د ایران په یوه روغتون کې د اور لمبو نهه تنه مړه کړي دي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۹

د ایران د ګیلان ولایت د روغتیا مشر ویلي، چې د سه شنبې ورځ د (غبرګولي ۲۹مه) سهار مهال د قایم رشت په روغتون کې د اورلګېدنې له امله نهه تنه مړه شوي دي.
ایراني چارواکو ویلي، لګېدلی اور یې مهار کړی او د دغه روغتون ټول ۱۴۲ ناروغان یې نورو روغتیایي مرکزونو ته لېږدولي دي.

د ایراني چارواکو په وینا د اور لګېدنې لامل نه دی معلوم خو دوی څېړنې کوي چې څرګنده کړي دغه اور څنګه لګېدلی دی.

نور خبرونه

رادیو