• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حقاني وايي، چې زده‌کړې په طالبانو پورې اړه لري او دا ډله د نړۍ په خوښه کار نه کوي

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۱۳:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د نجونو د زده کړې مساله په دې ډلې پورې اړه لري او طالبان به ورته زمینه برابره کړي. د باختر اژانس د خبر له مخې، سراج الدين حقاني ويلي دي، چې طالبان به د نړۍ "فرمایش" ونه مني.

حقاني ټینګار کړی: «زده کړه زموږ ماشومانو پورې اړه لري او هېڅوک زموږ په پرتله زموږ پر ماشومانو زړه سوانده نه دي.»

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د شنبې په ورځ (د غویي لومړۍ نیټه) خبر ورکړ چې ښاغلي حقاني په اروپا کې له مېشتو افغان روڼ اندو سره کتلي.

د دغه راپور له مخې، سراج الدین حقاني ویلي، چې طالبان له نړیوالې ټولنې سره د متقابل احترام پر بنسټ اړیکې غواړي او زیاته کړې یې ده، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله په خپل اختریز پیغام کې نړۍ ته د ښو اړیکو بلنه ورکړې ده.

ښاغلي حقاني وویل، چې نړۍ باید دا حقیقت ومني او ورسره عادت شي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی. هغه زیاته کړې، چې طالبان د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او دا نه مني، چې نور دې دوی ته "فرمایش" ورکړي. د حقاني شبکې مشر ټینګار کړی، چې طالبان به هغه فرمایشونه ونه مني، چې د دې ډلې له ملي حاکمیت سره په ټکر کې وي.

حقاني په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې «افغانانو له څو لسیزو سختې مبارزې وروسته خپل اساسي اهداف ترلاسه کړي دي». هغه «آزادي، د وطن مالکیت او د اسلامي نظام ټینګښت»د افغانانو د اساسي اهدافو په توګه یاد کړي دي.

وروسته له هغه چې طالبانو په ۱۴۰۰کال کې افغانستان کې واک تر لاسه کړ، له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي وتړل او پوهنتون ته یې د نجونو د تګ مخه ونیوله. دغې ډلې په نادولتي ادارو کې ښځې له کار کولو منع کړې او د ګڼو فرمانونو په صادرولو سره یې پر ښځو پراخ بندیزونه ولګول.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو له امله د بشري حقونو سازمانونه وايي، چې دغې ډلې جنسیتي توپیر رامنځته کړی او ښځې یې له ټولنې ګوښه کړي دي.

په تېرو نږدې درېیو کلونو کې نړیوالې ټولنې له طالبانو غوښتي چې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي او پر ښځو لګیدلي بندیزونه لرې کړي. خو طالبانو د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته پام نه دی کړی.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

۴

د بشري حقونو سازمان: د افغانانو په اېستلو کې له طالبانو سره د جرمني همکاري باید ودرول شي

۵

ازادۍ جبهې د کابل پر پوځي هوايي ډګر د راکټي برید خبر ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د پوليسو وياند: د کابل په چاودنه کې يو تن وژل شوى او درې نور ټپیان دي

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۲۰:۳۷ GMT+۱

د طالبانو د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند د کابل ښار په لوېديځ کې شوې چاودنه تاييد کړې او ویلي، چې په دغه چاودنه کې يو تن وژل شوى او درې نور ټپيان دي.

خالد ځدراڼ وايي، دا پېښه په یوه مسافر وړونکي موټر کې د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

دغه طالب چارواکي رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د کوټه سنګي په سیمه کې شوې او مقناطیسي بم په یوه ښاري مسافر وړونکي موټر کې ځای پر ځای شوی و.

تر دې مخکې د کابل په لویدیځ کې اوسیدونکو په سیمه کې د یوې درنې چاودنې خبر ورکړی و. عیني شاهدانو په ټولنیزو رسنیو کې په ویډیوګانو کې ویلي، چې طالبانو هغه کسان وهلي چې له پېښې یې ویډیو اخیسته.

تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

ځینو سرچینو ویلي، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي دي.

دپوليسو وياند ویلي، چې پيښه کې د دغه موټر چلوونکى وژل شوى او درې تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي . هغه ویلي، چې طالبان د پيښې سیمې ته رسیدلي او د چاودنې په اړه پلټنې روانې دي.

تر دې مخکې د کابل په لوېدیځ کې اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې ماښام شاو خوا اوه بجې په ګولایي دواخانه سیمه کې چاودنه شوې ده.

یوه عیني شاهد افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې هغه لږ تر لږه درې کسان ولیدل چې له چاودنې وروسته په سړک کې پراته وو.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې انس حقاني له خپلوانو سره د لیدو لپاره شمالي وزیرستان ته تللی و

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۰۷ GMT+۱

پاکستاني چارواکو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د طالبانو جګپوړی غړی انس حقاني له کوچني اختر وروسته له خپلو خپلوانو سره د لیدو لپاره شمالي وزیرستان ته تللی و. د طالبانو د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځډران د دغه خبر په غبرګون کې لیکلي: “وزیرستان زمونږ کور دی.”

