• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: د امریکايانو نیول، طالبانو سره د واشنګټن په خبرو کې مهم خنډ دی

۱۰ کب ۱۴۰۲ - ۲۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۳:۰۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ کب ۱۴۰۲ - ۲۹ فبروری ۲۰۲۴، ۱۵:۲۲ GMT+۰

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې په افغانستان کې د امریکايي وګړو نیول له طالبانو سره د واشنګټن د «سم جوړجاړي» مخه نیسي. متیو میلر ویلي، چې امریکايي چارواکو له طالب استازو سره په ليدنو کې د دغو وګړو پر سملاسي او بې قید و شرطه خوشې کېدو ټینګار کړی دی.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د افغانستان انټرنشنل د خبريالې مرضیې حسيني د پوښتنې په ځواب کې وکړې.
د یکشنبې په ورځ د کب شپږمه یو ۸۴ کلن اتریشی د قطر په منځګړیتوب د طالبانو له بنده خوشې شو. نوموړی تېر کال افغانستان ته تللی و او د جاسوسۍ په تور د طالبانو له لوري نیول شوی و.
ښاغلي میلر د یوه امریکايي وګړي راین کاربیټ د برخلیک په اړه چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د طالبانو له خوا زنداني دی وویل: «د امریکا حکومت په پرله پسې ډول د طالبانو له استازو سره د لیدنو پر مهال په افغانستان کې د امریکايي بندیانو په سملاسي او بې قید و شرطه خوشې کیدو ټینګار کړی دی.»
هغه زیاته کړه: «د امریکايي وګړو نیول د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سم جوړجاړي په لاره کې یو مهم خنډ دی.»
له دې وړاندې د امريکا د استازو جرګې غړې مورګان مک ګاروي هم د طالبانو له بنده د راين کاربيټ د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
راین کاربیټ، د هغه مېرمن او درې ماشومان له ۲۰۱۰ کال راهیسې په کابل کې اوسېدل او د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه ووتل. د ښاغلي کاربیټ کورنۍ ویلي چې طالبانو هغه د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰ مه په داسې حال کې چې کابل ته د یوه سوداګریز سفر په ترڅ کې له یوه الماني او دوو افغان همکارانو سره یوځای و، نیول شوی و.
په تېرو وختونو کې طالبانو په امریکا کې له خپلو بندیانو سره د تبادلې لپاره امریکایي وګړي یرغمل کړي دي.

ډېر لیدل شوي

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې
۱

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې

۲

اسوشیټېد پرېس: افغان هنرمندان هڅه کوي چې له طالبانو په پټه دودیزه موسیقي ژوندۍ وساتي

۳

بریتانیا د طالبانو د تحریم شویو چارواکو په نوملړ کې سمون راوستی

۴

نرګس نهان او فوزیه کوفي د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د ذاکر نایک څرګندونې وغندلې

۵

افغان بزګران: د طالبانو د کوکنارو بندیز بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي