تاجکستان د پارلمان یو غړی د حکومت نسکورولو د پلان په تور ونیو

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۵

د تاجکستان خاور دولتي خبري اژانس خبر ورک وي، چې د دغه هېواد لوی څارنوال د پارلمان غړی او د ډیموکراټ ګوند پخوانی مشر سعید جعفر عثمان زاده سلب صلاحیت یا بې واکه کړی او نیولی دی.

د تاجکستان لوی څارنوال وايي، عثمان زاده غوښتل په زور واک ترلاسه کړي.

د تاجکستان د دولتي رسنیو د راپور له مخې، د پارلمان دغه غړي په جلاوطنۍ کې د ممنوع الخروج سازمان «تاجکستان ملي پیمان» له مرستیال شرف الدین ګادیف سره د «په زور د واک نیولو» لپاره خبرې کړې دي.

د تاجکستان د لوی څارنوال دفتر وايي، داسې شواهد یې ترلاسه کړي، چې ښيي سعید عثمان زاده په ۱۴۰۰ میلادي کال کې له شرف الدین ګادیف سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال په تاجکستان کې د واک د نیولو وړاندیز کړی و.

په همدې حال کې د تاجکستان حکومت وايي چې سعید جعفر عثمان زاده د تاجکستان دننه او بهر له ډېرو ډلو سره د خپل «جنایتکارانه پلان» لپاره تماسونه نیولي او ځینې یې د حکومت ضد فعالیتونو د تنظیمولو لپاره ګمارلي دي.

له بلې خوا د تاجکستان حکومت ادعا کړې، چې سعید عثمان زاده له یو شمېر نورو مخالفو څېرو سره په همغږۍ د دغه هېواد په ځینو برخو کې د سیاسي او ټولنیز ثبات د ګډوډولو او د پولیسو ودانۍ ته ننوتلو سره وسلې ترلاسه کړي او حکومت نسکور کړي.

د تاجکستان حکومت لا هم ادعا کوي، چې سعید عثمان زاده په تاجکستان کې د یوه بهرني هېواد له استازي څخه د حکومت د تخریبي پلان د عملي کولو لپاره لس میلیونه ډالره غوښتې وې.

نور خبرونه

رادیو