پاکستاني چارواکو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې د طالبانو جګپوړی غړی انس حقاني له کوچني اختر وروسته له خپلو خپلوانو سره د لیدو لپاره شمالي وزیرستان ته تللی و.

د دغو سرچینو په حواله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، حقاني د پنجشنبې په ماښام له پاکستانه بیرته افغانستان ته ستون شوی دی.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې دا رسمي سفر نه دی او حقاني د خپلو خپلوانو د لیدو لپاره شمالي وزیرستان ته تللی و.

د طالبانو د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځډران د افغانستان انټرنشنل د دغه خبر په غبرګون کې لیکلي: “وزیرستان زمونږ کور دی.”

سیلانیان او عادي پاکستان، شمالي وزیرستان ته د تللو اجازه نه لري.

انس حقانی هم د افغانستان انټرنشنل د رپوت له خپریدو وروسته په اېکس خواله رسنۍ د خپل عکس په خپرولو سره لاندې شعر لیکلی دی:

"چا ته ګل چا ته اغزی وزیرستان دی
زما سترګې او زرګی وزیرستان دی”

د پاکستاني چارواکو په وینا انس حقاني د پنجشنبې په ماښام له پاکستانه وتلی دی.

ښاغلی حقاني په هغه شپه له پاکستانه وتلی< چې د طالبانو یو جګپوړی چارواکی محمد عمرجان اخندزاده د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې ووژل شو.

سرچینې رسنیو ته ویلي، چې ښاغلی اخندزاده د انس حقاني په څېر له خپلې کورنۍ سره د کوچني اختر د تیرولو لپاره کوټې ته تللی و.

خو تر اوسه معلومه نه ده چې د دغه لوړ پوړي طالب چارواکي ناڅاپه وژل کېدل له پاکستان څخه افغانستان ته د انس حقاني له راستنېدو سره تړاو لري او که نه.

انس حقاني د طالبانو له پېژندل شویو څېرو څخه او د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ورور دی.

د افغانستان فوټسال لوبډلې له کويټ سره لوبه ۳-۳ مساوي کړه؛ خو د پرمختګ لپاره لا هم هيلې لري

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۸:۳۶ GMT+۱

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن د ۲۰۲۴ کال اسیايي فوټسال جام سیالیو په لړ کې له کویټ سره لوبه تر سره کړه. دغه لوبه ۳-۳ په مساوي ډول پای ته ورسېده. په لوبه کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په سختۍ ګولونه ووهل؛ خو د کويټ لوبډله بیا دومره تر فشار لاندې نه وه.

د افغانستان فوټسال په لوبډله کې فرزاد محمودي يو او رضا حسين دوه ګولونه ووهل.

دا په ګروپي پړاو کې د افغانستان د لوبډلې دویمه لوبه وه، چې په څلورم ګروپ کې ترسره شوه.‌

د افغانستان لوبډلې په راتلونکې مرحلې کې د لوبیدلو له پاره بريا ته اړتيا لروده او لوبه یې قوي پیل کړه؛ خو افغان لوبډلې د دوو اسانه ګولونو په ترلاسه کولو د لوبې لومړۍ نيمايي ۲-۱ د کويټ په ګټه پای ته ورسوله.

د افغانستان فوټسال لوبډلې د لوبې دویمه نيمايي قوي پيل کړه او لوبه یې ۲-۲ مساوي کړه؛ خو د کويټ لوبډلې څو دقيقې وروسته دريم ګول وواهه.

د کويټ لوبډلې پنځه فولونه وکړل او په شپږمه فول سره یې افغان لوبغاړي رضا حسين پور، پينالټي ګول کړه او لوبه یې مساوي کړه.

په پام کې ده چې د افغانستان وروستۍ لوبه د بحرين سره ترسره شي.

د افغانستان فوټسال لوبډله هغه مهال بلې مرحلې ته د تلو چانس لري، چې د بحرين لوبډلې ته د دوو ګولونو په توپير ماتې ورکړي او کويټ له ایران څخه ماتې وخوري.

افغان لوبډلې په دې سياليو کې خپله لومړنۍ لوبه ایران ته ۳-۱ بايللې وه.

پوتین ولې طالبانو ته نږدې کېدل غواړي؟

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۷:۳۸ GMT+۱

د کانورسیشن په نوم یوې اسټرلیايي رسنۍ په یو تحلیلي مقاله کې د روسي چارواکو له قوله لیکلي، چې دغه هیواد اوس په دې غور کوي چې طالبان د ترهګریزو سازمانونو له لیسته وباسي.

په داسې حال کې چې تر اوسه په دې اړه کومه وروستۍ پریکړه نه ده شوې، خو د طالبانو او روسیې د مخ په زیاتیدونکو دوستانه اړیکو یوه بله بیلګه دا ده چې روسیې په می میاشت کې د دغه هیواد په کازان ښار کې په جوړیدونکي نړیوال اقتصادي کنفرانس کې طالبانو ته د ګډون بلنه ورکړې ده.

