معلولین: طالبانو مو کلني امتیازات نږدې ۵۰ سلنه کم کړي دي

په کندهار کې معلولین شکایت کوي، چې طالبانو یې میاشتني امتیازات ورکم کړي دي. دغه معلولین وايي، د تېرحکومت پر مهال شپېته زره افغانۍ ورکول کېدې؛ خو اوس طالبان ۳۶ زره افغانۍ ورکوي.

په کندهار کې معلولین شکایت کوي، چې طالبانو یې میاشتني امتیازات ورکم کړي دي. دغه معلولین وايي، د تېرحکومت پر مهال شپېته زره افغانۍ ورکول کېدې؛ خو اوس طالبان ۳۶ زره افغانۍ ورکوي.
د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د معلولینو د ښار ګوټي سلګونه معلول اوسېدونکي وايي، طالبانو يي پرته له کوم دلیله کلني امتیازات نږدې ۵۰ سلنه کم کړي دي.
د دغه ښارګوټي یو معلول اوسېدونکی چې د کورنۍ جګړې پر مهال یې یو لاس پرې شوی وايي، د تېر حکومت پر مهال هر کال ۶۰ زره افغانۍ معاش ورکول کېده؛ خو اوس طالبانو د دوی دغه معاش ۳۶ زره افغانیو ته راټیټ کړی دی.نوموړی وايي:« د اشرف غني په حکومت کې زموږ معاش د کال شپېته زره افغانۍ و، که به د چا یو لاس نه و، که به د چا یوه پښه نه وه او یا به یې ان یوه سترګه نه وه؛ خو شپېته زره افغانۍ معاش یې ورکاوه. خو اوس ۳۶ زره افغانۍ راکول کېږي. دغه ۳۶ زره افغانۍ هم موږ ته په دوه پړاوونو کې راکول کېږي موږ خو کار نه شو کولای اوس سخت پوروړي یو.»دغه معلول کسان وايي، د خپل معلولیت له امله کار نه شي کولی او اقتصادي حالت یې سخت خراب دی.د عیسی محمد په نوم یو بل معلول وايي، له یوه کال راهیسې دلته مرستندویه بسنسټونو هم مرستې درولې دي« دلته د هر یوه کس د ژوند حالت سخت خراب دی، هیڅ د عایدو سرچینه نه لري. موږ کار نه شو کولی. زموږ په کورنۍ کې ۲۲ تنه دي، چې یوازې زوی مې کار کوي د حکومت له لوري چې به ماته ۶۰ زره افغانۍ راکول کېدې هغه زما لپاره ډېر شی و؛ خو اوس مو د ژوند حالت ډېر خراب دی.»د کندهار دغه معلول کسان وايي، د طالبانو له لوري د کلنيو امتیازاتو له کمېدو وروسته اوس دوی اړ دي چې په ښار کې خیر کولو ته مخه کړي؛ خو د طالبانو له لوري د خیر غوښتلو اجازه هم نه ورکول کېږي.د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د تېر حکومت پر مهال د معلولینو د اوسېدو لپاره ښار ګوټی جوړ شوی، چې سلګونه کورنۍ په کې اوسېږي.دغو معلولینو ته د هغه وخت د حکومت له لوري د کلنيو امتیازاتو تر څنګ د خیریه موسسو له لوري هم د خوراکي توکو مرستې کېدې؛ خو اوس دغه معلولین وايي، مرستندویه ټولنې د طالبانو په لارښوونه د معلولینو پر ځای په هغه سیمو کې مرستې وېشي، چې د جمهوریت پر مهال هم د یادې ډلې تر واک لاندې وې.موږ هڅه وکړه، چې د کندهار د معلولینو د امتیازاتو د کمېدو د شکایت په اړه د طالبانو د معلولینو ریاست مسوولین وپوښتو؛ خو خبرو کولو ته چمتو نه شول.


د افغانستان د کورني کرېکټ يو لوبغاړي زهیب زمان خیل وايي، له کرېکټ څخه يې ځکه استعفاء وکړه، چې د پرله پسې بريالیتوب وروسته هم د غوراوي کمېټې نه غوره کاوه. د کرېکټ ډېر څارونکي د افغانستان پر کرېکټ بورډ نيوکې کوي، چې د لوبو لپاره مستحق لوبغاړي نه ټاکي.
