'د لوږې پر وړاندې د مبارزې دفتر' بدخشان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو لپاره کلینیک جوړ کړ

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۴

په بدخشان کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د « لوږې پر وړاندې د مبارزې دفتر» په مرسته د دغه ولایت په شهر بزرګ ولسوالۍ کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته کلینیک جوړ شو.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس وایي، چې دغه کوچنی ۱۵ بستریز کلینیک به ۲۴ ساعته فعاله وي.
تر دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي و، چې په افغانستان کې درې مېلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.
دغه پروګرام زیاته کړې، چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته له هرو درېیو ماشومانو یوازې د یو ملاتړ کولای شي.
دغه پروګرام تېره میاشت ویلي و، چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ په کلینیکونو کې د تېر کال پرتله د ناروغانو په شمېر کې درې برابره زیاتوالی راغلی او دغه وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

نور خبرونه

رادیو