• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

څېړنیز راپور: په افغانستان کې د شوروي د جګړې پرتله په بخموت کې ډېر روسي پوځیان وژل شوي دي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۴۸ GMT+۱

د روسیې زونا ميډیا او بي‌بي‌سي په یوه څېړنیز راپور کې لیکلي، چې روسیې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د لس کلنې جګړې پرتله د اوکراین د بخموت په جګړه کې یې ډېر سرتېري وژل شوي دي.

د دغه رپوټ له مخې، تېر کال په باخموت کې د واګنر ډلې شاوخوا شل زره جنګیالي وژل شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې، د افغانستان په لس کلنه جګړه کې د پخواني شوروي ۱۴۴۵۳ سرتېري وژل شوي وو.
څېړنه ښيي، د باخموت په جګړه کې ۹۰ سلنه وژل شوي سرتېري هغه بندیان وو چې د بخښنې لپاره په ژمنو ګومارل شوي وو.
بي‌بي‌سي او د روسيې زونا مېډیا د واګنر د دې شمېرو تر لاسه کولو او شواهدو لپاره د پېژندګلوي په لیسټونو کې د کوډ نومونه او د جنګیالیو د مړینې نېټه کارولې.
د دغو شواهدو پر بنسټ اټکل کېږي، چې په دې موده کې لږ تر لږه ۴۸ زره بندیان د واګنر ډلې لپاره جنګېدلي دي.
د بخموت جګړه د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې د روسیې له هوايي بریدونو سره پیل شوه او د روان کال په اګست میاشت کې د روسیې له ځمکني پرمختګ او د دغه ښار په نیولو سره پای ته ورسېده.
دغو دوو رسنیو په خپل راپور کې لیکلي، چې د باخموت په جګړه کې د واګنر ډلې د "انساني څپې" تاکتیک کارولی و، چې په ترڅ کې یې پوځیان د مرګ ژوبلې په پام کې نیولو پرته د جګړې ډګر ته ولېږل شول.
دغه تاکتیک، په ښکاره ډول د واګنر د قوماندانانو له‌خوا کارول شوی وو او په پایله کې د ډېرو هغو کسانو د مړینې سبب شو چې د جګړې تجربه یې نه لرله.
په دې راپور کې د وړاندې شویو شمېرو له مخې، ۸۸ سلنه چې شمېر یې ۱۷۱۷۵ تنو ته رسېږي روسي پخواني بندیان وو، وژل شوي.
په داسې حال کې چې د واګنر ډلې د مشر یوګیني پرېګوژین په وینا، یوازې نیمایي یې بندیان وو.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۳

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته

۴

سرچینې: د مولوي هبت الله په امر د ځینو پخوانیو افغان چارواکو کورونه تخلیه کېږي

۵

پاکستان یو وار بیا پر کونړ او پکتیکا ولایتونو بریدونه کړي دي