• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روغتیا نړېوال سازمان: په ننګرهار کې مو له غوماشو د خوندیتابه لپاره پر خلکو جالۍ وېشلې دي

۱۰ کب ۱۴۰۲ - ۲۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۳۸ GMT+۰

د روغتیا نړېوال سازمان وايي، د افغانستان په ننګرهار کې یې له غوماشو څخه د خوندیتابه په پار یې ۲ لکه ۷۰ زره جالۍ وېشلې چې د دوی په خبره په دې سره به خلک د ملاریا او ډینګي غوماشو د چیچلو له ګواښه خوندي شي. دغه سازمان وايي، وېشل شوې جالۍ کولای شي د اوږده مهال لپاره غوماشي ووژني.

د روغتیا نړېوال سازمان نن پنج شنبه د (کب لسمه) په ایکس پاڼه لیکلي چې دغه دوه لکه او ۷۰ زره جالۍ یې په ننګرهار کې په خلکو ويشلې دي.

په افغانستان کې له تېرو درېیو لسیزو راهیسې د اوړي په موسم کې د ملاریا ناروغۍ رامنځته کیږي چې روغتیاپالان یې لامل له ناولو او ډنډ شویو اوبو څخه د غوماشو پیدا کېدل ګڼي.
خو په دې وروستیو کې له ګاونډي هیواد پاکستان څخه یو بل ډول غوماشی چې د ډینګي په نامه یاديږي هم د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان په ځینو ولایتونو کې پیدا شوی.
ويل کیږي د ډینګي غوماشی بیا د ملاریا د غوماشي برعکس له پاکو اوبو پیدا کیږي چې دغه ناروغي سخته تبه او د هډوکو درد لري چې ډیری ناروغان د سختې تبې له امله مړه کیږي.
کابو یوه نیمه میاشت وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي و چې له جاپان سره په ګډه یې په افغانستان کې د ساري ناروغیو سره د مبارزې په برخه کې د ۶،۹ میلیونو ډالرو پروژه لاسلیک کړه.
ډبلیو ايچ او ویلي و چې د جاپان د همکاریو نړیوال سازمان (جایکا) سره به د ساري ناروغیو په دغه ګډه پروژه کې له ۷۶ زره څخه زیاتو افغانانو ته خدمتونه وړاندې کړي.
د جاپان د همکاریو نړیوال سازمان استازي کیوشي امادا د یادې ګډې پروژې د لاسلیک پرمهال ویلي و چې: «زه هیله لرم چې دا پروژه به د میندو، ماشومانو او نورو په ګډون د خلکو روغتیا ته اغیزمنه تمامه شي او د دوی ژوند به خوندي کړي چې په افغانستان کې له بشري امنیت سره مرسته وکړي.»

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

راپور: طالبان د پوځي بې‌پیلوټه الوتکو د وړتیا د پراخولو هڅه کوي

۴

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۵

د طالبانو له برید څخه تر اېورسټ څوکې؛ د یوې افغانې ښځې د بقا او بریا کیسه