• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هېدر بار: ملګري ملتونه د طالبانو د خوشالولو لپاره د خپل راپور ورکوونکي خبرو ته غوږ نه نیسي

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۸ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۸ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۳۲ GMT+۱

د بشري حقونو څار سازمان د ښځو څانګې مرستیاله وايي، چې د ریچارډ بېنېټ په نوي راپور کې «د طالبانو له‌خوا د افغان مېرمنو د ځورولو او ربړولو په برخه کې د زیاتېدونکي زور زیاتي» په اړه هر څه څرګند او پر هغو توندې نېوکې هم شوې دي.

مېرمن بار وايي، ملګري ملتونه د طالبانو د همکاریو د ترلاسه کولو لپاره د خپل ځانګړي راپور ورکوونکي په راپور هم غوږ نه ګروي.
هېدر بار د دوشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه ولیکل، چې ملګرو ملتونو د دوحې په ناسته کې له اجنډا څخه د ښځو مسله اېستې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ به نن سه شنبه (د غبرګولي په ۲۹مه) په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د دغه سازمان د بشري حقونو شورا ته خپل وروستی راپور وړاندې کړي.
هېدر بار ویلي:« د خواشینۍ خبره دا ده، چې په ټوله کې ملګري ملتونه د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي خبرو ته غوږ نه نیسي.»
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیاله وایي، چې د ښاغلي بېنېټ په راپور کې نه یوازې دا چې په افغانستان کې د ښځو له حقونو د ښکاره سرغړونو بېلګې رانغاړل شوې؛ بلکې هېوادونو ته یې د داسې عملي ګامونو د اوچتولو وړاندیزونه هم کړي، چې د دغو سرغړونو په برخو کې طالبان ځواب ورکولو ته اړ باسي.
هېدر بار وایي، د طالبانو په واکمنۍ کې له بشري حقونو د دغسې پراخو سرغړونو سره، سره ملګري ملتونه غواړي هغوی ته د دوحې په درېیمه ناسته کې د بلنې تر څنګ نور امتیازونه هم ورکړي.
هغې وویل:« موږ ته مالومه شوې د هغو امتیازونو په اړه چې ملګرو ملتونو طالبانو ته په پام کې نېولي؛ نو طالبان به د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون کوي. په دغو امتیازونو کې د دوحې په ناسته کې د مېرمنو نه ګډون او له اجنډا څخه د ښځو او بشري حقونو د برخو اېستل شامل دي.»
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو راپور ورکوونکي ریچارډ ېنېټ (د غبرګولي په ۲۳مه) په خپل تازه راپور کې وویل، چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر د بشریت ضد جنایت په توګه د ښځو «د سرکوبولو او له ټولنې څخه د هغوی د حذفولو» په برخه کې ښه بېلګه ده، چې باید نړۍوال ورته پاملرنه وکړي.
هغه له دولتونو وغوښتل، چې جنسیتي اپارتاید دې د بشري جنایت په توګه په رسمیت وپېژني.
ښاغلي بېنېټ له نړۍوالو وغوښتل، چې له طالب واکمنانو سره د «اړیکو له عادي کولو او هغوی ته د مشروعیت ورکولو» څخه دې ډډه وکړي.
هغه ټینګار وکړ، چې د افغان مېرمنو پر ضد «پلان شوی ظلم» دې یو له هغو موضوعګانو څخه وي چې په ټولو نړۍوالو ناستو کې د افغانستان او طالبانو په اړه جوړېږي.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: په افغانستان او ۱۱ اسیايي هېوادونو کې د واورین پړانګانو ژوند ګواښل کېږي
۱

ملګري ملتونه: په افغانستان او ۱۱ اسیايي هېوادونو کې د واورین پړانګانو ژوند ګواښل کېږي

۲

د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو یو کال؛ سوداګري او کاروبارونه اغېزمن شوي

۳

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده

۴

څېړونکي: افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ سیمه کې د امریکا ستراتېژیکو پلانونو ته لوی خنډ دی

۵

د کنډي ادعا: له افغانستان څخه د بهرنیانو تر وتلو وروسته پاتې وسلې د ترهګرو لاسونو ته ورغلي