• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خبریالانو د ملاتړ ټولنې:د طالبانو له‌خوا پر ښځینه ویاندویانو نوي بندیزونه اندېښمنونکي دي

۱۰ کب ۱۴۰۲ - ۲۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۷:۵۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۰ کب ۱۴۰۲ - ۲۹ فبروری ۲۰۲۴، ۰۹:۳۸ GMT+۰

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ ټولنه وایي، چې د دوحې تر غونډې وروسته طالبانو د رسنیو پر وړاندې نوي بندیزونه لګولي چې تر ډېره یې د خلکو او رسنوالو تر منځ اندېښنې ډېرې کړې دي.

دغه ټولنه وایي، په دې وروستیو کې پر رسنیو د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر څار او تفتیش زیات شوی او د ګڼو نورو سانسورونو ترڅنګ یې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو پر حضور، کار، خبرو، پوښښ او کاري شرایطو نوي بندیزونه لګولي دي.

طالبانو په ځینو رسنیو کې د ښځینه خبریالانو لپاره مکلفیت وضع کړی، چې یوازې یې باید دوه سترګې ښکاره شي او نورې دې بشپړې په حجاب کې وي.
د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ ټولنې په خپرو شویو خبرپاڼو کې ویلي، چې د دوحې په ناسته کې د طالبانو د شرایطو نه منل کېدل او د دوی له‌خوا په ناسته کې نه ګډون ښيي، چې دوی له نړۍوالې ټولنې سره په مخالفت کې د مدني بنسټونو، رسنیو او افغان ښځينه خبریالانو په کار محدودیت او فشارونه زیات کړي دي.
له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان دغه نوی بندیز یو استبدادي او ظالمانه چلند بللی او له دې امله یې د اعتراض غږ پورته کړی دی.
دغه سازمان په نړۍوالو سازمانونو او ټولنو غږ کړی، چې له خپلو ټولو امکاناتو سره دې په افغانستان کې دننه د فعالو رسنیو او هلته پر کار بوختو مېرمنو او نجونو تر څنګ ودرېږي او اجازه دې ورنکړي، چې د بیان د ازادۍ او انساني حقونو دغه روستنۍ ډېوې هم مړې شي.
دا رنګه د دوحې له ناستې وروسته طالبانو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د اعدامونو لړۍ هم چتکه کړې او په ډېرو نورو ولایتونو کې یې مجرمینو ته د درو وهلو سزاوې هم ورکړې دي.

ډېر لیدل شوي

ایران په تېرو درېیو کلونو کې نږدې ۱۹۰ افغانان اعدام کړي دي
۱

ایران په تېرو درېیو کلونو کې نږدې ۱۹۰ افغانان اعدام کړي دي

۲

سرچینې: په سمنګان کې د یوه قومي مشر په وژنه تورن طالب له زندان څخه ازاد شوی

۳

د خلکو شکایت: د کندهار په ځینو سیمو کې د اوبو سطحه تر شاوخوا «۲۰۰» مترو ښکته شوې

۴

فضل احمد معنوي: د هرات د طالبانو د والي لیکنې د شیعه‌وو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي

۵

یوې افغانې انجنیرې له دندې نه تر ګوښه کېدو وروسته د روب جوړولو کاروبار پیل کړی