د طالبانو او ایران د بهرنيو چارو وزيرانو د غزې اړوند د دواړو هېوادنو «ګډ دریځ» وستایه

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۹

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت وايي، د دې ډلې د بهرنیو چارو وزير له ایراني سیال علي باقري کني سره په خبرو کې د غزې د ملاتړ اړوند «د افغانستان او ایران د ګډ دریځ» ستاینه کړې.

د ایران بهرنيو چارو وزير له نورو اسلامي هېوادونو هم غوښتي، چې د «غزې د مظلوميت» په اړه خپل ږغ پورته کړي.

په دې خبرو کې امیرخان متقي زیاته کړې، چې تفاهم د پرمختګ لاره ده او د دوی په اداره کې د نورو لاسوهنه د چا په ګټه نه ده.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت نن ويلي، چې دواړو لوريو په ټلیفوني خبرو کې د اقتصادي او سياسي اړيکو پر پياوړتيا هم خبرې او په دې برخه کې يې يو ځل بيا خپلې ژمنې تکرار کړې دی.

امیرخان متقي دا هم ویلي چې د دوی په واکمنېدو سره د افغانسان او ایران ترمنځ په اقتصاد او سیاسي اړیکو کې ښه پرمختګ شوی دی.

د طالبانو تر واکمنېدو مخکې هم د دې ډلې پلاوي ایران ته تلل او له واکمنېدو سره تهران د چین، روسیې او پاکستان په څېر یو هغه هېواد دی چې له طالبانو سره یې مختلفو برخو کې اړیکي پراخ شوي دي.

نور خبرونه

رادیو