• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي له یوناما سره د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د غړیتوب پر بیا فعالولو وغږېدل

۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۹ می ۲۰۲۴، ۱۵:۰۵ GMT+۱

د طالبانو صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د دوی وزير په افغانستان کې د یوناما له مشرې سره په ليدنه کې د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړيتوب پر بیا فعالولو خبرې وکړې. پر طالبانو د نړيوالو بنديزونو سره هم مهاله په دغه سازمان کې د افغانستان غړيتوب هم وځنډول شو.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت نن په خبرپاڼه کې د طالب وزير نورالدین عزيزي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازۍ یا یوناما د مشرې روزا اوتنباييوا د ليدنې خبر ورکړ.

وزارت په خپله اعلامیه کې ليکلي، چې دواړو لورو د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د افغانستان د غړيتوب پر بيا فعالولو، د صادراتو پر زياتوالي او د افغان صنعتکارو ښځو لپاره د اسانتياوو پر برابرولو خبرې کړي.

افغانستان د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر په ۱۷ نېټه د سوداګرۍ نړیوال سازمان «ډبليو ټي او» کط د ټولو شرایطو په پوره کولو سره په رسمي توګه د دغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړ.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسېدو پر دې ډلې د نړيوالو بنديزونو سره مهاله په دغه سازمان کې د افغانستان غړيتوب هم وځنډول شو.

۱۶۲ هيوادونه د دغه سازمان غړي دي.

ډېر لیدل شوي

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي
۱

د مسکو فارمټ اتمه غونډه؛ محمد صادق به د پاکستان د پلاوي مشري وکړي

۲

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۳

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۴

د روغتیا نړیوال سازمان: په نړۍ کې هره دقیقه څلور ښځې د سینې په سرطان اخته کېږي

۵

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده