• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پولیس: د پنجاب په جهلم کې د ۱۱۲۲ ژغورنې ډلې د بیړنۍ څانګې مخکینی مشر وسله والو ترور کړی

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۸ جون ۲۰۲۴، ۰۸:۵۱ GMT+۱

پولیس وايي، د پاکستان پنجاب صوبې په جهلم کې د دغه هیواد د ۱۱۲۲ ژغورنې ډلې د بیړنۍ څانګې مخکینی مشر برید جنرال امیر حمزه د ناڅرګندو کسانو په ډزو وژل شوی. ويل کیږي، له ده سره په موټر کې ناسته د هغه مېرمن او لور یې ټپیانې شوې دي.

د پاکستان پنجاب پولیسو رسنیو ته نن سه شنبه د (غبرګولي ۲۹مه) ویلي چې د دغه هیواد د پنجاب صوبې په جهلم کې مخ پټو څلورو تنو موټر سایکل سپرو وسله والو د ۱۱۲۲ ژغورنې ډلې د بیړنۍ څانګې مخکینی مشر په ډزو وواژه او له هغه سره په موټر کې ناسته مېرمن او لور یې ټپیانې کړې.
پولیسو ويلي، وسله وال د برید له سیمې تښتېدلي او د پېښې ټپیانې د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوې دي.
د پنجاب پولیس وايي، د دغې پېښې انګېزه نه ده معلومه او په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي.
د برید مسوولیت لا کومې ډلې نه دی منلی.

ډېر لیدل شوي

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ
۱

د امریکا استازي افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر دوام ټینګار وکړ

۲

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۳

د شل کلنې جګړې پنځه کاله وروسته؛ د قربانیو او پایلو پوښتنه لا هم بې‌ځوابه

۴

محيي‌الدین مهدي: پښتانه باید د افغانستان له نورو قومونو بښنه وغواړي

۵

راپور: د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته ښځې او بې‌وزله کورنۍ له ناورین سره مخ دي