طالبان: په افغانستان کې کانګو تبه په تېرو دوو میاشتو کې ۳۸ سلنه ډېره شوې

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۴

د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند د لوی اختر په درشل کې وايي، په افغانستان کې کانګو تبه تېرو دوو میلادي میاشتو کې ۳۸ سلنه ډېره شوې ده.

شرافت زمان امرخېل زیاتوي چې تېر کال په افغانستان کې تر ۱۲۴۴ کسان په کانګو تبه اخته شوي او تر سلو ترې مړه شوي وو.

ښاغلي امرخېل د ایران له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې زیاته کړې چې روان میلادي کال کې په تېرو پنځو میاشتو کې ۲۰۳ کسان پر دې ناروغۍ اخته او پکې شپږ کسان مړه شوي دي.

نوموړی وايي، د ګرمي زیاتېدو او لوی اختر راتلو سره دا تبه زیاتېږي او همدا وجه ده چې تېرو دوو میاشتو کې ډېر خلک کانګو نیولي دي.

طالبان وايي له کانګو سره د مقابلې لپاره یې د کابل په ګډون مختلفو ولایتونو کې روغتیايي اسانتیاوې ډېرې کړې او د خلکو د پوهاوي لپاره سینمینارونه جوړوي.

نور خبرونه

رادیو