د افغانستان د کورني کرېکټ لوبغاړي زهیب زمان خیل نن چهار شنبې پر خپلې فېسبوک پاڼې له هر ډول کرېکټ څخه د استعفاء پرېکړه کړې او نیوکه یې کړې، چې د لاسته راوړنو سره سره یې د بورډ غوراوي کمېټه نه انتخابوي.
زمان خیل لیکلي: « ما هر وخت په کرېکټ کې وړتيا ښودلې، لوبډله مي تر بريا رسولې، په فرسټ کلاس ۲۵ لوبو په ۴۶ اننګزونو کې ۱۲۶ وېکټې لرم؛ خو بیا هم نه انتخابېږم، زما لپاره سخته خو پر ځای پرېکړه ده، زه نور په هېڅ کرېکټ کې نه لوبېږم.»
د زمان خیل لیک ډېرې تبصرې شوي او د هغه دا پرېکړه یې ناسمه بللې ده.
پخواني کرېکټر هستي ګل عابد ورته ليکلي: « ته لا ځوان يې او ډير کرېکټ درته پاتې دی، کرېکټ به همېشه وي؛ خو سرکل به يي ختميږي .موږ اجازه نه درکوو چې ولاړ شې.»
بل خوا، ډېرو پر افغان کرېکټ بورډ نيوکې کړې، چې د ځوانو لوبغاړو حق خوري او همېشه د اړيکو له مخي لوبغاړي ټاکي.
زمان خیل ته يو بل د کرېکټ مينه وال نعمت منګل د بورډ پر مشر او اجراييوي مسوول باندي د نيوکې په ډول ليکلي: « دا ملا حزبي میرویس او ملا نصیب ګل، چي وي د ډېرو ځوانانو ارمانونه به د خاورو سره خاوري کړي.»
د افغانستان د کرېکټ وروستۍ لوبې، چې افغان لوبډله پکې ښه ونه ځلېدل د ډېرو ټولنيزو کارونکو او کرېکټ څارونکو د غبرګونو سره مخ شول.
د افغانستان او سريلانکا کرېکټ لوبډلو ترمنځ افغان لوبډلې له ۷ لوبو يوازي یوه شل اوريزه لوبه وګټل.
نن چهار شنبې د (کب ۹مه) د افغانستان او اېرلنډ ترمنځ په ټېسټ لوبه کې هم افغان ټوپوهنکي ښه ونه ځلېدل.
افغان لوبډلې نن په ټولو لوبغاړو يوازي ۱۵۵ منډې جوړي کړې او د ورځي په پای کې د اېرلنډ لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځېدل او ۱۰۰ مندې يې کړي دي.
ډېرو کرېکټ څارونکو نننۍ لوبه هم د تصور خلاف ښه ونه بلله.
په ټولنيزو رسنيو کې د افغانستان پر کرېکټ بورډ پرله پسې انتقادونه کېږي، چې د لوبو لپاره پلان او چمتوالۍ نه لري.
څارونکو او د کرېکټ مينه والو له کرېکټ بورډه غوښتي، چې پخوانيو لوبغاړو ته دې استراحت ورکړل شي او ځوان لوبغاړو ته دي په لوبو کې چانس ورکړي.
افغانستان کرېکټ بورډ څه موده مخکي اسدالله خان د غوراوي کمېټې څخه لېري کړ او هغه نن (چهار شنبه) په تود هرکلي سره د ازبکستان کرېکټ فدراسيون ډاريکټر وټاکل شو.
د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپله صفحه ليکلي، چې د اېرلنډ سره د لوبو لپاره یې ۱۰ ورځنی تمريناتي کمپ جوړ کړی او بهترينه لوبډله یې انتخاب کړې ده.
بورډ د کرېکټ د څارونکو او مينه والو غوښتنو، پوښتنو او اندېښنو ته هېڅ جواب نه دی ویلی.

