• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیر او مل پلاوي سره یې کتلي دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۰۵:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۱۳:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په اېکس پاڼه د ښاغلي متقي له خولې لیکلي، چې هغه د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي او مل پلاوي سره یې په کتنه کې د افغانستان او سیمې د پرمختیاو په اړه خبرې کړې دي.

هغه ویلي، قطر د افغانستان سره په سختو ورځو کې ملګرتيا پاللې؛ نو اړینه ده چې دغه ملګرتیا لا پیاوړې شي.
‏په دغه لیکنه کې راغلي، چې ښاغلي الخلیفي د دوحې په درېیمه ناسته کې د طالبانو د ګډون شرایط پرځای وبلل او په وینا یې، ټول په دې باور دي چې د طالبانو له ګډون پرته دغه ناسته بې ګټې ده.
‏د لیکنې له مخې، متقي په ټوله کې د دوحې ناستې د موضوعاتو په اړه د طالبانو دریځ په وضاحت سره وړاندې کړ او په یاده غونډه کې یې د اقلیم د بدلون، خصوصي سکتور او مخدره توکو په اړه د بحث کولو سره رضایت څرګند کړ.
‏همدارنګه ښاغلي متقي د فلسطین د قضیې په ځانګړې توګه د غزې په اړه د قطر موقف د ستاینې وړ وباله ‏او تر څنګ یې افغان کاریګرو ته د کاري فرصتونه چمتو کولو او د افغانستان بانک د کنګل شویو زېرمو د خلاصولو په اړه یې د قطر د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د ښاغلي الخلیفي له‌خوا په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ور کړل شو.
ښاغلي الخُلیفي د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي، سیاسي، روغتیا، زېربنایي پروژو او بانکي سکتور په برخو کې د لازمو همکاریو ژمنه وکړه او په دغې لیدنه کې د قطر له‌خوا په کندهار کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو په اړه هم خبرې شوې دي.

که څه هم چې د ملګرو ملتونو له‌خوا په دوحه کې جوړېدونکې غونډې ته شاوخوا یوه میاشت پاتې ده؛ خو سر له اوسه د دغې ناستې د بریالیتوب لپاره د سیمې او نړۍ په کچه منډې ترړې ګړندۍ شوې، چې طالبان دې ته اړ کړي چې دغې غونډې ته خپل پلاوی واستوي.
طالبانو تر دې وړاندې په دغې ناسته کې د برخې اخیستو په اړه یو لړ شرطونه وړاندې کړي وو؛ خو ښکاري داسې چې د دغو تودو سفرونو یوه موخه دا ده چې طالبان دې ته اړ کړي چې په دغې غونډه کې برخه واخلي.

ډېر لیدل شوي

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې
۱

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۲
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۳

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۴

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟

۵

عطا محمد نور: د خلکو او پانګوالو ملکیتونه دې په ما پسې نه تړل کیږي