د کډوالۍ نړۍوال سازمان: په پکتیا کې مو له ۲۵۰ کورنیو سره ژمنۍ مرستې کړې دي
د کډوالۍ نړۍوال سازمان(ای، او، اېم) ویلي، تېره ورځ یې پر هغو کورنیو ژمنۍ مرستې وېشلې چې د دوی د ارزونې له مخې اړمنې وې. دغه بنسټ په اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغو مرستو کې سون توکي، نغدې پیسې، شړۍ او ژمنۍ تودې جامې شاملې دي.
دغه مرستې په اړمنو کورنیو داسې مهال ووېشل شوې، چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د واورو بارانونو رپوټونه ورکړل شوي او د ژمي د سختو سېلیو د لګېدو له امله یې د ګڼو خلکو ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
د دې تر څنګ هغه سلګونه زره ستنې شوې کډوالې کورنۍ چې د پاکستان او ایرانه په تېرو څو میاشتو کې ستنې شوې، د سر پناه د نشتوالي له امله د ژوندانه ستړې ستونزې ګالي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو ادارو او یو شمېر نورو مرستندویه بنسټونو هم د ژمي په موسم کې د ګڼو افغانانو پر ستونزو اندېښنې په ډاګه کړې وې.