• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: اول ځل د ایران له لارې ترکیې ته ۱۱ سوه متریک ټنه کاني ډبره ولېږل شوه

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۴۹ GMT+۱تازه شوی: ۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۵:۲۲ GMT+۱

د طالبانو پلټۍ اداره وايي، د ایران د پټلۍ له لارې يې پرون اول ځل ترکيې ته ۱۱۰۰ متريک ټنه معدني ډبره صادره کړې ده. دغه اداره نن زياتوي، چې په دې ډبرو کې د تالک یا شوکاڼي ډبره شامله ده. طالبان وايي، دا ډبره د ترکيې مرسينګ ښار ته لېږل شوې، خو دا یې نه دي ویلي چې کله به ورسېږي.

طالبان وايي، په لومړيو کې د هرات د روزنک پټلۍ تمځي له لارې اوس په ورځني ډول په یوه اورګاډي کې سوداګريز توکي لېږدوي خو د توکو زیاتېدو سره به دا کچه دوو اورګاډو ته لوړه شي.

د هرات د طالبانو د اوسپني پټلۍ مشر محمد نسیم محمدي تېره اونۍ په هرات کې يوې خبري غونډي ته ويلي و، چې له روزنک تمځي به د هرات – خواف بندر له لارې د سوداګريزو توکو لېږد رالېږد ژر پيل شي.

هغه ويلي و، چې اوس سوداګر کولی د هرات – خوف بندر له لارې په مالياتي تخفيف سره له افغانستان څخه خپل سوداګريز توکي چابهار بندر، بندر عباس او د ترکيې تر پولو صادر او وارد کړي.

محمدي زياته کړې وه، چې د دې پټلۍ له لارې به د مسافرو تګ راتګ هم پيل شي.

طالبان وايي افغانستان اوسمهال له ایران او ترکمنستان سره د پټلۍ له لارې نښلول شوی، چې هره ورځ پرې سلگونه ټنه سوداگریز توکي لېږد او رالېږدول کېږي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی
۱
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۲

د بدخشان پر لاره د طالبانو پر پوځي کاروان «برید» شوی

۳

د بښنې سازمان او د جرمني پروتستان کلیسا د افغان کډوالو په اړه د محکمې له پرېکړې هرکلی وکړ

۴

د اسلام‌اباد، کابل او نوي ډیلي ترمنځ د بې‌باورۍ سیوری؛ افغانستان د نوو اړیکو پر لور

۵

په بدخشان کې د غورځول شويو ډرونونو جوړښت د طالبانو ډرون ټکنالوژۍ ته ورته دی

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په تېرو دوو ورځو کې سېلابونو او بارانونو ۲۹ کسان مړه او ۷ نور ټپيان کړل

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۱۹ GMT+۱
100%

د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند وايي له تېرو دوو ورځو راهيسي پرله پسې سېلابونو په لسو ولایتونو کې ۲۹ کسان مړه او ۷ نور يې ټپیان کړي دي. ملا جانان سایق د هواپوهنې ادارې د معلوماتو له مخز خلکو ته د نورو ورښتونو او بارانونو خبرداری ورکوي او د ځان ساتنې غوښتنه کوي.

ښاغلي سایق نن شنبه په يوه ويډيويي پيغام کې ویلي په تېرو دوو ورځو کې دغه ۲۹ کسان په غزني، پکتيا، ننګرهار، فراه، نیمروز، هلمند، جوزجان، سمنګان، غور او پروان ولایتونو کې مړه شوي او ۷ نور ټپیان شو دي.

د سایق د معلوماتو له مخي، چې د همدې سېلابونو پر مهال ۷۲ کورونه او ۲۵۲۵ جريبه کرينزه ځمکه په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.

نن شنبه د هلمند د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد ويلي، چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د راوتلو سېلابونو له امله د یوې کورنۍ اووه تنه مړه شوي او درې نور یې ټپیان دي.

