په تېرو لسو ورځو کې له پاکستانه څه باندې لس زره افغان کډوال اېستل شوي

پاکستاني رسنیو ویلي، چې یوازې د می میاشتې په لومړیو لسو ورځو کې (د غويي له ۱۲مې تر ۲۱مې) څه باندې لس زره افغان کډوال له دغه هېواده اېستل شوي دي. په اېستل شویو کسانو کې ۳ زره ۲۱۴ ښځې او دوه زره ۸۰۵ ماشومان شامل دي.