د پخواني جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په یوې مقالې کې ویلي، چې د افغانستان د جمهوري ریاست دویم مرستیال په میدان وردګ ولایت کې د دولت د مخالفو ملېشو ملاتړ کاوه او حمدالله محب پرته له همغږۍ دغه ولایت ته قطعه لېږلې وه.
نوموړي لیکلي، چې د پخواني جمهوري دولت د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په امنیتي ادارو کې په خپل سر لاسوهنه کوله او میدان وردګ ولایت ته یې پرته له دې چې د امنیتي او دفاعي ادارو له مشرانو سره مشوره وکړي، له لوګر څخه د پولیسو ۳۳۳ قطعه لېږلې وه، چې د اکمال په موخه یې د ملي اردو چورلکه دغه ولایت ته لاړه او د عليپور د ملېشو له خوا وویشتل شوه.
میاخېل د ملي امنیت شورا د پخواني سلاکار حمد الله محب وروستیو خبرو ته چې ویل یې وو، چې امنیتي ځواکونو مورال له لاسه ورکړی و، په اشارې لیکي: "دا به سمه نه وي چې د افغانستان د سقوط پړه په امنیتي او دفاعي قواو باندې واچول شي، چې هغوی د جګړو انګیزه نه درلوده؛ نو ځکه جمهوریت سقوط وکړ.
پښتو کې متل دی: جنګ په وسله او ننګ په غله کیږي.
کله چې د امنیتي او دفاعي قواو څخه وسله او غله واخېستل شي؛ نو هغوی به جګړه په څه وکړي؟"
نوموړی زیاتوي؛ هغه کسان چې وایي د امنیتي او دفاعي قواو مورال کمزوری و؛ نو باید محاکمه شوی وی.اید وپوښتل شي چې د دوی مورال ولې کمزوری شو او د جګړو د مورال ورکول د چا کار دی؟
میاخېل وايي، چې د عليپور له نیولو وروسته د جمهوري ریاست دویم مرستیال ،د عليپور ضمانت کړی و او عليپور ویلي وو، چې هر وخت یې که امنیتي او عدلي ادارې وغواړي کابل ته به حاضر شي؛ خو وروسته بیا نه حاضرېده او د اصولو له مخې باید ضمانت کوونکي نیول شوی وی؛ مګر ضمانت کوونکی د جمهوري ریاست دویم مرستیال و.

ښاغلي میاخېل لیکلي: "د جمهوریت سقوط د امنیتي او دفاعي قواو د مورال د ضعف په اساس نه و؛ بلکې د رهبرې د غلطو پرېکړو پایله وه، چې د امنیتي او دفاعي قواو مورال یې ضعیفه کړ. په شش ونیم او هفت نیم به بل وخت خبرې وکړو."
یاده دې وي، چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار په یوې مرکې کې ویلي وو، چې په وروستیو میاشتو کې افغان امنیتي ځواکونو خپل مورال له لاسه ورکړی و.
نوموړي ویلي، چې ولسمشر غني، امرالله صالح او ده په خپله له طالبانو سره اړیکې نه درلودې او نورو ټولو چارواکو له طالبانو سره مستقیمې او غیرمستقیمې اړیکې درلودلې.
دا لومړی ځل دی، چې د پخواني حکومت د دوو لوړ پوړو پخوانیو چارواکو تر منځ د سرتېرو پر مورال او داخلي لاسوهنو نانندرې راپورته کيږي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سقوط او د طالبانو په بیا راتګ باندې په تېرو دوه نیم کلونو کې ډېرې تبصرې شوي دي. د حکومت ملاتړو او مخالفینو او همدا شان نړۍوال تحلیګران او د پوځي چارو کار پوهان اوس هم لګیا دي خپل تحقیقات او څېړنې کوي.
تېره اونۍ هم د امریکا د RAND په څېړنیز مرکز کې یو شمیر افغاني او امریکایي پوځي او سیاسي پخوانيو چارواکو په دې اړه بحثونه درلودل؛ تر څو د امریکا کانګرس ته د افغانستان د امنیتي او دفاعي قواو د روزنې او ملاتړ په اړه بشپړ معلومات ورکړي.
