• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اېمل ولي خان: د ملاکنډ د نیولو لپاره په نورستان ولايت کې يو لوى ځواک چمتو شوى دی

۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۰۸ GMT+۱

د عوامي نېشنل ګوند د خیبرپښتونخوا صوبایي مشراېمل ولي خان ويلي، چې ټي‌ټي‌پي يو ځلې بيا د ټول ملاکنډ سيمې د کنټرول ترلاسه کولو لپاره چمتوالی نیسي. هغه ویلي، د ملاکنډ د نيولو لپاره د افغانستان په نورستان ولايت کې يو لوى ځواک چمتو شوى دى.

پاکستانۍ رسنۍ اېکسپرېس ټرېبیون د نوموي له خولې لیکلي، چې دا مهال د خيبر پښتونخوا سوېلي برخه په بشپړه توګه د ټي‌ټي‌پي په لاس کې ده او ډېر ژر به يې تر ولکې لاندې راولي.
نوموړي د چارسدې په ولي باغ سیمه کې رسنیو سره د خبرو پرمهال ویلي، چې ګوند یې له لومړۍ ورځې څخه د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي.
د هغه په وینا، په حکومت کې شته کسان باید د غږ پورته کولو پر ځای عملي ګامونه اوچت کړي.
هغه همدارنګه ویلي، که وزيراعلی علي امين ګنډاپور په ریښتیني توګه د پښتنو د حقونو لپاره غږ پورته کړي؛ نو د دوی ګوند به يې ملاتړ وکړي.
نوموړي ادعا کړې، چې څلوېښت زره ترهګر له افغانستانه پاکستان ته راستانه شوي دي.
هغه ویلي، عمران خان، پخوانی وزیر اعلی محمود خان او مدافع وکیل سیف پاکستان ته د ترهګرو په راوستلو کې لاس لري.
خو د اېمل ولي خان د دغو ادعاوو په تړاو تراوسه پاکستاني حکومت او افغان طالبانو څه نه دي ویلي.

ډېر لیدل شوي

له سپوږمکۍ د واخان تصویرونه؛ تر تړلې پولې غځېدلی سړک
۱
ځانګړی

له سپوږمکۍ د واخان تصویرونه؛ تر تړلې پولې غځېدلی سړک

۲

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندښت له امله زرګونه کسان بې‌کاره شوي

۳

الجزیره خبري شبکه: مسکو د طالبانو او پاکستان تر منځ د منځګړیتوب هڅې کوي

۴

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۶ کال کې ۴۲۶ میلیونه ښځې او نجونې په خورا بېوزلۍ کې ژوند کوي

۵

ډيپلوماټ مجله: د طالبانو فکري تګلاره کې هېڅ بدلون نه‌دی راغلی