• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو چارواکې: شاوخوا ۱.۴ مېلیونه افغان ښځې او نجونې له زده‌کړو راګرځول شوې دي

۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۴ می ۲۰۲۴، ۰۵:۵۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې چارواکې اېډیم وسورنو وایي، د افغان ښځینه کارکوونکو پر وړاندې د طالبانو له‌خوا لګول شوي بندیزونو په افغانستان کې د بشري عملیاتو لپاره پېچلتیاوې زیاتې کړې دي.

نوموړې دغه څرګندونې په نیویارک کې خبریالانو ته کړې او زیاته کړې یې ده، چې شاوخوا ۱.۴ مېلیونه ښځې او نجونې لاهم له زده‌کړو بې برخې پاتې دي.
هغې وويل:« د بشري مرستو د رسولو پر مهال، زموږ زړورې افغان ښځينه همکارانې له ډېرو ننګونو سره مخ دي او هره ورځ د کار پر مهال له ګواښونو سره مخامخېږي.»
هغې همدارنګه ویلي، چې ورته مهال د دوی همکاران د دغې موضوع په اړه له طالب چارواکو سره خپلو خبرو اترو ته دوام ورکوي.
اغلې وسورنو وایي، چې څه موده وړاندې د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې د طالبانو د اقتصاد او بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون له بېلابېلو جګپوړو طالب چارواکو سره یې د دغو بندیزونو په اړه خبرې کړې دي.
هغې وویل:« دا زما د پیغام رسولو یوه غوښنه برخه وه، افغان مېرمنې کار کولو ته اړتیا لري او دا اړینه موضوع ده.»
هغه طالبانو ته په خطاب کې وایي:« په هره کچه تاسو اړتیا لرئ، چې دغه محدودیتونه لرې کړئ؛ ځکه چې موږ اړتیا لرو د پوهنې او روغتیا په برخه کې خپله دنده ترسره کړو.»
هغې زیاته کړې، تر دې دمه د افغانستان لپاره د ۳.۶ مېلیارد ډالرو د مرستې له غوښتنې یوازې ۱۶ سلنه یې تر لاسه شوې‌ ده.
هغه وایي، په ټولیز ډول اوس‌مهال په افغانستان کې ۲۳ مېلیونه خلک په بشري مرستو تکیه دي او له ۱۵ مېلیونو څخه ډېر کسان د خوړو ناخوندیتوب سره مخ دي.
د هغې په وینا، د افغانستان په مرکزي او شمالي سیمو کې وروستیو وژونکو سېلابونو د خلکو کړاوونه نور هم زیات کړي دي.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

عبدالمتین قانع: د ترکیې له پلاوي سره له پاکستان سره د کړکېچ او د ایران پر وضعیت خبرې شوې

۴

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د سعودي عربستان په ملاتړ لاریونونه وشول

۵

میډیا لاین: په ایران کې کړکېچ افغان کډوال بېرته بې‌کارۍ او د طالبانو واکمنۍ ته ستنوي