• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملالې بنسټ له افغان نجونو سره د زدکړو په برخه کې د ۱.۵ مېلیون ډالرو مرسته اعلان کړه

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۴ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۴ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۴۳ GMT+۱

د سولې په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ بنسټ نن په افغانستان کې د نجونو د تعلیم په برخه کې د ۱.۵ مېلیون ډالرو مرستې اعلان وکړ. د ملالې بنسټ دغه مرستې به هغو ۱۳ بنسټونو ته وسپارل شي، چې د افغان نجونو د زدکړو په برخه کې کار کوي.

د افغان نجونو سره د زده‌کړو په برخه کې دغه مرسته داسې مهال شوې، چې په افغانستان کې ۱۰۰۰ ورځې تېرې شوې چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو په زده‌کړو بندیز لګولی.
ملالې بنسټ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې دې د نجونو پر زده‌کړو د لګول شوي بندیز د لرې کولو په کار کې مرسته او همکاري وکړي.
د دغه بنسټ مشرې ملالې یوسفزۍ په خپلې اېکس پاڼه لیکلي دي: «مېلیونو‌نه افغانې نجونې او مېرمنې د جنسیتي توپیر تر چتر لاندې ژوند کوي. هغوی نه شي کولای ښوونځیو ته لاړې شي، کار وکړي او یا هم د ژوندانه په نورو برخو کې ونډه واخلي.»
د ملالې یوسفزۍ د بنسټ د نوښت د برخې مشره سحر حلیم‌زۍ وایي: «موږ ویاړو، چې له دغه شان نوښت څخه ملاتړ کوو. موږ د ډیجیټلي سیسټم په کارولو سره د دې ضمانت کوو، سره له دې چې د افغانو نجونو په زده‌کړو کې درې کاله ځنډ پېښ شوی، بیا هم هغوی خپلې زده‌کړې پر مخ بیایي.»
د ملالې بنسټ دغه مالي مرسته هغو څانګو ته سپارلې، چې د سپوږمکۍ او ان لاین له لارې ښوونیزې چارې پر مخ بیایي.
سره له دې چې د نجونو پر زده‌کړو د طالبانو له‌خوا لګول شوی بندیز د ګڼو نړۍوالو ادارو له‌خوا غندل شوی؛ خو بیا هم دغې ډلې د ۱۰۰۰ ورځو له تېرېدو وروسته په دې برخه کې خپل دریځ نه دی نرم کړی.

ډېر لیدل شوي

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي
۱

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۲

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۳

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۴
نصیراحمد فایق

افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې

۵

د اسلام‌اباد محکمې د افغان محصلینو د ویزو قضیه وتړله؛ وروستۍ پرېکړه به د پاکستان حکومت کوي