هغه زياتوي، چې تېره شپه د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ په تاجکانو کلي کې د يوه کور د چت د پرېوتو له امله دوه ۲کسان وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی.

څلور ورځي وړاندي د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند ملا جانان سايق ويلي، چې سېلابونو ۶۶ کسان مړه کړي او ۳۶ نور يې ټپيان کړي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو وزارت وياند ملا جانان سایق وايي، چې د سېلاب ځپلو کورنيو د لاس نيوي په خاطر يې له بهرنيو مرستدویه ادارو د همکارۍ غوښتنه کړې.

د سایق په خبره، مرستندویه ادارو ورته په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د طالبانو د چارو ادارې غوښتنه: د بیت المال وسایط شخصي مه کاروئ او ساتنه یې وکړئ

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۱۳ GMT+۱
100%

د طالبانو د چارو ادارې رییس د دې ډلې له چارواکو او غړو غوښتي، چې د بيت المال اجناس او وسایط په شخصي چارو کې مصرف نه کړي. نورالحق انور ټولو طالبانو ته سپارښتنه کړې ده، چې د بیت المال ساتنې ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې په ارګ کې د چارو ادارې نن په خپل اېکس کې لیکلي، چې په اوونیزه ناسته ددې ادارې د مشر نورالحق انور په مشرۍ ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د طالبانو د چارو ادارې مشر ويل چې کارکوونکي بايد په دفترونو او کارځیو کې د برېښنا د بېځايه لګښت مخنيوی وکړي او په وينا يې چې د بيت المال ضايع‌ د ګناه لامل کيږي چې بايد ځان ترې وساتل شي.

دا څرکندونې په داسې حال کې کیږي، چې د اختر په شپو او ورځو کې د طالبانو یو شمیر پلویانو د خپلې ډلې پر کسانو نیوکې وکړې، چې د اختر د خوښیو پرمهال په دولتي موټرو کې یو شمیر ولایتونو ته په چکر لاړ دي.

دوی دا کار د بیت المال سره خیانت بللی دی.

په دې وروستیو ورځو کې ویډیوګانې ښيي چې د پخواني امنیتي ځواکونو نظامي وسایط چې اوس مهال د طالبانو په کنټرول کې دي، د بې احتیاطۍ له امله په اوبو کې ډوب شوي دي.

ټي ټي پي د پاکستان استخباراتي اداره د طالبانو د مشر د سلاکار پر وژلو تورنه کړه

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۲۳ GMT+۱
100%

د پاکستاني طالبانو غوځنګ یا ټي ټي پي د پاکستان استخباراتي اداره د بلوچستان په مرکز کوټه کې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده سلاکار په وژلو تورنوي. محمد عمر جان اخوندزاده چې د کوچني‌اختر لپاره کوټې ته تللی و، تېره پنجشنبه د پښتون اباد په نوي کلي کې د وسلوالو له خوا ووژل شو.

تر اوسه کومې ډلې د ښاغلی اخوندزاده د وژلو مسوولیت نه دی منلی.

د پاکستان طالبانو تحريک نن په يوه اعلامیه کې د نوموړي پر وژل کېدو خواشني ښيي او پړه یې پر پاکستاني استخباراتو اچوي.

دا دله وایي، د پاکستان استخباراتدا ډول پېښې پر «نامعلوم ډولو» تاوانوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بې له دې چې د محمد عمر جان اخونزاده د وژل کېدو ځای ته اشاره وکړي، د نوموړي ترور یې غندلی.

محمد عمر جان د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اوسېدونکی، په قوم توخی او د عنایت الله مشهور په غبرګي اخونزاده زوی و.

د هغه پلار او بيا وروسته خپله محمد عمرجان په کوټه کې له کلنو راهيسي د جومات امامت درلود، په همدې سېمه کې يې لويه ديني مدرسه او د تصوف په برخه کې يې سلګونه موريدان او شاګردان درلوده.

