• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د پاسپورټ عمومي رییس په ګډون یو شمیر چارواکي د کمیشنکارۍ او فساد په تور نیول شوي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۱ می ۲۰۲۴، ۱۹:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست یو مکتوب چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، په کې راغلي چې د دې ډلې د پاسپورټ عمومي رییس عبدالکریم حسیب په ګډون د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو یو شمیر چارواکي د کمیشنکارۍ او فساد په تور نیول شوي دي.

پر دغو کسانو تور دی چې بهرنیو وګړو ته یې د طالبانو د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو په مکتوبونو پاسپورټونه جوړ کړي دي.

په دغه مکتوب کې راغلي، چې د طالبانو د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو رسمي مکتوبونه د پاسپورټ عمومي ریاست ته لیږل شوي او په کې غوښتل شوي چې د طالبانو غړو سره دې همکاري وشي او د سهمې له مخې دې پاسپورټ ورکړل شي.

د مکتوب په لومړی برخه کې راغلي، چې د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست ددې ډلې د مشر ملا هبت الله دفتر او د استخباراتو عمومي کمېسیون سره په همغږۍ کې دغه کسان نیولي دي.

طالبانو په دغه مکتوب کې دا نه ده په ډاکه کړې، چې د پاسپورټ عمومي رییس عبدالکریم حسیب سره د طالبانو د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو کوم چارواکي نیول شوي دي او نه هم د هغوي شمېر او هویت په اړه څه ویل شوي دي.

د مکتوب په پای کې راغلي، چې نیول شوي کسانو په اړه د لازیاتو څېړونو په موخه د هغوی دوسیې کندهار کې د ملا هبت الله دفتر ته استول کیږي.

د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست د دغه مکتوب کاپيانې، د دې ډلې د استخباراتو عمومي کمېسیون، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته لېږل شوي چې د طالبانو د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق له خوا پرې لاسلیک شوی دی.

د طالبانو یو لوړپوړي چارواکي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال عبدالحق عمري ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو عمومي ریاست د موندونو پر بنسټ شاوخوا ۱۰ زره پاسپورټونه د ۲۰۰۰ امریکايي ډالرو په بدل کې وېشل شوي دي.

دغه طالب چارواکي چې د خپل نوم له اخیستو ډډه کړې، ویلي، چې د طالبانو مشرانو ته د ملګرو ملتونو یو پلاوي داسې شواهد وړاندې کړي چې دغه پاسپورټونه د القاعدې غړو باندې وېشل شوي دي.

د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست په مکتوب دا نه دي ویل شوي، چې طالب چارواکو دغه پاسپورټونه چا ته اخیستي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع تېره دوشنبې پر اېکس خپور کړي پیغام کې ویلي و، چې د دغې ډلې د پاسپورټ ادارې مشر مولوي عبدالکریم حسیب په کندهار کې نه دی توقیف شوی.‌

هغه ویلي و: "څه موده وړاندې، د ننګرهار په باریکاب کې د ځمکو په تړاو لاریونونه وشول، چې د همدې موضوع د وضاحت لپاره ښاغلی حسیب او د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارت یو شمېر مسوولین د مشرتابه مقام ته غوښتل شوي دي."

عبدالمتین قانع ټینګار کوي، چې د پاسپورټ ریاست چارې په عادي توګه روانې دي او هېڅ کومه ستونزه پکې نه شته دی.

خو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي؛ چې د طالبانو د پاسپورټ ریاست مشر د پنجشنبې - د غبرګولي درېمه - راهيسې د ملا هبت الله په امر نیول شوی او بندي دی.

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سمیع سادات: د طالبانو پر وړاندې جګړه کې بهرنیو سرتېرو ته اړتیا نه لرو

۳

پر انځورونو د بندیز سربېره؛ د ملاشیرین ملاتړي پر موټرسایکل د هغه د ګرځېدو ویډیوګانې اخلي

۴

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه

۵

پر کېیف د روسیې تازه بریدونه؛ رویټرز وایي د تېلو پر زېرمو بریدونو کې دوه کسان ووژل شول