د طالبانو رسمي رسنۍ د قرغزستان د انرژۍ د مرستیال وزیرې مخ سانسور کړ

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د لاسلیک د مراسمو په انځور کې د قرغزستان د انرژۍ وزارت د مرستیالې نازگل یوسنووا مخ سانسور کړ. د افغانستان د برېښنا شرکت ویلي، چې دغه مراسم پرون د جمعې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شول.