متیو مېلر: اسلام اباد دې د افغانستان وضعیت ته په کتو، د افغان کډوالو بېرته ستنول ودروي

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر په خپلې اونیزې خبري ناسته کې په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت تم شو او له اسلام اباده یې وغوښتل، چې د افغانستان وضعیت ته په کتو دې دوی بېرته نه ستنوي.

هغه په خپلو خبرو کې په ګاونډیو هېوادونو کې د پناه غوښتونکو افغانانو د ساتنې پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل:« موږ به د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیان وهڅوو، چې د افغانستان بد وضعیت ته په کتو سره د کډوالو د نه ستنولو مشورې ته درناوی وکړي.»
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې همدا څو ورځې وړاندې د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وفاقي وزارت په پاکستان کې د راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو موده د مې میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې وغځوله؛ خو بیا هم هره ورځ د طالبانو د کډوالو چارو وزارت له پاکستانه د جبري ستانه کړل شویو افغان کډوالو شمېرې خپروي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن ویلي، چې تېره ورځ ۷۴۸ تنه افغان کډوال د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو په جبرې توګه له پاکستانه راستانه کړل شوي دي او د دغه وزارت د یو بل خبر له مخې ۲۴ بې سرپرسته ماشومان هم چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، هېواد ته ستانه شوي دي.
له بل پلوه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په سلګونه افغانان د امریکا په ګډون د لویدیځو هېوادونو د پناه غوښتنې لپاره په ګاونډیو هېوادونو کې په تمه دي.
ډېری دغه افغانان د کډوالۍ بهیر له سوکه والي شکایت لري.

نور خبرونه

رادیو