د بنګله دېش په یوه رستورانت کې د اورلګېدنې له امله ۴۳ کسان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۱

د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې په یوه شپږ پوړیزه ودانۍ کې د اور لګېدو له امله ۴۳ کسان وژل شوي دي.
د بهرنيو رسنیو د راپورونو له مخې، د اور لګېدنې سره سم سیمې ته اور وژونکې ډلې رسېدلې دي.

د چارواکو په وینا، له ودانۍ څخه ۷۵ کسان ژغورل شوي او لسګونه کسان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
چارواکي وایي، اور له ۲ ساعتونو سختې هڅې وروسته کابو شوی؛ خو په دې پېښه کې ۴۳ کسان وژل شوي او د دوو تنو حالت نازک دی.
د بنګله دېش د اور وژنې ادارې مشر وايي، په رستورانت کې اور د ګازو د نل لیکې د سوري کېدو له امله لګېدلی، دا یوه خطرناکه ودانۍ وه، چې د هر پوړ په زینو کې یې هم د ګازو ډبې لګول شوې وې.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