• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په میدان وردګ ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانیستل شوه

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۱۴:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۱۶:۵۵ GMT+۱

په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر په دغه ولایت کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د پرانیستلو خبر ورکړی. دغه دفتر د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا لومړی ځل دی په دې ولایت کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه پرانیستل کیږي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دا خونه د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو عمومي خونې له خوا پرانیستل شوې ده.
د دغې خونې مرستیالې فریبا نوري په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د وینا پرمهال ویلي؛ میدان وردګ شلم ولایت دی، چې د دې خونې د خصوصي سکتور په چوکاټ کې خپل فعالیت پیلوي.
د یاد ولایت د طالبانو د اقتصاد رییس عبدالحکیم حامد بیا په خپلو خبرو کې د ښځو له سوداګرۍ څخه د طالبانو د ملاتړ ډاډ ورکړ.
نوموړي زیاته کړې ده: "میدان وردګ یو زراعتي ولایت دی او د ښځو لپاره د سوداګرۍ او صنایعو په برخه کې د دې څانګې پرانیسته خورا اړینه او ګټوره ده."
اخوا په دې ولایت کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولان وایي، چې په دې ولایت کې ډېرې ښځې د لاسي صنایعو، د لبنیاتو د پروسس، د روب او مربا جوړولو په برخو کې په دندو بوختې دي.
دا خونه په داسې حال کې پرانیستل کیږي، چې د مرکز کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې سوداګرې مېرمنې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
یو شمېر سوداګرې ښځې بیا د ښځو د سوداګرۍ خونې فعالیتونه هم بې ګټې بولي او وایي، چې یاده خونه د واسطو په اساس کار کوي.
د ویلو ده، چې نړۍوال بانک په ۲۰۲۳ کال کې ښځې، تجارت او قانون' تر عنوان لاندې د یوه راپور په خپرولو سره افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په ډله کې راوستی، چې د ښځینه سوداګرو لپاره تر ټولو بد ځای بلل شوی دی.

ډېر لیدل شوي

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي
۱

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۲

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۳

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۴
نصیراحمد فایق

افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې

۵

د اسلام‌اباد محکمې د افغان محصلینو د ویزو قضیه وتړله؛ وروستۍ پرېکړه به د پاکستان حکومت کوي