• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هواپوهنې اداره: په ۱۹ ولایتونو کې نن د واورې، باران، تالندې او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

۲ غویی ۱۴۰۳ - ۲۱ اپریل ۲۰۲۴، ۰۳:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپوهنې ریاست نن یکشنبه (د غویي دویمه نېټه) د سالنګونو په ګډون د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د واورې، شړکنده باران، تالندې او سېلابونو د راوتو وړاندوینه کړې ده.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه وړاندوینه د سالنګونو په ګډون د ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشیر، بغلان، تخار، بدخشان، کابل، میدان‌وردک، بامیان، دایکندي، روزګان، زابل، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا او لوګر ولایتونو لپاره شوې ده.
‏⁧له بل پلوه په تېرو وروستیو کې سختو ورښتونو په افغانستان کې خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
تېره ورځ⁩ د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند ویلي، له تېرو دوو ورځو راهيسې پرله پسې سېلابونو په لسو ولایتونو کې ۲۹ کسان مړه او ۷ نور ټپیان کړي دي.
ملا جانان سایق د هواپوهنې ادارې د معلوماتو له مخې خلکو ته د نورو ورښتونو او بارانونو خبرداری ورکړی او د ځان ساتنې غوښتنه یې ترې کړې وه.
څلور ورځې وړاندې د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت ویاند ملا جانان سايق ويلي و، چې تر دا مهاله سېلابونو ۶۶ کسان مړه کړي او ۳۶ نور يې ټپيان کړي دي.

ډېر لیدل شوي

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده
۱

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده

۲

څېړونکي: افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ سیمه کې د امریکا ستراتېژیکو پلانونو ته لوی خنډ دی

۳

د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو یو کال؛ سوداګري او کاروبارونه اغېزمن شوي

۴

د کنډي ادعا: له افغانستان څخه د بهرنیانو تر وتلو وروسته پاتې وسلې د ترهګرو لاسونو ته ورغلي

۵

راپور: قوش‌تیپه کانال د منځنۍ اسیا د اوبو پر سر د نوې سیالۍ اندېښنې راپارولي