• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

میا افتخار حسین: بهر ته د ګېله من پر تګ بندیز و، خو قاتل ته یې بهر ته د تک اجازه ورکړل شوه

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۳ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۰۵ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند د پښتونخوا صوبايي مشر د ګیله من وزیر په جنازه کې د وینا پرمهال وویل چې ګیله من وزیر بهر ته پر تګ بندیز و خو قاتل ته یې اجازه ورکړل شوه چې بهر ته سفر وکړي. میا افتخار حسین پاکستان ته په اشارې سره وویل داسې ملک دی «چې سپي یې خوشي کړی او ګاڼې یې تړلي دي»

د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر د پوښتنې په توګه وویل: «ایا مونږ یوازې په شهادتونو راټولیږو او که له دې بغیر هم مونږ ته د راټولېدو اړتیا شته. »

د راپورونو پر بنسټ د ګیله من وزیر د مرګوني ټپي کېدو وروسته پښتون ژغورنې غورځنګ او یو شمیر بهر میاشتي افغانانو هڅه وکړه، چې ګیله من وزیر د درملنې لپاره جرمني یا هم لندن ته انتقال کړي؛ خو داسې اندېښنې مطرح شوې چې د ګېله من وزیر پېژند پاڼه او پاسپورټ د پاکستاني استخباراتو له لخوا بلاک شوي دي او بهر ته د تګ اجازه نه لري.

په ورته وخت کې میا افتخار حسین نیوکه کوي، «ګیله من وزیر بهر ته د درملنې لپاره نشو تلی، ځکه چې بهر ته د تګ اجازه نه وه خو قاتل یې په نره لاړو په هیڅ کوم لېست کې یې نوم نه و.»

دی زیاتوي که د ګیله من وزیر پېښه سیمه ییزه وي نو بیا قاتل ته د سفر کولو اجازه د چا په لاس کې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې د غړي او شاعر ګیله من وزیر جنازه تېره ورځ د شمالي وزیرستان په اسدخېل کلي کې ادا او هلته خاورو ته وسپارل شوه.

ګیله من وزیر تېره یکشنبه په اسلام اباد کې ټپي او وړمه ورځ یې د سختو ټپونو له امله په پیمز روغتون کې سا ور کړه.

د نوموړي جنازه دوه ورځې وړاندې له اسلام اباد څخه خپل پلرني ټاټوبي ته ولېږدول شوه او نن پکې پر وزیرستان او ور څېرمه سیمو سربېره د پېښور او د پښتونخوا د ځینې نورو سیمو خلکو هم ګډون کړی و.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۳

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

د بښنې نړۍوال سازمان: څه باندې ۳۵۰ زره کسانو له طالبانو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۲ جولای ۲۰۲۴، ۲۲:۱۴ GMT+۱
د بښنې نړۍوال سازمان: څه باندې ۳۵۰ زره کسانو له طالبانو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي
100%

د بښنې نړۍوال سازمان وايي، چې د افغانستان له خلکو سره د نړۍوال پیوستون په یوه پیاوړې ننداره کې د نړۍ له ۳۵۰زرو ډېرو کسانو پر طالبانو غږ کړی چې بشري حقونو ته درناوی وکړي. دغه سازمان د طالبانو د حساب ورکولو او په افغانستان کې د عدالت د تامین لپاره د هڅو د دوام غوښتنه وکړه.

د بخښنې نړۍوال سازمان پر اېکس خواله رسنۍ د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۲مه) خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د نړۍ له هر ګوټ څخه ۳۵۴ زره او ۸۴۷ کسانو د یوې عریضې په لاسلیک کولو له طالبانو یې غوښتي چې په افغانستان کې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

دغه سازمان لیکلي: «په افغانستان کې د بشري حقونو د ناوړه وضعیت له دوام سره، موږ باید په په دغه هیواد کې د حساب ورکونې او عدالت لپاره خپلې ګډې غوښتنې ته دوام ورکړو."

د بشري حقونو سازمانونه وايي، چې طالبانو په افغانستان کې ښځې له خپلو حقونو له محرومولو سره په دغه هیواد کې جنسیتي توپیر رامنځته کړی دی.

په داسې حال کې، چې طالبان د ښځو په اړه خپله تګلاره د افغانستان داخلي مساله ګڼي. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د سلګونو زرو کسانو لاسلیکونه راټولیږي چې طالبان دې اړباسي چې بشري حقونو او د افغان ولس او په ځانګړې توګه د ښځو اساسي حقونو ته درناوی وکړي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر، یوناما، هم په یو مفصل راپور کې لیکلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د بشري حقونو په نقضولو او د افغانانو په ځانګړې توګه له ښځو سره په چلند کې د محدودیتونو په لګولو کې پراخ رول لري.

