ایراني چارواکي: په ایران کې له ۸۰ فیصده زیات کارګر ماشومان بهرني وګړي دي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۵

د تهران د پراختیا ادارې عمومي مشر وايي، د ایران په سړکونو کې له کارګرو ماشومانو ۸۲ فیصده یې "بهرني وګړي" دي.

دغه ایراني چارواکي ادعا وکړه: "هغه وګړي چې ایران ته راځي تر هر څه مخکې خپل ماشومان د سړک غاړې ته لیږي."

محمد نصیري نن د ایران اسلامي جمهوریت خبري اژانس ته وویل چې په ایران کې د بهرنیو وګړو د اکثرو ماشومانو د اوسېدو موده له دریو میاشتو کمه او یا زیاتره یې «غیر قانوني» دي.

ښاغلي نصیري وویل، چې په سړکونو کې ۱۸ سلنه پیژندل شوي کارګر ماشومان ایراني وګړي دي، چې هیڅ یو یې د اړمنو کورنیو څخه نه دی.

د تهران ولایت د پراختیا د ادارې مشر وویل: په لار کې له ماشوم سره مرسته کول د کارګرو ماشومانو د کورنیو لپاره ښه اقتصاد رامینځته کوي، خو ماشوم له خطرناک حالت سره مخ کوي.

دغه ایراني چارواکي ویلي، چې د دغه هېواد په ۲۶ ولایتونو کې ۲۶۰۰ ماشومان کارګر پیژندل شوي او تنظیم شوي دي.

محمد نصیري ټینګار وکړ، د استوګنې له اسنادو پرته کارګر ماشومان د بنسټونو له خوا پېژندل شوي او له کورنیو سره یوځای له هېواده وایستل شي.

نور خبرونه

رادیو