• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‏د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام؛ وېسټ انډیز د ۱۰۴ منډو په توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۸ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۲۴ GMT+۱

په نړۍوال شل اوریز جام کرېکټ سیالیو کې وېسټ انډیز افغانستان ته د ۱۰۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه. دغه لوبه نن سهار د افغانستان پر وخت په پنځو بجو د ویسټ انډیز په کوربه‌توب پیل شوه، چې د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ویسټ انډیز د پنځو وېکټو په زیان سره وتوانېد، چې افغان لوبډلې ته د ۲۱۹ منډو هدف ورکړي.
په ویسټ انډیز لوبډله کې پورن تر ټولو ډېرې ۹۸ منډې وکړې، چې د عظمت الله عمرزي له‌خوا رن اوټ شو.
په دغه لوبه کې یوه وېکټه عظمت الله عمرزي، یوه نوین الحق او دوه وېکټې ګلبدین نایب اخیستې دي.
د لوبې دویمه پاڼۍ کې افغان لوبډلې په ۱۶م اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان ۱۱۴ منډې جوړې کړې او ونه توانېده، چې دغه ټاکل شوی هدف پوره کړي.
په دغه لوبه کې ابراهیم ځدراڼ ۳۸ تر ټولو ډېرې منډې وکړې.
تر دې وړاندې افغانستان خپله لومړۍ لوبه کې له یوګانډا څخه د ۱۲۵ منډو په توپیر وګټله.
افغانستان په دویمه لوبه کې نیوزیلنډ ته تاریخي ماتې ورکړه.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان ۱۵۹ منډې جوړې کړې وې او شپږ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې نیوزیلنډ یوازې وتوانېدو، چې ۷۵ منډې جوړې کړي او په ۱۵م اور کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.
افغانستان خپله درېیمه لوبه یې له پي اېن جي لوبډلې وګټله.
تر دې مهاله افغانستان په خپل ګروپ کې د شپږو امتیازونو په لرلو سره په نوملړ کې له وېسټ انډیز ښکته دویم ځای کې دی.
د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام سیالیو کې تر دې دمه د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي رحمان الله ګربز مخکښ توپ وهونکی او فضل الحق فاروقي مخکښ توپ اچوونکی دی.
تازه د کرېکټ نړۍوالې شورا په ډلبندۍ کې محمدنبي لومړی الراونډر شو.
افغانستان لا له وړاندې د غوره اتو لوبډلو پړاو ته لار موندلې ده.
د دغو سیالیو په دویم پړاو کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د هند پر وړاندې د جون میاشتې په ۲۰مه نېټه ترسره کړي.‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سمیع سادات: د طالبانو پر وړاندې جګړه کې بهرنیو سرتېرو ته اړتیا نه لرو

۳

پر انځورونو د بندیز سربېره؛ د ملاشیرین ملاتړي پر موټرسایکل د هغه د ګرځېدو ویډیوګانې اخلي

۴

پر کېیف د روسیې تازه بریدونه؛ رویټرز وایي د تېلو پر زېرمو بریدونو کې دوه کسان ووژل شول

۵

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه