• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان کې د تېرو لسو میاشتو پر مهال د څه باندې ۵۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت چای څښل شوی

۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۳ می ۲۰۲۴، ۰۸:۵۳ GMT+۱

د پاکستان د احصایې ادارې د راپور له مخې، له اقتصادي ستونزو سره، سره پاکستان په تېرو ۱۰ میاشتو کې ۵۴۰ میلیونه او ۷۴ لکه ډالره د چای په واردلو لګولي چې د تېر مالي کال پرتله ۱۷ سلنه ډېروالی ښيي.

د تېر مالي کال په لسو میاشتو کې پاکستانیانو د ۴۶ میلیونو او ۷۶ لکو ډالرو په ارزښت چای وارد کړی وو.
د راپور له مخې د روان مالي کال په لسو میاشتو کې له ۱۵ سلنه زیاتوالي سره دوه لکه ۱۹ زره ۶۶ ټنه چای وارد شوی چې، د تېر مالي کال په لسو میاشتو کې ۱۹۰ زره ۸۳۰ ټنه چای وارد شوی دی.
د روان کال د مارچ پرتله د اپرېل په میاشت کې د چای واردات ۱۰ سلنه کم شوي دي، د اپرېل په میاشت کې د ۵۲.۲ میلیونو ډالرو په ارزښت چای وارد شوی او په مارچ میاشت کې د ۵۸.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت چای وارد شوی دی.
پاکستان د خپلې اړتیا د چای پاڼې له افریقايي هیوادونو واردوي چې په ځانګړي ډول له کینیا هیواد څخه ۸۶ سلنه چای واردوي.
ويل کیږي د کینیا چای تر نورو هغو ښه خوند او رنګ لري چې خلک یې ډیر خوښوي.
تر ډېره بریده پاکستاني کتونکي پر حکومت نېوکې کوي چې د دومره ډېر چای د کارولو اړتیا څه ده، او باید د کمولو لپاره یې ګامونه واخیستل شي، خو ولسي خلک یې وايي چې پرته له چای څښلو یې ګوزاره ګرانه ده.
د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ خونې د یوه چارواکي محمد امان پراچه په وینا، چې په تېر ۲۰۲۳ کال کې پاکستان د شپږ سوه میلیون ډالرو په ارزښت چای وارد کړی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د مئ میاشتې ۲۱مه په نړۍ کې د چای ورځ په نوم په بېلابېلو هیوادونو کې په انفرادي ډول ونمانځل شوه.

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۳

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه

۴

پخوانی اروپایي ډېپلوماټ: طالبان اوس تر القـاعدې ډېر لوی ګواښ دی

۵

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي