پاکستان د جون تر ۳۰مې په دغه هېواد کې د راجستر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوله

د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وفاقي وزارت په پاکستان کې د راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو موده د جون تر ۳۰مې د غځولو په اړه رسمي خبرپاڼه خپره کړه. د خبرپاڼې له مخې، د دغه مودې د غځولو پرېکړه د وفاقي کابينې په وروستۍ غونډه کې شوې ده.