د پاکستان قامي اسمبلۍ ته بریالیو نوماندانو د عمران خان د ملاتړو له اعتراض سره د پنځو کلونو دورې لپاره لوړه وکړه.
د خان ډله چې تېرو ټاکنو کې د ۹۲ څوکیو ګټلو سره نورو ګوندونو مخکې ده، دغه انتخابات له درغلیو ډک بولي او د پلټنو غوښتنه کوي.
.
تر تحریک انصاف ګوند وروسته مسلم لیګ نواز ډله د د ۷۹ څوکیو په ګټلو له پیپلز ګوند سره، چې ۵۴ پارلماني څوکۍ یې ګټلې دي، د ګډ حکومت پر جوړولو هوکړه کړې ده.
د دې دواړو ګوندونو د هوکړې له مخې به د مسلم لیګ نواز ډلې یو مشر شهباز شریف راتلونکی لومړی وزیر او د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري به ولسمشر وي.
د پاکستان د پارلماني غړو په نننۍ لوړه کې د مسلم لیګ نواز مشر نواز شریف او ورور یې شهباز شریف، د پیپلز ګوند مشرانو اصف علي زرداري او بلاول بوټو زرداري، همدارنګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل رحمان او ځینې نورو مشرانو هم لوړه وکړه