په میدان وردک کې د ۱۵ لوبغاړو ترمنځ د سکي ژمنۍ سیالۍ ترسره شوې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک ملي کمیټې او سپورت عمومي ریاست په اېکس پاڼه راغلي، چې د ميدان وردک ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبغاړو ترمنځ د سکي ژمنۍ سيالۍ ترسره شوې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک ملي کمیټې او سپورت عمومي ریاست په اېکس پاڼه راغلي، چې د ميدان وردک ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبغاړو ترمنځ د سکي ژمنۍ سيالۍ ترسره شوې.
دغه ریاست کاږلي، چې د ميدان وردک ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د سکي ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري دغه سيالۍ ترسره شوې.دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، موخه يې سکي لوبې ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ يووالی ښودل شوی.تمه کېږي، چې څو ورځې وروسته به په باميانو ولايت کې هم د سکي ملي سيالۍ پيل شي.په تېر کې د افغانستان د سکي فدراسیون په همغږۍ به افغان لوبغاړي ګاونډیو هېوادونو ته د سیالیو لپاره ورتلل؛ ترڅو په نړۍواله کچه سیالیو ته چمتو شي.د سکي لوبې قانون د نورو لوبو خلاف د نومرو راکمول دي. د سکي نړۍوال سازمان هر لوبغاړي ته په سر کې ۹۹۹ نمرې ورکوي چې هر لوبغاړی به د دې هڅه کوي چې په خپلو فعالیتونو سره دغه نمرې لږ تر لږه تر ۳۰۰ پورې راټیټې کړي؛ تر څو المپیکي لوبو ته لار ومومي.



د افغانستان د کورني کرېکټ يو لوبغاړي زهیب زمان خیل وايي، له کرېکټ څخه يې ځکه استعفاء وکړه، چې د پرله پسې بريالیتوب وروسته هم د غوراوي کمېټې نه غوره کاوه. د کرېکټ ډېر څارونکي د افغانستان پر کرېکټ بورډ نيوکې کوي، چې د لوبو لپاره مستحق لوبغاړي نه ټاکي.
د افغانستان د کورني کرېکټ لوبغاړي زهیب زمان خیل نن چهار شنبې پر خپلې فېسبوک پاڼې له هر ډول کرېکټ څخه د استعفاء پرېکړه کړې او نیوکه یې کړې، چې د لاسته راوړنو سره سره یې د بورډ غوراوي کمېټه نه انتخابوي.
زمان خیل لیکلي: « ما هر وخت په کرېکټ کې وړتيا ښودلې، لوبډله مي تر بريا رسولې، په فرسټ کلاس ۲۵ لوبو په ۴۶ اننګزونو کې ۱۲۶ وېکټې لرم؛ خو بیا هم نه انتخابېږم، زما لپاره سخته خو پر ځای پرېکړه ده، زه نور په هېڅ کرېکټ کې نه لوبېږم.»
د زمان خیل لیک ډېرې تبصرې شوي او د هغه دا پرېکړه یې ناسمه بللې ده.
پخواني کرېکټر هستي ګل عابد ورته ليکلي: « ته لا ځوان يې او ډير کرېکټ درته پاتې دی، کرېکټ به همېشه وي؛ خو سرکل به يي ختميږي .موږ اجازه نه درکوو چې ولاړ شې.»
بل خوا، ډېرو پر افغان کرېکټ بورډ نيوکې کړې، چې د ځوانو لوبغاړو حق خوري او همېشه د اړيکو له مخي لوبغاړي ټاکي.
زمان خیل ته يو بل د کرېکټ مينه وال نعمت منګل د بورډ پر مشر او اجراييوي مسوول باندي د نيوکې په ډول ليکلي: « دا ملا حزبي میرویس او ملا نصیب ګل، چي وي د ډېرو ځوانانو ارمانونه به د خاورو سره خاوري کړي.»
د افغانستان د کرېکټ وروستۍ لوبې، چې افغان لوبډله پکې ښه ونه ځلېدل د ډېرو ټولنيزو کارونکو او کرېکټ څارونکو د غبرګونو سره مخ شول.
د افغانستان او سريلانکا کرېکټ لوبډلو ترمنځ افغان لوبډلې له ۷ لوبو يوازي یوه شل اوريزه لوبه وګټل.
نن چهار شنبې د (کب ۹مه) د افغانستان او اېرلنډ ترمنځ په ټېسټ لوبه کې هم افغان ټوپوهنکي ښه ونه ځلېدل.
افغان لوبډلې نن په ټولو لوبغاړو يوازي ۱۵۵ منډې جوړي کړې او د ورځي په پای کې د اېرلنډ لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځېدل او ۱۰۰ مندې يې کړي دي.
ډېرو کرېکټ څارونکو نننۍ لوبه هم د تصور خلاف ښه ونه بلله.
په ټولنيزو رسنيو کې د افغانستان پر کرېکټ بورډ پرله پسې انتقادونه کېږي، چې د لوبو لپاره پلان او چمتوالۍ نه لري.
څارونکو او د کرېکټ مينه والو له کرېکټ بورډه غوښتي، چې پخوانيو لوبغاړو ته دې استراحت ورکړل شي او ځوان لوبغاړو ته دي په لوبو کې چانس ورکړي.
افغانستان کرېکټ بورډ څه موده مخکي اسدالله خان د غوراوي کمېټې څخه لېري کړ او هغه نن (چهار شنبه) په تود هرکلي سره د ازبکستان کرېکټ فدراسيون ډاريکټر وټاکل شو.
د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپله صفحه ليکلي، چې د اېرلنډ سره د لوبو لپاره یې ۱۰ ورځنی تمريناتي کمپ جوړ کړی او بهترينه لوبډله یې انتخاب کړې ده.
بورډ د کرېکټ د څارونکو او مينه والو غوښتنو، پوښتنو او اندېښنو ته هېڅ جواب نه دی ویلی.

