• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د رفح له اوسېدونکو سره د غمرازۍ کمپاین کې تر اوسه ۴۰.۶ میلیونه کسانو برخه اخیستې

۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۹ می ۲۰۲۴، ۱۳:۱۷ GMT+۱

د افغان کرېکټ له لوبغاړو نیولې د هند د سینما تر فلمي ستورو له رفح سره د غمرازۍ کمپاین کې په میلیونونو کسانو برخه اخیستې. د غزې تړانګې سویل ته رفح ښار کې د فلسطیني کډوالو پر یوه پنډغالي د اسراییلي پوځ برید د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

اسراییلي پوځ د یکشنبې په ماښام په رفح ښار کې د فلسطیني کډوالو پر پنډغالي برید وکړ، چې په ترڅ کې یې لسګونه ملکي وګړي ووژل شول.
د حماس د روغتیا وزارت ویلي، چې په دغه برید کې ۴۵ کسان وژل شوي او ۲۴۹ نور ټپیان شوي دي.

د اسراییل له دې برید وروسته د رفح ښار له اوسېدونکو سره د غمرازۍ په موخه په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین پیل شو، چې په دغه کمپاین کې د نړۍ له بېلابېلو برخو سیاستوالو، د مدني ټولنې غړو، د ښځو د حقونو فعالانو، خبریالانو، ورزشکارانو، هنرمندانو او یو شمېر نورو نامتو څېرو برخه اخیستې ده.
دغه کمپاین چې په انسټاګرام کې پیل شوی دی، تر اوسه ۴۰،۶ میلیونه کسانو پکې برخه اخیستې ده.
له افغانستانه د کرېکټ نامتو لوبغاړو محمد نبي، راشد خان، رحمان الله ګربز، نور احمد او مجيب د یادو بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې.
اخوا د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ، افغان لیکوالې شفیقې خپلواک، افغان سندرغاړې غزل سادات او دې ته ورته لسګونو نورو افغان خبریالانو او د ښځو د حقونو فعالان هم له دغه کمپاین سره یو ځای شوي دي.
دا کمپاین یوازې په څو محدودو هېوادونو پورې نه خلاصه کیږي، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خلک غواړي چې په غزه کې د اسراییل بریدونه ودریږي.
د بالیوډ ډېر شمېر نامتو فلمي ستورو هم په دې کمپاین کې ګډون کړی.
شیلپا شیټي، بې پاشا باسو، سوناکشي سینا، ملایکا ارورا، پریانکا چوپړا او د هند د سینما یو شمېر نورو فلمي ستورو هم د رفح ښار له اوسېدونکو سره غمرازي کړې ده.
له دې سره، اروپایي او عرب هېوادونو هم په رفح ښار کې د اسراییلو وروستي بریدونه غندلي دي.
د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل، د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون، د ناروې او اسپانیا په ګډون یو شمېر نورو اروپایي هېوادونو هم دا بریدونه غندلي او د درېدو غوښتنه یې کړې ده.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا له بنیامین نتنیاهو او د دې هېواد له نور چارواکي څخه د حساب د اخیستو ژمنه کړې ده.

ډېر لیدل شوي

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري
۱

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۲

په افغانستان کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۸ زره جنایي پېښې ثبت شوې دي

۳

افغانستان کې د تېلو لوړې بیې؛ خلک وایي طالبان د بیو په مهارولو کې پاتې راغلي

۴
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۵

ترکیې د ملکیت او پانګونې له لارې ۶۱۳۴ کسانو ته د تابعیت ورکولو پرېکړې لغوه کړې