په دغه څېړنو کې ډېری تمرکز د جمهوریت په شلو کلونو کې د امنیتي او دفاعي قواو په روزنه او ملاتړ کې د تېروتنو په اړه و.
د امریکا کانګرس همدا شان د جګړو یو کمېسیون هم ټاکلی، چې د افغانستان د پرځېدو په اړه پوره څېړنې وکړي.
د اکثرو کارپوهانو نظر دا دی، چې د افغانستان د جمهوري نظام پرځېدل پوځي پرځېدل نه وو او دا یو سیاسي سقوط و، چې کورني، سیمه ییز او نړۍوال ابعاد یې درلودل.
د افغانستان د نظام سقوط د ټولو لپاره شریکه ناکامې وه؛ خو دا به سمه نه وي چې د افغانستان د سقوط پړه په امنیتي او دفاعي قواو باندې واچول شي، چې هغوی د جګړو انګیزه نه درلوده؛ نو ځکه جمهوریت سقوط وکړ.
پښتو کې متل دی: جنګ په وسله او ننګ په غله کیږي.
کله چې د امنیتي او دفاعي قواو څخه وسله او غله واخېستل شي؛ نو هغوی به جګړه په څه وکړي؟
هغه کسان چې وایي؛ د امنیتي او دفاعي قواو مورال کمزوری و، نو باید وپوښتل شي چې د دوی مورال ولې کمزوری شو او د جګړو د مورال ورکول د چا کار دی؟
قواو ته د جګړو مورال ورکول تل د رهبرۍ کار وي.
جنګي قطعات یوازې په تاکتیکي لحاظ جګړې مخ ته وړي؛ خو ستراتېژیکې پرېکړې چې په جګړو کې د مورال په لوړلو تاثیر لري، هغه د رهبرۍ له خوا تر سره کیږي.
په دې اړه بشپړه لیکنه د کتاب په شکل تر کار لاندې ده.
دا خپل تاریخي مسوولیت ګڼم چې دقیق معلومات او خپله څېړنه له خپلو هېوادوالو سره شریک کړم.
په دې توګه به مې د خپلو امنیتي او دفاعي قواو د قربانیو حق لږ تر لږه یو څه اداء کړی وي.
د سرتېرو ورځ:
د کب نهمه چې د امنیتي او دفاعي قواو د مېړانې د نمانځنې ورځ ده، غواړم چې یوازې د یوې پېښې یادونه په لنډه توګه دلته وکړم، چې همدا پېښه د دې لامل شوه چې زه د ملي دفاع وزارت پرېږدم.
دغه پېښه یې یوه بیلګه ده، چې ایا د امنیتي قواو مورال کمزوری و او که د نظام په دننه کې د رهبرۍ په کچه ستونزې وې؟
له همدې یوې پېښې څخه یې اټکل کېدلی شي.
د ۲۰۲۱ کال د مارچ د میاشتې په اتلسمه نېټه د ملي دفاع وزارت یوه چورلکه د وردګو ولایت د بهسودو په ولسوالۍ کې د علیپور د ملیشو له خوا ووېشتل شوه.
په دغه پېښه کې د دوو پیلوټانو په ګډون د چورلکې څلور خدمه او پنځه د دفاعي قواو منسوبین شهیدان شول.
د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش له خوا د علیپور د ملېشو ملاتړ کېده او کله چې مخکې علیپور د امنیتي او دفاعي قواو له خوا بندي شوی و، د مشرانو او د ولسمشر د دویم مرستیال له لیکلي تایید څخه وروسته، په ضمانت خوشې او ژمنه یې وکړه، چې بیا به د حکومت په ضد فعالیت نه کوي.
د ولسمشر د مرستیال د ملاتړ بله بېلګه د کورنیو چارو وزارت د پخواني لوړ پوړي معین جنرال مراد علي مراد و، چې اوس په اسټرالیا کې ژوند کوي او نوموړی د علیپور له ملېشو سره یو ځای جنګېده.
د عبدالغني مشهور په علیپور د ضمانت پاڼه کې لیکل شوي وو: "هر ګاه مقامات دولتی و امنیتی لازم ببیند حاضر هستم در کابل بمانم و جهت تحقیقات مزید و روشن شدن اتهامات خویش روزمره به مراجع دولتی حاضر گردم."