هغه د جمعې په ورځ د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې په خپل کلي او پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

چې د جنازې مراسيمو ته یې د طالبانو يو شمېر مشران هم ورغلي وه.

په زابل کې طالبانو یو کس د زنا په تور ۳۹ دورې وهلی

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۲:۱۷ GMT+۱
100%

د طالبانو ستره محکمه وايي، په زابل کې یې یو کس د زنا په تور ۳۹ دروې وهلی دی. دغې محکمې نن يوه خبرپاڼه کې زیاته کړېو دي چې دغه کس په شاجوى ولسوالۍ کې د دغې ډلې د سيمه ييزو مسوولينو په شتون کې په دورو ووهل شو.

پر افغانستان د طالبانو بیا ځلي واک تر لاسه کولو وروسته د مدني سزاګانو لکه پر دورو وهلو، بدن غړو غوڅولو او اعدامولو لړۍ بیا پیل کړه او تر اوسه یې په بېلابېلو ولایتونو کې ګڼ شمېر افغانان په عام محضر کې په سزا رسولي دي.

د بشري حقونو مدافعینو او نړیوالې ټولنې په وار وار د طالبانو له مشرانو غوښتي، چې د تورنو کسانو د بدني سزاګانو مخه ونیسي

خو طالب چارواکو ویلي دي، چې دوی به د «اسلامي شریعت» له مخې سزا ورکولو ته دوام ورکړي.

طالبان: چینایي شرکتونه د پنجشېر په کانونو کې پانګونه غواړي

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۱:۴۱ GMT+۱
100%

په پنجشېر کې د طالبانو د والي دفتر وايي، د چين ځینې سوداګريز شرکتونه غواړي د دې ولایت د کانونو په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. دغه دفتر نن په يوه اعلامیه کې ویلي، چينایي سوداګرو د دې ولايت لپاره د طالبانو له والي حافظ محمد اغا حکیم سره په لیدنه کې دا لېوالتیا ښودلې ده.

ګه څه هم د چينايي سوداګرو شمېر ته اشاره نه ده شوې، خو زیاتوي چې دې پانګوالو، له پنجشېر څخه تر کابله د اوبو د لېږد په پروژه کې هم پانګونې ته ليوالتیا ښودلې ده.

د طالبانو د پنجشېر والي محمد اغا حکيم د چينایي سوداګرو د لېوالتيا هرکلی کړی او ټينګار يې کړی او نورو کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته یې هم د پانګونې بلنې ورکړې ده.

د پنجشېر د طالبانو د والي دفتر په اعلاميه کې راغلي، چې دامهال په دې ولایت کې تر ۵۰۰ زياتو کانونو د استخراج چارې روانې دي.

اعلاميه زياتو، چې په تېرو څو مياشتو کې پر چينایي سوداګرو سربېره د ایران، فرانسې او امريکا د نړیوالو سوداګريزو شرکتونو مسولينو هم په پنجشېر کې د طالبانو له مسولينو سره په ليدنو کې د کانونو په برخه کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی.

طالبانو په بیا واکمنېدو سره د پنجشېر په ګډون د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د کانونو سپړلو ته مخه کړه.

د جنورۍ په لومړیو کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي وزیر شهاب الدین دلاور په يوه غونډه کې ويلي و، چې په پنجشېر کې د زمردو ۱۷۰۰ کانونه پېژندل شوي چې له دې ډلې ۴۵۰ یې د ملاهبت الله په ځانګړي فرمان د دغه ولایت خلکو ته ورکړل شوي دي.

خو د همدې وزارت ویاند همایون افغان دوه اونۍ مخکې وویل، د افغانستان په بېلا-بېلو سېمو کې د ۲۰۰ کوچنيو او ۱۵ لويو کانونو د استخراج چارې روانې د کورنيو او بهرنیو شرکتونو له خوا روانې دي.