• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کراچۍ کې د طالبانو قونسلګري: ۲۳ افغان بندیان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي

۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۵ می ۲۰۲۴، ۰۳:۲۳ GMT+۱

په کراچۍ کې د طالبانو قونسل د جمعې په ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۲۳ افغان بندیانو د خوشې کولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې دغه خوشې شوي بندیان یې افغانستان ته لېږدولي دي.

د عبدالجبار تخاري په وینا، تر دې مهاله له څلورو زرو زیات افغان بندیان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي او افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
په کراچۍ کې دغه طالب چارواکي د جمعې په ورځ د (غبرګولي په ۴مه) په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې تر اوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۲۲۸ تنه د پاکستان د بېلابېلو صوبو له زندانونو خوشې شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي.
هغه دا رنګه ویلي، چې دمګړۍ ۴۹ تنه نور افغانان د سند په زندانونو کې بندیان دي او د هغوی د خوشې کولو لپاره هم هڅې روانې دي.
تخاري دا رنګه افغان کډوالو ته د پاکستان د ورکړل شوي مهلت یادونه هم وکړه، چې د جون میاشتې تر پایه به له دغه هېواده اېستل کېږي.
د طالبانو قونسل هیله ښکاره کړه، چې پاکستاني چارواکي به د افغان کډوالو لپاره ورکړل شوې موده نوره هم وغځوي.
د پاکستان حکومت له دې وړاندې ویلي و، چې د (پي او ار) کارټونو لرونکي کډوال به د جون تر پایه له دغه هېواده باسي.
د پاکستاني رسنیو له‌خوا د ورکړل شویو شمېرو له مخې، له تېرې نومبر میاشتې را په دې خوا له نیم مېلیون څخه ډېر افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.
دغو رسنیو داسې اټکل هم کړی، چې د افغان کډوالو د اېستلو په دویم پړاو کې به شاوخوا یو مېلیون نور افغانان هم له دغه هېواده واېستل شي.

ډېر لیدل شوي

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ
۱

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۲

طالبانو په برلین کې د افغان سفارت د سرپرست دنده د «محلي کارکوونکي» په توګه تمدید کړې

۳
لیدلوری

طالبان څنګه د پخواني ولسمشر استوګنځي ته ورسېدل؟

۴

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده

۵

د سي‌اې‌اې لومړنی ټیم څنګه د سپټمبر ۱۱مې ۱۵ ورځې وروسته افغانستان ته ورسېد؟