طالبان: له ایران او پاکستانه په خپله خوښه او جبري توګه تر ۳زرو ډېر کډوال راستانه شول

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې یوازې له ایرانه تر ۲زرو ډېر کډوال په خپله خوښه او جبري توګه ستانه شوي دي. دغه وزارت په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې ۲زره او ۵۲۲ افغان کډوال له ایرانه د غویي په ۶مه نېټه د هرات د اسلام کلا لارې هېواد ته ستانه شوي دي.