• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان له چینه غوښتي، پر افغان طالبانو فشار راوړي چې د ټي‌ټي‌پي د بریدونو مخه ونیسي

۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۴ می ۲۰۲۴، ۰۶:۴۸ GMT+۱

په پاکستان کې ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، اسلام اباد له بیجېنګه غوښتي له افغان طالبانو وغواړي چې له خپلې خاورې د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال په پاکستان کې له بریدونو راوګرځوي.

دغې سرچېنې دا هم وویل، دغه خبره هغه مهال د بیجېنګ او اسلام اباد تر منځ راپورته شوه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د مې په ۱۵مه چین ته سفر کړی و او د هغه هېواد له مشرانو سره یې دغه مسله شریکه کړې وه.
دغې سرچېنې دا هم وویل، چې چینایي ډیپلوماتان د "بدیلو لارو په لټه کې دي" چې پر مټ یې وتوانېږي د افغانستان د طالبانو رژیم قانع کړي چې په زرګونو پاکستاني طالب وسله‌وال چې نن سبا په هغه هېواد کې پټن ځایونه لري، په پاکستان کې له بریدونو راوګرځوي.
چین چې له کلونو راهیسې غواړي، د سیمې په هېوادونو کې پراخه پانګونه وکړي؛ خو د هغوی پر کارکوونکو وسله‌وال بریدونه هغوی د پانګونې لپاره زیاتې لېوالتیا ته نه پرېږدي.
همدغه دوه میاشتې وړاندې د خیبر پښتونخوا په شانګله کې پر چینايي انجنییرانو د شوي برید له امله پنځه تنه وژل شوي وو، چې ورسره د هغه هېواد اندېښنې یې د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره زیاتې کړې او یو شمېر کارکوونکي یې له پاکستانه واېستل.
د شانګلې له پېښې مخکې په کراچۍ او بلوچستان کې هم پر چینايي وګړو بېلابېل وسله‌وال بریدونه شوي وو، چې له امله درنه مرګ ژوبله هم اوښتې وه.
پاکستاني چارواکو تل ویلي، چې دغلته ټول بریدونه د ټي‌ټي‌پي له‌خوا کېږي او د دغو بریدونه پلانونه هم د ننه په افغانستان کې جوړېږي؛ خو دغه ادعاوې هم طالبانو او هم د پاکستان تحریک طالبانو په وار، وار ردې کړې دي او دغه ډله وايي، چې دوی پر چینايي وګړو بریدونو کې ښکېل نه دي.
سره له دې چې چین لا تر اوسه د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو هغه هېواد له افغان طالبانو سره توده راشه درشه پالي او ان خپل نوی سفیر یې کابل ته استولی او د طالبانو د سفیر باورلیک هم په ډیپلوماتیکه توګه د دغه هېواد د ولسمشر له‌خوا منل شوی و.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي

۳
د اسماعیل میاخېل لیکنه

طالبي فکر باید فکري او سیاسي ماتې وخوري

۴

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۵

په جوزجان کې د قابلو کمښت: د بلقیس ماشوم مړ او خپله د مرګ تر کومي ورسېده