په خوست کې د پنځو لوبډلو «خوست، ننګرهار، کابل، پروان او لوګر» ترمنځ د سوکيوکشين کراټې لومړي پړاو سيالۍ تر سره شوې. د افغانستان د طالبانو د ورزش او بدنې روزنې اداره وايي، چې په دې سياليو کې ۵۰ لوبغاړو برخه اخیستې وو.
د طالبانو د ورزش او بدنې رونې ادارې نن دوشنبه په خوست کې د دې سياليو د ترسره کېدو خبر ورکړی.

په دې يو ورځنۍ سيالۍ کې کوربه خوست لوبډلې د ۱۴ برياو په ترلاسه کولو لومړۍ، ننګرهار په دوو برياو سره دویم او کابل لوبډلې د يوې بريا په ترلاسه کولو درېیم مقام ګټلی.
د ادارې د معلوماتو له مخې، چې د سياليو څخه يې موخه د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

مسوولين وايي؛ غواړی د ایران د سوکيوکشين کراټې په سياليو کې د ګډون لپاره منتخبه افغان لوبډله وټاکي.
طالبانو برياليو لوبغاړو ته ورزشي جايزې هم ورکړې.


د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې نن د اېرلنډ پر وړاندې د يوازينۍ ټېسټ لوبې لپاره د افغان لوبغاړو ۱۶ کسيز نوملړ خپور کړ. دغه لوبه به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د متحده عربي امارتو په ابوظبۍ ښار کې تر سره شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ مسولين وایي؛ له تمريناتي کمپ څخه یې ۱۶ کسيزه لوبډله د اېرلنډ سره د ټېسټ لوبې لپاره ټاکلې ده.
د بورډ د مسولينو په خبره، چې افغان لوبډلې ته يې نوي لوبغاړي هم ور اضافه کړي دي.
بورډ وايي؛ په دې لوبډله کې « حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمان الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، بهیرشاه محبوب، ناصرجمال، کریم جنت، ظاهرخان پکتین، ضیاءالرحمن اکبر، خلیل ګربز، ابرهیم عبدالرحیمزی، نجات مسعود او نوید ځدراڼ» شامل دي.
دې ټېسټ لوبې ته رحمن الله ګربز، ابراهیم عبدالرحیمزی او خلیل ګربز هم وراضافه شوی دی.
دغه لوبې به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د (فېبروري ۲۸ مه) پیل او د مارچ میاشتي تر درېيمې نېټې به دوام وکړي.
په تېرو ۱۵ کلونو کې افغانستان او اېرلنډ د يو د بل په وړاندې د لوبېدو خورا اوږده مخينه لري.
د افغانستان د کرېکت د لوبغاړو غوراوي کمېټې ډاډ وړاندې کړی، چې لوبډله به یې په دې لوبو کې ښه وځليږي.

په کابل کې د طالبانو د بدني روزني او ورزش ادارې خبر ورکړی، چې د ۴ زونونو د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال "الف" ليگ سيالۍ د افغان يارانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته رسیدلي دي. د سياليو اداره کوونکي وايي، چې له دغو سیالو یې موخه د فوټسال ۴ غوره لوبډلې ټاکل و.
د طالبانو د بدني روزني او ورزش ادارې د یکشنبې په ورځ په يوې خبرپانه کې ویلي، چې په کابل کې د «شمال، ختيځ، لوېديځ او سويل» زونونو د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټسال "الف" ليگ سيالۍ د افغان يارانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته رسیدلي دي.
د طالب ورزشي چارواو د معلوماتو له مخي، دغه سياليو يوه میاشت دوام کړی او پایلوبه د افغان یارانو او شقایق فوټسال لوبډلو ترمنځ ترسره شوې ده.
افغان یارانو لوبډلې درې د دوه په مقابل کې د سياليو اتلولي په خپل نوم کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي، چې د لیګ د غوارې له دغو سياليو وروسته به د فوټسال ۴ منتخبي لوبډلې رامنځ ته کړي.
د سياليو په پای کې غوره لوبغاړو ته د طالبانو له لوري ډالۍ هم ورکړل شوي دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، په کندهار کې د پنځو زونونو معلولو لوبغاړو ترمنځ د کرېکټ شل اوره سيالۍ پیليږي. د ملي لوبډلي د پخواني لوبغاړي شهید نجيب الله ترکي په نوم دغه سيالۍ به د مارچ مياشتي له لومړۍ پيل او تر ۸ مي نېټې به دوام وکړي.
په دې سياليو کې به معلولان د «مس عینک، بندامير، بست، سپين غر او امو» کرېکټ لوبډلو کې سره ولوبیږي.
د بورډ د معلوماتو له مخي، دا د معلولو لوبغاړو ترمنځ ۱۲ م پړاو سيالۍ دي.
د کرېکټ بورډ په خبره، چې هره لوبډله به څلور لوبې کوي او مخکښې ۴ لوبډلې به نيمه پايلوبي ته لار پیدا کوي.
د معلولو لوبغاړو ترمنځ د کرېکټ د ۱۱ م پړاو سياليو اتلولي سپين غر زون لوبډلې ګټلې وه.