کله چې مجرم تښتي او د حکومت په ضد بیا فعالیت کوي" نو د مجرم ضمانت کوونکي باید د هغه په بدل کې ونیول شي او مجبور شي، چې مجرم راولي.
د علیپور ضمانت کوونکي او د ضمانت کوونکو تایید کوونکی، د ولسمشر دویم مرستیال و، چې باید د هغه په ځای محاکمه شوی وی.

د یادونې وړ ده، چې د علیپور له ملېشو څخه ایران هم ملاتړ کاوه.
د پنجشنبې ورځ وه، له دې مخکې مې هم له ولسمشر څخه د یو په یو لیدنې غوښتنه کړې وه؛ خو په ناڅاپي توګه زما او د ولسمشر لیدنه په همدې ورځ سهار په نهو بجو وشوه.
په لیکلي ډول مې د ملي دفاع وزارت د تحلیل په اساس مفصل راپور له ولسمشر سره شریک کړ.
له ولسمشر څخه مې پوښتنه وکړه، چې همدا راپور ایا تاسو ته مخکې رسېدلی او که نه؟
هغه ووېل؛ نه.
ځکه هماغه راپور ما امنیت شورا ته هم یوه اونۍ مخکې ورکړی و.
د ملي او امنیتي قواو په منځ کې خپلسري دومره زیاته شوې وه، چې د کورنیو چارو وزارت ۳۳۳ قطعه چې د لوګر په شکار کلا کې مېشته وه، د کورنیو چارو د وزیر، د ملي امنیت د عمومي رییس، د لوی درستیز او زما له خبرتیا پرته لیږل شوې وه.
په دې کې شک نه شته، چې دا قطعه د کورنیو چارو وزارت پورې تړاو درلود؛ خو د کورنیو چارو وزارت د دې جوګه نه و، چې د دفاعي قواو له ملاتړ څخه پرته د میدان وردګو ولایت بهسودو سیمې ته د ځمکې له لارې قوه ولیږي؛ نو باید د ملي دفاع وزارت یې په جریان کې کړی وی.
بله دا چې داسې ستراتیژیکه پرېکړه باید د امنیت شورا په مجلس کې تر سره شوی وی.
د یادونې وړ ده، چې دا قوه د ملي امنیت د سلاکار ډاکتر حمدالله محب او د کورنیو چارو وزارت د ارشد معین جنرال عبدالصبور قانع په ګډه پرېکړه لېږل شوې وه.
کله چې دا قطعه محاصره شوه؛ نو بیا د قطعې د ملاتړ لپاره د ملي دفاع وزارت څخه د مرستې غوښتنه وشوه او چورلکې ولیږل شوې چې اعاشه او مهمات عسکرو ته ورسوي او د هغوی ملاتړ هم وکړي.
هر څوک چې کومه پرېکړه کوي؛ نو باید مسوولیت یې هم پر غاړه واخلي. داسې نه شي کېدی چې پرېکړه به یو څوک کوي او پړه به په بل چا ور اچوي.
د جمعې په ورځ چې د مارچ شلمه نېټه، ما د شهید داوود خان په څلور سوه بستریز روغتون کې د شهیدانو د جنازې په مراسمو کې خبریالانو ته وویل، چې د دغه شهیدانو غچ به اخېستل کیږي.
که علیپور وي او یا غیر مسوولې نورې وسله والې ډلې، که طالب وي او که نور جنایتکاران ټول یو دي.
مونږ د امنیتي قواو د مدافعینو په توګه له جنایتکارانو سره هېڅ نوع معامله نه کوو او هر څوک چې د نظام په دننه کې وي او که له نظام څخه بهر وي او یا په سیمه کې له دې جنایت کارانو څخه ملاتړ کوي، ټول یو دي او مونږ به د هغوی پر وړاندې ودریږو.

دا راپور ګڼو کورنیو او نړۍوالو رسنیو هم راخیستی و، ولسمشر ته مې ټولې هغه ستونزې په ګوته کړې، چې امنیتي او دفاعي قواوې ورسره مخامخ وې او ورته مې ووېل، چې په داسې حالت کې زه نه شم کولی دندې ته دوام ورکړم.
