• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حکمتيار طالبانو ته: امريکايي ډالر تر شا شيطاني موخې لري او اخیستل يې په دین کې جایز نه دي

۴ غویی ۱۴۰۳ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۴، ۱۹:۲۰ GMT+۱تازه شوی: ۵ غویی ۱۴۰۳ - ۲۴ اپریل ۲۰۲۴، ۰۷:۵۲ GMT+۱

د اسلامي حزب مشر له طالبانو غوښتي، چې د امريکایي ډالرو او کڅوړو اخيستل زهر دي او تر شا شيطاني موخې لري. شهادت ورځپاڼي له طالبانو څخه د حکمتيار په غوښتنو کې ليکلي، چې د «عمومي ګومان له مخې دا کڅوړې د هېواد د فضا د پېرلو بيه ده.»

د اسلامي حزب اړوند شهادت ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ د (غوايي ۴مه) له طالبانو څخه د دې ګوند د مشر ګلبدين حکمتيار ځنې غوښتنې نشر کړي.

ورځپاڼې د حکمتیار له قوله ليکي، چې امريکا زموږ پوروړې ده او باید د «يو میليون افغانانو د وژلو ديت» ترې وغوښتل شي.

هغه په دې اړوند زياتوي: « د امریکایي کڅوړو اخيستل زموږ په دين کې جايز نه دي او غيرت يې نه مني، امريكا زموږ پوروړې ده، د یو میليون افغانانو د وژلو ديت او د افغانستان د ورانولو غرامت بايد ترې وغواړو.»

حکمتيار له طالبانو څخه په خپلو غوښتنو کې ويلي، چې د تېر نظام فوځي او استخباراتي چارواکي تر وتلو وروسته د بیا راتلو ګواښونه کوي.

د نوموړي په خبره، چې ناټو او غړيو هېوادونو يې تر یو نیم لک زيات افغانان د «اشغال» پر مهال په دندو ګومارلي او اوس يې له ځانونو سره بېولي او په بېلابېلو ادارو کې په دندو ګومارلي دي.

نوموړي وايي: «د ناټو غړو هېوادونو تر يو نيم لک زيات هغه افغانان له ځان سره بېولي، د هغوى روزل، په بېلو - بېلو ډلو كي تنظيمول، جنگ ته سوقول، دفترونه، تلويزيوني چينلونه ورته جوړول، د نظامي عملياتو راپورونه يې خپرول روان دي، د مخنيوي لپاره يې بايد لازم تدابير ونيول شي.»

حکميتار له طالبانو غوښتي، چې د دې کسانو د راتګ او ګواښ د مخنيوي لپاره بايد «ټول ملت عمومي او ولسي مقاومت» ته چمتو شي او له خلکو څخه اخيستل شوي وسلې دي بېرته ورکړل شي.

هغه زیاتوي: «د دې ګواښونو مقابله يوازي يوه اساسي لاره لري؛ ټول ملت عمومي او ولسي مقاومت ته چمتو كول او له دوى چې كومې وسلې اخيستل شوي هغه بايد بېرته وركړى شي، اخيستل يې نه شرعي جواز لري او نه عقلي توجيه.»

شهادت ورځپاڼه زياتوي، چې حکمتيار طالبانو ته په پيغام کې تېرو تجربو ته په اشارې سره وايي، چې د «ملت پرته د داسي ګواښونو سره مقابله» ناممکنه ده.

د نوموړي په خبره، چې د «شوري او د امريکا د تجاوز پر وړاندې مقاومت پوځ نه بلکې ولسي جهاد و» چې دوی بريالي شول.

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار پرون دوشنبه هم په یوه بيان کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی؛ امریکا مجبوره کړئ، چې د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوي وکړي او له شرارتونو لاس واخلي او که یې نه مني نو سفارت یې باید محاصره شي او ټول امریکایان له افغانستانه و ایستل شي.

هغه یو ځل بیا ویلي دي، چې افغانستان تر اوسه په بشپړه توګه ازاده شوی نه دی او د هېواد فضا لا هم د امریکا په واک کې ده.

ډېر لیدل شوي

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي
۱

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۲
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د بښنې نړۍوال سازمان پر طالبانو د فشار راوړلو او د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې

۳

د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې هېوادونو څه وویل؟

۴
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۵

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي