د پاکستان پخوانی سفیر: د پاکستان او طالبانو تر منځ اړیکې «له تصوره زیاتې» خرابې شوې دي

په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان وایي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د اسلام اباد اړیکې دومره خړې شوې چې باور یې نه شي کېدای.

په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان وایي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د اسلام اباد اړیکې دومره خړې شوې چې باور یې نه شي کېدای.
منصور احمد خان ویلي، چې له افغانستانه د ناټو او امریکايي ځواکونو تر وتو وروسته د پاکستان او افغانستان اړیکې تر بل هر وخت زیاتې خړې پړې شوې دي.
د پاکستان پخواني سفیر په هغه مقاله کې چې پرون دوشنبې (د غبرګولي په ۲۸مه۹ د عرب نیوز په خبري پاڼه خپره شوه لیکلي، پاکستان چې له کلونو راهیسې یې له طالبانو ملاتړ کړی، اوس یې د دغې ډلې سره اړیکې د دښمنۍ تر پولې رسېدلې. خو تر څنګ یې هغو هېوادونو چې په تېرو دوو لسیزو کې یې له طالبانو سره دښمني پاللې، اوس یې له دغې ډلې سره اړیکې پیاوړې شوې او د غوړېدو په حال کې هم دي.منصور احمد خان لیکلي:«تر ټولو مهم ټکی دا دی، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د پاکستان اړیکې د تصور خلاف ترینګلې شوې؛ خو بله غاړه هغه هېوادونه چې په تېرو دوه لسیزو کې یې د دغې ډلې سره مخالفت لاره د هغوی اړیکې ورسره پراخې شوې او د غوړېدا په حال کې دي.»دغه پاکستاني ډیپلوماټ د طالبانو وروستي سفرونه او د دوحې په درېیمه ناسته کې د دغې ډلې د برخې اخیستو په برخه کې له نړۍوالو سره د دغې ډلې د اړیکو عادي کېدل یاد کړي او لیکلي یې دي:«دا روښانه خبره ده، چې د افغانستان د طالبانو او نړۍوالو تر منځ د اړیکو د عادي کېدو چاره روانه ده.»هغه وايي، چې روسیه هم دا مهال له ترهکریزې ډلې د طالب مشرانو د نومونو په لرې کولو غور کوي.د دغه پخواني پاکستاني ډیپلوماټ په خبره، اسلام اباد باید د ترهګرۍ ضد یو جدي سیاسټ خپل کړي او په افغانستان کې هم له طالبانو سره پراخه تعامل ته لاره هواره کړي.د افغان طالبانو او پاکستان حکومت تر منځ، د تاوتریخوالي اصلي سرچینه په افغانستان کې د ټيټيپي د وسلهوالې ډلې فعالیتونه دي، چې پاکستانی لوری وایي دغه ډله له افغانستانه د دوی پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده وروستۍ وینا ښايي ګڼو افغانانو ته هېښوونکې وي؛ ځکه دا وینا د ده پر وړاندې د راتلونکو احتمالي ګواښونو یو طالبي اظهار دی او یوازې د طالبانو لپاره خبرداری و.
که څه هم د وینا الفاظ به عمومي وي؛ خو په حقیقت کې یې مخاطبین یوه ځانګړې حلقه طالبان دي، چې دی یې د خپلې واکمنۍ پر وړاندې احتمالي تهدید ګني.
د هغه تازه وینا د اختیاراتو پر سر د راپورته شوي کړکېچ یوه غوره بېلګه ده او دا بیانوي، چې د طالبانو تر منځ پر اختیاراتو او راتلونکي واک راپورته شوی کړکېچ څومره پېچلی او ژور دی.
له دغې وینا ښکاري، چې ملا هبت الله له بېروني ټکرونو سره نه بلکې له داخلي غښتلو ټکرونو سره مخ دی او اصلي مخاطبین یې د خپلې ډلې هغه چارواکي دي، چې له ده سره په چارو کې د نظر اختلاف لري.
هغه په غیرمستقیم ډول هڅه کړې؛ تر څو خپلو غړو ته ووايي، چې دوی د دې لپاره نه دي پېدا شوي، چې پېسې او قدرت پېدا کړي، دا په دې معنا چې د طالبانو په ډلې د چارواکو تر منځ د پېسو، امکاناتو او سیاسي قدرت د پېدا کېدو پر سر سیالي هم رامنځته شوې او دا چاره د ملا هبت الله او د هغه د نېږدې ملګرو راتلونکی ځواک ګواښي.
د طالبانو د مشر وینا د پخوانیو ویناو پر پرتله تر ډېره بدله او له داخلي کړکېچه سر ټکول وو، نه دا چې لکه د پخوا په څېر نړۍواله ټولنه وګواښي، د طالبي افراطي حدودو د تطبیق عزم تکرار کړي او د نړۍوال تعامل پر وړاندې بې تفاوتي وښيي؛ بلکې د طالبانو د ډلې په داخلي اختلافاتو تم کیږي، له ښکاره نیوکو د ډار یوه خفیفه څرګندونه کوي او د خپلې واکمنۍ پر وړاندې پراته خنډونه په داخلي حلقه کې تشریح کوي.
داخلي اختلافات:
که څه هم د طالبانو تر منځ له بل هر وخته داخلي اختلافات زیات شوي، د واک او ځواک پر سر ناندرۍ غښتلې شوي او د ده له فرمانونو نافرمانۍ هم مخ پر زیاتېدو دي، یو اساسي اړخ د قدرت د دوو قطبونو تر منځ د افغانستان پر داخلي او خارجي مسالو د یوه مشترک فکر د نه لرلو کړکېچ دی، چې د دواړو ډلو تر منځ یې د اختلاف ټکي غښتلي کړي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د بیا واک تر لاسه کېدو وروسته ملا هبت الله او د هغه پر محور راټوله د کندهار ډله هڅه کوي، چې د افغانستان د سیاسي او دیني قدرت محور کندهاري ډله وښيي او په کابل کې ناست طالب چارواکي یوازې د چارو سمبالوونکي او د دوی د پرېکړو عملي کوونکي واوسي.
کابل مېشتي طالب چارواکي او په ځانګړي ډول د حقاني ډلې اړوند طالبان د کندهار د ډلې د واک له انحصاره تنګ ښکاري او په ځلونه یې د کندهار له پرېکړو نافرمانۍ کړي، همدا لامل دی، چې ما هبت الله په خپله وینا کې وايي، چې مسوولین دې علماو ته دا جرئت ورکړي، چې پر دوی نیوکه وکړي او لار ورته وښيي.
د طالبانو د مشر موخه یوازې هغه دیني علما دي، چې په کندهار کې د ده پر محور راټول دي او دی ځان په افغانستان کې د دیني او سیاسي قیادت مطلق کل اختیاره مرجع ګني.
د وینا له یوې بلې برخې یې ښکاري، چې هغه د اختیاراتو روانه داخلي جګړه د ځان پر وړاندې هم یو بل تهدید ګڼي او وايي، چې حاکمان دې ځانونه نه لوړوي.
دا په دې معنا چې هغه حس کړې، چې په کابل کې مېشت سراج الدین حقاني په ملي او نړۍوال کچ د اړیکو د پراخولو په درشل کې دی.
عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني سفر او یو متفاوت پرټوکول د ملا هبت الله دا وېره لا پسې زیاتوي، چې ګواکې په ډله کې یې یوې بلې ډلګۍ د پراخېدو او له نړۍوالو سره د اړیکو د پېوند لار پېدا کړې ده.

د داخلي اختلافاتو یو بل ژور عامل سیمه ییز او قومي ډلوېشنه ده، چې دا مهال طالبان ورسره لاس او ګرېوان دي، کندهاري طالبان چې مشري یې ملاهبت الله کوي او د پکتیاوالو طالبانو مشري بیا سراج الدین حقاني کوي، د نورو سیمو طالبان بیا په همدغو دوو ډلو کې وېشل شوي دي.
دغه وېش ان په عامه محاورو او د طالبانو تر کوچنیو ډلو پورې عام دی او په اداراتو کې د چوکیو په وېش هم کندهاري او پکتیاوالي پالل کیږي.
د ملا هبت الله سپیناوی:
که څه هم د طالبانو مشر په نصیحت امیزه انداز د داخلي ارج و مرج او ډلبازۍ یادونه کړې ده؛ خو په ملايي نرم انداز یې د خپل قدرت مظاهره هم کړې او ویلي یې دي، چې دی نه غواړي د چا تر منځ اختلافات رامنځته کړي؛ ګني د ده لپاره خو اسانه ده، چې د ډلو تر منځ اختلافات رامنځته کړي او خپل حکومت وکړي.
دا سپیناوی په روښانه انداز د طالبانو په لیکو کې د ډلو د موجودیت دلیل او په خپله د ډلو منل دي او پر خپلو ملګرو غږ کوي، چې دوی دې سره یو ځای شي او که غواړي دی دې له منصبه لرې کړي.
د "منصب" کلیمه کارول او بیا د ډلو تر منځ د اتفاق غوښتنه دا روښانوي، چې نوموړی له یو ډېر ضعیف دریځ څخه د طالبانو په ډله کې ډلګیو ته دا روښانوي، چې د دوی مشري یو منصب ګڼي او که چېرې را یو ځای شي د ده د لرې کېدو صلاحیت لري.
په داسې حال کې چې نوموړی خپل ځان امیر ګڼي او تېر ته په کتو له منصبه د لرې کېدو خبره هغه مساله ده، چې ملا محمد عمر کله هم نه ده یاده کړې او دا د ملا هبت الله د یوه سست او ضعیف دریځ څرګندونه کوي.
په دغه وینا کې ملا هبت الله په ښکاره ډول خو په ملايي طالبي انداز ده ته د ورپېښو تهدیداتو او خپل قدرت سپیناوی کړی او طالبانو ته یې دا پیغام بیان کړی، چې له ده او د ده پر محور د راټولو ملایانو نافرماني د دوی ډله د کړکېچ پر خوا بېولی شي.

ایا حقاني د هبت الله ځای ناستی کېدی شي؟
د ملا منصور له وژنې وروسته د طالبانو په لیکو کې د مشرۍ پر سر د داخلي اختلاف تومنه پیاوړې شوې او واک ته له رسېدو وروسته د ملا هبت الله له خوا د قدرت د فرد محورۍ مساله بیا په لوړه کچه طالب چارواکو ته د بحث وړ موضوع ده.
حقاني ډله، ملا برادر، د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب او یو شمېر کوچنۍ حلقې له پخوا د طالبانو د مشرۍ دعوه داران دي؛ خو د قدرت له اړخه یوازینی ځواک چې د ملا هبت الله مشري چلینج کولی شي هغه د حقاني ډله ده.
څو مهم اړخونه دي، چې یو شمېر طالب مشران ملا هبت الله د دغې ډلې د مشرۍ اوږدمهاله حقدار نه ګڼي:
د ملا هبت الله مخینه:
د طالبانو په لومړۍ دورې کې ملا هبت الله د طالبانو د یوه قاضي په توګه دنده ترسره کړې او نوموړی په رهبرۍ کې د ځانګړي ځای څښتن نه و.
نه یوازې دا چې په رهبرۍ کې یې کوم ځانګړی قدرت نه لاره؛ بلکې د طالبانو د ډلې له بنسټ اېښودونکو څخه هم نه دی او د ملا بردار په ګډون سراج الدین حقاني چې د طالبانو د جنګي دستګاه اصلي لوبغاړی و، هغه د اوږدمهال لپاره د خپلې مشرۍ حقدار نه ګني.
د طالبانو مشر واک ته له رسېدو وروسته هڅه کړې، چې د نظامي ځواک له اړخه ځان پیاوړی او د خپلو راتلونکو احتمالي تهدیاتو لپاره نظامي ځواک جوړ کړي، چې دغې چارې سراج الدین حقاني ته اندېښنې پېدا کړي او د ملا هبت الله دا هڅه یې د هغه د واک د اوږدمهالي تداوم په معنا اخیستې ده.
مګر بیا هم د نظامي ځواک او جنګي دستګاه د غښتلتیا له مخې؛ سراج الدین حقاني له ملا هبت الله پیاوړی برېښي او د طالبانو مشر هغه یوازینی حریف ګڼي.
په استبدادي ډلو کې د لومړي شخص د بې واکه کېدا احتمال هره شېبه موجود وي؛ ځکه د واک د انتقال هېڅ تعریف شوې پروسه نه وي معلومه.
نېږدې ملګري یې هم ورسره تنګیږي او بالاخره پر دې فکر کوي، چې څه ډول واک تر لاسه کړي، چې سراج الدین حقاني اوس په همدغه مرحله کې قرار لري.
که واک تر لاسه نه کړي، بې واکه به شي.
منځلاري او له نړۍ سره تعامل:
د طالبانو لومړۍ درجه چارواکي اوس په دې پوهېدلي، چې له نړۍ سره د نه تعامل یوازینی خنډ ملا هبت الله او د هغه نېږدې ملګري، چې ملا هبت الله ورته د دیني عالمانو خطاب کوي دي.
سراج الدین حقاني له واک ته رسېدو سره سم کوښښ کړی، چې له نړۍ، سیمې او ګاونډ سره اړیکې پیاوړې او یو سیاسي کانال د دوه طرفه تعامل پر اساس رامنځته کړي، چې دغه چاره د طالبانو مشر په خپلې احتمالي اوږدمهالې واکدارۍ شکي کړی او خپل احتمالي بې واکه کېدل ورته د راتلونکې لوبې یوه غښتلې برخه ښکاري.
یو شمېر سرچینو تایید کړې، چې د طالبانو مشر سراج الدین حقاني ته ویلي وو، چې بهرني سفرونه دې نه کوي او که چېرې سفر کوي هم یوازې حج ته دې لاړ شي؛ خو د ملا هبت الله له منع کولو سربېره عرب اماراتو ته د سراج الدین حقاني تګ، پروټوکول، له بهرنیو چارواکو سره پټې او ښکاره غونډې د طالبانو د راتلونکې مشرۍ لپاره د حقاني هلې ځلې په ګوټه کوي، هغه تهدید چې ملا هبت الله وړاندې له وړاندې درک کړی دی.

د طالبانو مشر دا هم درک کړې ده، چې د حقاني غښتلی نظامي ځواک او د سیمې د هېوادونو لکه؛ روسیه، چین او ... سره مخ پر ودې بهرنۍ اړیکې ورته ستونزې پېښولی شي.
استبداد او بهرنۍ لاسوهنې:
استبدادي او نیابتي ډلې اکثره وخت د نړۍ د زبرځواکونو له خوا په کوچنیو ډلو وېشل کیږي، چې نښې یې د طالبانو په ډله کې له ورایه ښکاري.
تر هغه وخته چې د یوې ټاکلې مسالې په تړاو بهرني قدرتونه یو لاس وي، نیابتي ډلې هم یوه خوله او یو لاس وي؛ خو کله چې د همدغې مسالې په تړاو د بهرنیو قدرتونو اختلافات رامنځته کیږي، د ډلو تر منځ کوچنۍ ډلې هم په جنجال اوړي.
د افغانستان د مسالې، د طالبانو د موجودیت او نه موجودیت، د قدرت دوام او په افغانستان کې د نظام د ډول په اړه د نړۍ زبرځواکونه، د سیمې هېوادونه او استخباراتي ډلې په یوه خوله نه دي؛ نو پس همدا ده، چې د طالبانو په ډلې کې د کوچنیو ډلو اختلافات هم ورځ تر بلې پیاوړې کیږي.
پایله:
د طالبانو په ډله کې ملا هبت الله او سراج الدین حقاني د دوو هغو ملګرو – دښمنانو په څېر دي، چې پر یوه لاره روان هم دي او په هر حال کې له یو بل څخه د تهدید حس هم کوي.
د ملا هبت الله ډله مطلق افراطي او په یویشتمه پېړۍ کې بیا هم د زور له لارې پر خلکو د پرېکړو په تحمیل باوري ده؛ خو سراج الدین حقاني بیا یو څه نرمښت ښودلی.
د بهرنیو اړیکو، نظامي قدرت او سیمه ییزو وسله والو ډلو سره د اړیکو له مخې د سراج الدین حقاني ډله مخ پر ودې ده او که د ملا هبت الله د قدرت انحصار او فرد محوره ځواک همداسې دوام کوي، لومړنی سرخوږی یې سراج الدین حقاني دی.
کټ مټ سراج الدین حقاني ته هم دا کړکېچ تر مخه پروت دی؛ څومره چې د ملا هبت الله نظامي ځواک پیاوړی کیږي، په هماغه اندازه به دی او د ده ډله له صحنې وځي.
دا تقابل به طالبان په دوو ډلو ووېشي، یوه ډله مطلق افراطي طالبان دي، چې د ملا هبت الله تر څنګ به دریږي او دویمه ډله یې تعامل ته مایل طالبان دي، چې د سراج الدین حقاني ننګه به کوي او که دا کړکېچ اوږدیږي د ملا هبت الله د ګوښه کېدو احتمال زیاتولی شي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام په ګروپي پړاو کې خپله وروستۍ لوبه سبا سې شنبه له ویسټ انډیز سره تره سره کوي. دغه سيالۍ د افغانستان پر وخت د سهار پر پنځه بجې د ويسټ انډيز په کوربتوب تر سره کيږي.
افغانستان د دریو بریاو او شپږو نمرو په لرلو سره د جدول په سر کې دی، غواړي د نړیوال جام په دریم ګروپ کې خپل نه ماتیدونکي ریکارډ وساتي او مخکښ شي.
ویسټ انډیز د کرکټ په نړۍ کې یوه له پیاوړو لوبډلو څخه ده، چې دوه ځله یې د شل اوریزو نړیوال جام اتلولي ګټلې ده. دا لوبډله د میدان او لوبو په ټولو برخو کې پیاوړې ده، چې اوسمهال د شپږ نمرو په لرلو سره د ګروپي جدول دویم ځای لري.
افغانستان او ويسټ انډيز دواړه لوبډلې د سياليو ۸ غوره لوبډلو ته ځان رسولی دی.
په افغان لوبډله کې حضرت الله ځاځی د مجیب الرحمن پر ځای د لوبو اصلي ترکيب ته اضافه شوی.
افغانستان په دې سيالیو کې له تمې خلاف ښې لوبې کړي او د سياليو په لومړي ګروپي پړاو کې يې د راشد خان ارمان په مشرۍ خپلو ټولو سیالانو ته ماتې ورکړې.
په دې سيالیو کې د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان او نور ملي لوبغاړي ښه لوبېدلي دي.
دغه سيالۍ د راتلونکې پړاو لپاره د دواړو لوبډلو پر برخلیک اغېز نه کوي؛ خو د لوبډلې په لوړ مورال ساتلو کې اغېزمنه بلل کيږي.
د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ په نړيوال ۲۰ اوره جام سیاليو کې په اته غوره پړاوو کې افغانستان له پياوړو لوبډلو سره مخ دی، چې د هند په څېر له قوي لوبډلو سره به سيالۍ تر سره کوي.
که څه هم د ویسټ انډیز لوبډله پیاوړې ده؛ خو افغان لوبډلې هم پوره چمتووالی ښودلی دی.
محمد نبي د افغانستان په لوبډله کې د شل اوریزو او ۵۰ اوریزو سیالیو یو له غوره الراونډرانو څخه دی.
