتو تنو افغانانو چې د ده پر شرکت یې زړې اوسپنې خرڅې کړې وې، د هغوي نهه لکه ډالره هم وړي دي.

د اسنادو او عریضو پر بنسټ د زړو اوسپنو او د خامو موادو شرکتونو د خپلو پیسو د تر لاسه کولو لپاره دوه میاشتې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ته عریضه کړې او د کابل جنايي جرمنو پر وړاند مبارزې ریاست دغه پاکستانی یونس نیولی و؛ خو د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمان رحماني په هڅو نیول شوی پاکستانی وګړی د کابل استخباراتو ریاست ته انتقال شوی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د ریاست مقام له خوا د کابل استخباراتو ته لیږل شوی مکتوب
100%
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د ریاست مقام له خوا د کابل استخباراتو ته لیږل شوی مکتوب

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د دفتر رییس زین الله عابر مسلسل څو مکتوبونو په لیږلو سره د استخباراتو ریاست څخه غواړي، چې نیول شوی کس پاکستانی وګړی یونس خوشې نه کړي او دوسیه دې عدلي او قضايي ارګانونو ته ولیږي.

د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ؛ د طالبانو د استخباراتو لوي ریاست د کورنیو چارو وزارت مکتوبونو ته پام نه کوي.

100%

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رارسېدلو اسنادو په بنسټ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د استخباراتو ریاست ته مکتوب لیږلی؛ خو د طالبانو د استخباراتو ریاست هم د دغه مکتوب ځواب نه دی ورکړی، وروسته د طالبانو اسخباراتو لوي ریاست رییس عبدالحق وثیق د دفتر رییس عبدالله غزنوي په لاسلیک شوی مکتوب د کابل د استخباراتو ریاست ته لیږي؛ خو د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال عبدالحق عمري ته وویل، چې د استخباراتو لوي ریاست مکتوب هم له پامه غورځول شوی او د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبدالطیف منصور او د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمان رحماني د شخصي اړیکو پر بنسټ د طالبانو د استخباراتو پر رییس عبدالحق وثیق فشار راوړ او وروسته پاکستانی وګړی یونس د کابل د استخباراتو له ریاست څخه خوشې شوی او پاکستان ته تښتېدلی دی.

انځورد طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمن رحماني
100%
انځورد طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمن رحماني

د طالبانو له منځه سرچینې وايي؛ د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمان رحماني د کابل دارلمان سیمه کې په یو بلاک کې اوسیږي خو کورنۍ پاکستان کې ژوند کوي.

نوموړی د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر عبدالطیف منصور نږدې کس دی او د هغه له خوا په دغه دنده ګومارل شوی دی.

سرچینې وايي؛ د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمان رحماني نه یوازې دغه پاکستاني سره په یاده فابریکه کې شراکت درلودل، بلکې د پنجاب کوجراواله کې په یو شمیر فابریکو کې هم شریک دی او کډ کاربارونه لري.

په وروستیو څو میاشتو کې د افغانانو شکایت دا دی، چې برېښنا نه شته خو بيلونه یې څو برابره زیات راځي.

اوس پوښتنه دا ده، چې په افغانستان کې د عامو افغانان محکمه کیږي او د عامو خلکو پر وړاندې سزا ورکول کیږي؛ خو طالبانو د خپلې ډلې غړي نه دي محکمه کړي.

اوس به وګورو چې ایا د طالبانو عدلي او قضايي ارګانونه به د افغانستان برېښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمان رحماني او په دغه فساد کې نور ککړ طالب چارواکي محکمه کړي؟