کرملین له دې مخکې هم له طالبانو سره خبرې پیل کړې وې او روسیه یو له هغو څو هېوادونو وه، چې د طالبانو له خوا د افغانستان د واک د بیا ترلاسه کولو پر مهال یې کابل کې ډیپلوماټیک حضور درلود.

خو د افغانستان سیاسي او اقتصادي کړکېچ او د اوکراین د جګړې له امله پر روسیې د لوېدیځ بندیزونه په دې مانا دي، چې روسیې او طالبانو ترمنځ غښتلې اړیکې د دواړه لورو په ګټه دي.

په ۱۹۹۹ کال کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یو پریکړه لیک په تصویبولو سره، طالبان د "نړیوالو ترهګرو لپاره د پټنځیو او روزنې چمتو کولو" مسوول وبلل.

څو میاشتې وروسته، ولادیمیر پوتین د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک د پلي کولو لپاره یو فرمان لاسلیک کړ او پر طالبانو یې بندیزونه ولګول.

په ۲۰۰۳ کال کې د روسیې سترې محکمې د طالبانو غورځنګ د یوه تروریستي سازمان په توګه وپېژنده او ویې ویل، چې په چیچنیا کې یې له ناقانونه وسله والو سره اړیکې ساتلې او په ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان کې یې د واک د نیولو هڅه کړې ده.

روسیې په ۲۰۱۷ کال کې د یو سیمه ییز ابتکار د رامنځ ته کولو په لړ کې، د کابل حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د کوربه توب هڅه وکړه.

د دغو خبرو اترو موخه د افغانستان کړکېچ ته د حل لارې وړاندې کول وو او تر ډیره د چین، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو په ګډون سره ترسره کېدې.

روسیې د ترورېستي ډلې په توګه د طالبانو د نومولو سربېره، له هغوی سره تماسونه ساتل.

که پر طالبانو لګیدلي نړیوال بندیزونه لیرې شي، افغانستان به د لاجورد د مهم سوداګریز دهلیز له لارې له استانبول او اروپا سره ونښلوي او د ازبکستان-افغانستان-پاکستان د اورګاډي کرښې له پراختیا څخه به اقتصادي ګټه پورته کړي.

د روسیې له خوا د ترهګرو له نوملړ څخه د طالبانو ایستل به د دغې ډلې لپاره په نړیواله کچه د رسميت پېژندنې په لور لومړی ګام وي.

روسیه هم له طالبانو سره له خپلې همکارۍ ګټه پورته کوي. له دې کار څخه د روسیې موخه دا ده، چې ځان د سیمې د امنیت برابرونکي په توګه وړاندې کړي، په ځانګړې توګه کله چې دا وضعیت په افغانستان کې د ثبات د رامنځ ته کولو په برخه کې د امریکا له ناکامۍ سره په پرتله شي.

طالبان: اول ځل د ایران له لارې ترکیې ته ۱۱ سوه متریک ټنه کاني ډبره ولېږل شوه

۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ اپریل ۲۰۲۴، ۱۴:۴۹ GMT+۱

د طالبانو پلټۍ اداره وايي، د ایران د پټلۍ له لارې يې پرون اول ځل ترکيې ته ۱۱۰۰ متريک ټنه معدني ډبره صادره کړې ده. دغه اداره نن زياتوي، چې په دې ډبرو کې د تالک یا شوکاڼي ډبره شامله ده. طالبان وايي، دا ډبره د ترکيې مرسينګ ښار ته لېږل شوې، خو دا یې نه دي ویلي چې کله به ورسېږي.

طالبان وايي، په لومړيو کې د هرات د روزنک پټلۍ تمځي له لارې اوس په ورځني ډول په یوه اورګاډي کې سوداګريز توکي لېږدوي خو د توکو زیاتېدو سره به دا کچه دوو اورګاډو ته لوړه شي.

د هرات د طالبانو د اوسپني پټلۍ مشر محمد نسیم محمدي تېره اونۍ په هرات کې يوې خبري غونډي ته ويلي و، چې له روزنک تمځي به د هرات – خواف بندر له لارې د سوداګريزو توکو لېږد رالېږد ژر پيل شي.

هغه ويلي و، چې اوس سوداګر کولی د هرات – خوف بندر له لارې په مالياتي تخفيف سره له افغانستان څخه خپل سوداګريز توکي چابهار بندر، بندر عباس او د ترکيې تر پولو صادر او وارد کړي.

محمدي زياته کړې وه، چې د دې پټلۍ له لارې به د مسافرو تګ راتګ هم پيل شي.

طالبان وايي افغانستان اوسمهال له ایران او ترکمنستان سره د پټلۍ له لارې نښلول شوی، چې هره ورځ پرې سلگونه ټنه سوداگریز توکي لېږد او رالېږدول کېږي.