راشد خان د کرکټ په نړۍ کې یو له نامتو څهرو بلل کیږي.
افغان تېز توپ اچونکی فضل الحق فاروقي په دولسو ویکټو سره د یاد نړیوال جام د غوره توپ اچوونکو او رحمان الله ګربز هم د نړیوال جام د غوره توپ وهونکو په سر کې ځای لري.
د دغو لوبغاړو تر څنګ د افغانستان نور ستوري هم د ویسټ انډیز پر وړاندې د ښې لوبې د ترسره کولو لپاره لازمه تجربه لري.
افغان لوبډلمشر راشد خان تر اوسه د ویسټ انډیز پر وړاندې په اتو لوبو کې نهه ویکټې اخیستي دي.
د «ډارين سامي» نړیوال لوبغالی، چې د سبا سيالۍ ځای دی، د نورو لوبغالو په پرتله د توپ اچونې لپاره ډیر مناسب دی.
په دې لوبغالي کې هرې لوبډلې، چې پچه ګټلې هڅه کوي لومړی توپ وهنه وکړي؛ خو مختلفې پایلې یې لرلې.
په دې لوبغالي کې تر دې وړاندې هم هغه لوبډلو چې لومړی یې توپ وهنه کړې شپږ ځلې او هغه لوبډلې چې توپ اچونه یې کړې هم شپږ ځلې بریا خپله کړې ده.
د افغانستان په لوبډله کې تمه کیږي رحمان الله ګربز د نورو لوبغاړو په پرتله، ښه وځليږي.

د جرمني یوې مرستندویه ادارې د دوشنبې په ورځ وویل، چې د مدیترانې په سمندر کې د کډوالو د دوو کښتیو د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۱۰ کډوال مړه شوي او شاوخوا ۶۰ تنه نادرکه دي. د راپورونو له مخې په ورکو شویو کسانو کې ډېری افغانان او ایرانیان شامل دي.
ايټالوي رسنيو د دوشنبې په ورځ (غبرګولي ۲۸مه) خبر ورکړی چې د کلابريا په سواحلو کې د يوې کښتۍ د ډوبېدو له امله شاوخوا ۶۰ تنه کډوال ورک شوي دي.
د جرمني یوې مرستندویه ډلې (ResQship) ویلي دي، چې لامپدوزا ته نژدې یې د لسو کډوالو جسدونه موندلي دي.
په هغه پیغام کې چې د دې مرستندویه ډلې له خوا پر اېکس ټولنیزې شبکې خپره شوې، ویل شوي: "په ټوله کې ۶۱ کسان د لرګي کښتۍ کې سپاره وو، ژغورونکي وتوانېدل چې ۵۱ کسان وژغوري، چې دوه یې بې هوښه دي."
دغې ادارې د ژغورنې د عملیاتو د ځای او وخت په اړه جزیات نه دي ورکړي، خو د څارنې ادارې ویلي، چې دا عملیات د دوشنبې په ورځ د تونس په شمال کې د سفکس په بندر کې تشوي دي.
له بلې خوا، د ایټالیا ساحل ساتونکي ویلي: "له تیرې شپې راهیسې، موږ د هغو کسانو په لټه کې یو، چې ممکن د یوې کښتۍ د ډوبېدو وروسته ورک شوي وي."
د دغه هېواد ساحلي ساتونکي وايي، چې تېره شپه د ايټاليا له سواحلو څخه د مرستې غوښتنه شوې، چې د ژغورنې عمليات يې پيل کړي دي.
ویل کیږي چې په دې کښتۍ کې هغه کډوال سپاره وو، چې له ترکیې څخه ایټالیا ته روان وو.
د ایټالیا ساحلي ګارد ویلي دي، چې په پېښه کې د موندل شوو ۱۲ تنو کډوالو نه یو تن مړ شوی دی.
سیمه ییزو رسنیو په دې پېښه کې د نادرکه شویو کسانو شمېر ۶۴ ښودلی او د راپورونو له مخې ورک شوي کسان د افغانستان او ایران وګړي وو.