د ستونزو د حل لپاره مشخص وړاندیزونه هم وو.
ولسمشر ډېر زیات مایوسه شو او ویې ویل، چې هغه ته له جګړې سوله مهمه ده.
سمدستې جمهور ریيس رانه وغوښتل چې که د سولې خبرې ترسره کیږي، هغه به په قطر کې تر سره کیږي او که ته دا قبوله کړې، چې قطر ته د سفیر په حیث لاړ شي نو ښه به وي؛ ځکه د ملګرو ملتونو او د سولې په انستیتوت کې کافي تجربه لرئ، همداشان د ننګرهار ولایت او د ملي دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت کې هم کار کړې نو تاسې به هلته د سولې د خبرو لپاره ګټور ثابت شئ.
ما ورته وویل، چې رئیس صیب! د سولې په خاطر که د سکرتر په حیث مې هم قطر ته لیږې څه فرق نه کوي او د دی خبرې لپاره مصلحت ته حاجت نه شته دی. زه حاضر یم چې قطر ته لاړ د سفیر په حیث لاړ شم.
جمهور رئیس زما د موافقې په اساس ډېر زیات خوشاله شو او علت یې دا و، چې مخکې ما د هند او چین سفارتونه هم نه وو قبول کړي او غیږه یې راکړه.
ما ورته وویل چې جناب رئیس صیب! وخت کم دی او که تاسې سوله راولئ؛ نو دا به مو ډېر څه د افغانستان لپاره کړي وي.
زما له کتنې څخه وروسته، د ملي امنیت ریيس ضیا سراج منتظر و، چې له جمهور ریيس سره وګوري. له بده مرغه د بهسودو پړه د کورنیو چارو په وزیر ښاغلی اندرابي باندې واچول شوه حال دا چې هغه د دغه پرېکړې نه خبر نه و.
د جمهوري ریاست څخه چې راووتم او خپل دفتر ته ورسېدم؛ نو د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر راته زنګ ووهه چې کېدې شي رییس صیب تا سره هم مصلحت کړې وي؛ نو د قطر سفارت ډېر مهم سفارت دی که هغه قبول کړې نو ښه ده او خپله سي وي راولیږه، چې پیشنهاد ریاست جمهوري ته ولېږم.
په همدغه ماښام په قطر کې زما د تقرر پیشنهاد جمهور رییس ته ولیږل شو او هغه منظور کړ. د ملي امنیت شورا په عاجله توګه بل پیشنهاد جوړ کړې و، چې جنرال یاسین ضیا د ملي وزارت د سرپرست او ډاکتر نجیب وردګ د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال په توګه تعین شول.
د شنبې په ورځ چې د مارچ یویشتمه نېټه شي، د ملي دفاع وزارت نه په داسې حال کې خدای په اماني وکړه، چې د ملي دفاع وزارت سل ګونو منسوبینو په عمومي تالار کې برخه درلوده او د خدای په امانۍ مراسم د ځینو رسنیو له خوا په ژوندې بڼه هم خپره شوله.
دا چې ولې د قطر نه زما اګریمان د جمهوریت د سقوط څخه د مخه رانه غې او معطل شو، هغه جلا بحث دی؛ ځکه زما ټاکل کېدل د ډېرو د توقع خلاف عمل و.
د قطر سفارت ته سیاسي او دولتي لوبغاړو هر یو خپل نوماندان درلودل او قطریانو ته یې ویلې وو، چې زه د جمهور ریيس خاص نفر یم او جمهور رییس په دې خاطر ټاکلې یم، چې د سولې خبرې ناکامه کړم حال دا چې دا د جمهور رییس نیت نه و.
ولسمشر حتا دا هم راته وویل، چې هغه قربانۍ ته هم حاضر دی که د سولې په خبرو کې پرمختګ راشي؛ نو غواړي چې له قدرت څخه لرې شي.