ملګري ملتونه وايي، چې په تېره یوه لسیزه کې تر ۲۰ زره ډېر کډوال د مرکزي مدېترانې سمندرګي کې مړه شوي او یا لادرکه دي.

د طالبانو رییس الوزرا په ارګ کې د لوی اختر له لمانځه مخکې په یوه وینا کې د دغې ډلې له مخالفانو وغوښتل، چې له دوی سره له مخالفته لاس واخلي. ملا حسن اخند له سیاستوالو وغوښتل چې د "عمومي بخښنې" نه په کاخ اخیستو سره "له خپلو وروڼو" سره یو ځای شي او په سولیزی توګه ژوند وکړي.
د طالبانو د ارګ پر ایکس ټولنیزې شبکې خپور کړي پیغام کې ویلي، چې د اختر د لمانځه مراسم په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا ملا حسن اخند او د دغې ډلې د نورو چارواکو په شتون کې ترسه شوي.
په دغه پیغام کې ویل شوي، چې ملا حسن اخند په خپلې وینا کې له طالب چارواکو او جنګیالیو غوښتي، چې له خلکو سره د "درناوي او ادب" په اساس چلند وکړي.
ملا حسن اخند د هېواد له سوداګرو غوښتي، چې د اختر پر مهال له اړمنو کورنيو سره مرسته وکړي.
سره له دې چې ملا حسن خپلو مخالفینو ته د "عمومي بښنې" نه د ګټې اخیستو بلنه ورکوي، خو د نړۍوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، طالبانو د واک تر نیولو وروسته خپلې ډیرې ژمنې نه دي پلي کړي او د عمومي بښنې له اعلان سربیره یې خپل مخالفین په ځانګړې توګه د افغان حکومت پخواني کارکوونکي په لویه کچه په نښه کړي دي.
په همدې حال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا حاکمیدو نږدې درې کاله کیږي، خو دغه ډله لا هم کورنی مشروعیت نلري، ځکه چې کومې ټاکنې یې نه دي ترسره کړي او نړۍوالو لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. طالبانو، پر ښځو یې د پراخو بندیزونو په لګولو سره هغوی د ټولنې له بېلابېلو برخو څخه لرې کړي دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) په افغانستان کې د اقلیمي بحران د لا خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. دغه سازمان وايي؛ په افغانستان کې د اقلیم د خرابوالي له امله مېندې او پلرونه دې ته اړ کیږي، چې خپلې لوڼې په کم عمر واده کړي.
د خوړو نړۍوال پروګرام پر اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره د علاءالدین کیسه بیان کړې؛ هغه سړي چې د خپلو ماشومانو لپاره د ډوډۍ برابرولو لپاره خپله پنځه کلن لور واده کړه.
په ملګرو ملتونو پورې تړلی دغه سازمان لیکلي: «په افغانستان کې د اقليمي بحران خرابېدل کله ناکله والدینو ته د خپلو ماشومانو د ژغورلو لپاره بله لاره نه پرېږدي، پرته له دې چې خپلې کم عمره لوڼې واده کړي.»
نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې له ډېرې مودې راهیسې د ماشومانو ودونه معمول دي؛ خو د طالبانو له واکمنۍ او د اقتصاد او بانکي سیستم له سقوط سره په افغانو کورنیو کې د کم عمره ماشومانو د واده کولو ستونزه ډېره شوې ده.
تر دې وړاندې هم شنونکو په افغانستان کې د اقتصادي رکود له امله د کم عمره ماشومانو د ودونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
واشنګټن پوسټ د روان کال په جنورۍ میاشت کې راپور ورکړ، چې په افغانستان کې بې وزله کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خپلو ښځینه ماشومانو پلورلو ته اړې دي.
د دې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د بې وزلۍ له امله ۱۱۸ ماشومان د ۸ او ۱۰ کلونو ترمنځ د ناوې په توګه پلورل شوي او ۱۱۶ نور ماشومان د پېرودونکو په تمه دي.