دا لنډه کیسه مې ځکه نن ولیکله چې د جمهوریت سقوط د امنیتي او دفاعي قواو د مورال د ضعف په اساس نه و؛ بلکې د رهبرې د غلطو پرېکړو پایله وه، چې د امنیتي او دفاعي قواو مورال یې ضعیفه کړ. په شش ونیم او هفت نیم به بل وخت خبرې وکړو.
د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې چې تقریبا اته میاشتې مې هلته کار وکړ او همدا شان کله چې د ننګرهار والي وم او د جبهاتو لومړیو کرښو ته سفرونه کړي و، د امنتیي او دفاعي قواو مېړانه راته معلومه وه، چې په ډېر شهامت سره د نظام او د افغانستان د منافعو نه دفاع کوله او د هغوي قرباني باید هېڅوک هېره نه کړي او نه د نظام د سقوط پړه په امنیتي او دفاعي قواو څوک واچوي.
هر چا چې په صداقت خپله دنده اجرا کړې، د هغوي مخونه به خپل خدای، خلکو او وطن ته سرلوړي وي. چا چې د خپل وطن، خلکو او امنیتي او دفاعي قواو په سر لوبې کړي وي، د هغوي مخونه به همېشه د تاریخ په رڼا کې خپلو خلکو او خدای ته تور وي.
د ټولو ګمنامو سپاهیانو روح دی ښاد وي
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې خپلواکې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظر ته درناوی کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ لومړنی درې ورځنی نندارتون جوړیږي.
امیرخان متقي د چهارشنبې په ورځ ترکمنستان کې له یو شمېر افغان سوداګرو سره په لیدنه کې وویل، چې دا درې ورځنی نندارتون د روان کال د مارچ میاشتې له دویمې تر پنځمې نېټې په عشق اباد کې جوړیږي.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون په اېکس د ښاغلي متقي یوه ویډیو خپره کړې، چې افغان سوداګرو ته په خطاب کې وایي؛ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر او چارواکو سره یې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه مفصلې خبرې کړي.
ښاغلی متقي وایي، چې دا په تېرو ۲۵ یا ۳۰ کلونو کې لومړی ځل دی، چې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ داسې یو لوی نندارتون جوړیږي چې دوه یا دوه نیم سوه افغان تجاران به پکې ونډه اخلي.
متقي زیاته کړې، چې د ترکمنستان چارواکو سره د افغان سوداګرو په ستونزو هم غږېدلی دی.
هغه وویل، چې ترکمنستاني چارواکو سره د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو د انتقال د تاخیر او دولتي جریمې په اړه هم غږېدلی او د ترکمنستان چارواکو یې د تعقیب ژمنه کړې ده.
متقي د ترکمنستان له چارواکو سره پر افغان سوداګرو د تعرفې په کموالي او د ویزو په اسانتیا هم غږیدلی دی.
همدا راز؛ متقي افغان سوداګرو ته ویلي، چې د اقتصاد محوره متوازنې کړنلارې پر مټ اقتصادي برخه کې لاسته راوړنې لري.

د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي اعلان وکړ، چې د چمن له لارې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد بیا پیل شوی دی.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ له دې لارې ۲۰د سوداګریزو توکو لارۍ تېرې شوي دي.
د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر په خپل اېکس پاڼه لیکلي، ټولې هغه ستونزې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن پوله کې د سوداګرۍ خنډ و، حل شوې دي.
د لاریو چلوونکو لپاره د ویزې شرط د فدرالي حکومت پریکړه ده، خو ښاغلي اڅکزي څرګنده نه کړه چې دا ستونزه څنګه حل شوې ده.
د پاکستان او افغانستان پر پوله له دوو میاشتو راهیسې سوداګریزې چارې درول شوې وې.
د طالبانو یوه چارواکي په تورخم کې ویلي و، چې پاکستان هغو بار وړونکو موټرو ته چې چلوونکي یې ویزې او پاسپورتونه نه لري د تېریدو اجازه نه ورکوي.
تر اوسه طالبانو د دې پولې د پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي.
تر دې مخکې پاکستانۍ ورځپاڼې اکسپریس ټریبیون راپور ورکړی و چې د افغانستان پر پوله د پنځو لارو تړلو له منځنۍ اسیا سره د پاکستان سوداګري ټکنۍ کړې ده.