د عمران خان ګوند د پاکستان په پارلمان کې ځانګړې څوکۍ ترلاسه کړې

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۷:۳۳ GMT+۱
د عمران خان ګوند د پاکستان په پارلمان کې ځانګړې څوکۍ ترلاسه کړې
100%

د پاکستان سترې محکمې د جمعې په ورځ حکم وکړ چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان ګوند په پارلمان کې د شلو اضافي مخصوصو څوکو وړ دی، هغه څه چې د دغه هیواد په کمزوري ایتلافي حکومت یې فشار زیات کړی دی. په دې توګه د عمران خان ګوڼد په پرالمان له ټولو نورو ګوندونو ډیرې څوکۍ لري.

د خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند کاندیدانو د فبرورۍ د اتمې په ټاکنو کې د ازادو کاندیدانو په توګه سیالي وکړه او د ټاکنو غالب شول. دا کار وروسته له هغه وشو، چې محکمې په ټاکنو کې د تحریک انصاف د برخه اخیستو مخه ونیوله. دغه ګوند تر نورو هغو ډیری څوکۍ وګټلې خو د ټاکنو کمیسیون وویل، چې خپلواک کاندیدان ۷۰ ځانګړي څوکیو د ترلاسه کولو لپاره په شرایطو برابر نه دي، ځکه چې دغه ځانکړې څوکۍ د سیاسي ګوندونو لپاره دي.

د ټاکنو کمیسیون پریکړه وکړه چې ځانګړې څوکۍ دې د نورو ګوندونو تر منځ وویشل شي، چې ډیر یې په واکمن ایتلاف کې شامل دي.

مشر قاضي فائز عیسی د حکم لوستلو په وخت کې وویل: "د یو سیاسي ګوند په توګه، د تحریک انصاف ګوند د خپلو ځانګړ څوکیو د ترلاسه کولو حق لري." دغه پریکه د اتو قاضیانو له خوا تایید شوې، خو پنځو قاضیانو ورسره مخالفت کړی دی.

د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ د پریکړې نه وروسته خبریالانو ته وویل، چې د ۲۳ مخصوص څوکیو ورکول د لومړي وزیر شهباز شریف ایتلافي حکومت په پارلماني اکثریت اغیزه نه کوي.

واکمن ائتلاف لا هم د ولسي جرګې د ۳۳۶ غړو له ډلې څه باندې ۲۰۰څوکۍ په واک کې لري. د خان د ګوند څوکې تر پرېکړې مخکې ۸۴ وې، او تمه کېږي چې تر ۱۰۰ډېرې شي.

د پاکستان د ټاکنو د قوانینو له مخې، ګوندونو ته د هغو څوکیو د شمېر په تناسب چې ګټلې یې دي، ۷۰ مخصوصې څوکۍ هم ورکول کیږي- ۶۰ د ښځو او ۱۰ د غیرمسلمانو لپاره ځانګړې شوې دي. دا د پارلمان ټول ټال ۳۳۶څوکۍ پوره کوي.

ژغورونډلې: اسراییلي ځواکونو د حماس په مقاومت پسې د غزې له ځینې برخو شاتګ کړی

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۶:۰۱ GMT+۱
ژغورونډلې:  اسراییلي ځواکونو د حماس په مقاومت پسې د غزې له ځینې برخو شاتګ کړی
100%

ژغورونکو ډلو ویلي، چې له سختو او اونیو اوږدو عملیاتو وروسته اسراییلي ځواکونه د حماس له مقاومت سره مخامخ شوي او د غزې د ښار له ځینو برخو یې شاتګ کړی دی. د اسراییل په دغو عملیاتو کې، د غزې ښار په بیلابیلو سیمو کې لسګونه کسان وژل شوي او کورونه او سړکونه ویجاړ شوي دي.

اسراییل، د حماس د اورپکو د له منځه وړلو لپاره له ۱۰ میاشتو راهیسې پر غزې پراخ بریدونه پیل کړي او دغه سیمه یې نږدې ټوله ورانه کړې ده.

دغه بریدونه وروسته له هغه پیل شول چې حماس د تیر کال د اکټوبر په اوومه پر اسراییل برید وکړ چې د تلابیب په خبره، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۰ نور یرغمل شول.

د امریکا په ملاتړ منځګړي د سولې د خبرو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې روانې دي، خو لا کوم ځای ته نه دي رسیدلې.

د غزې د ملکي بیړنیو خدماتو ټیمونو ویلي، چې تیره اونۍ یې د غزې ښار د تل الحوا او صبرا د ګاونډ له څنډو شاوخوا د ۶۰ فلسطینیانو مړي را ټول کړي چې د اسراییلي ځواکونو له خوا وژل شوي وو.

د سیمې اوسیدونکو او ژغورنډلو ویلي، د اسراییل ټانکونه له ځیې سیمو وتلي، خو لاهم اسراییلي سنایپر او ټانکونه په ځینې حاکمو سیمو کې میشت دي او ځايي خلکو ته یې خبرداری ورکړي چې دغو سیمو ته راستانه نه شي.

د غزې تړانګې د ملکي دفاع ویاند محمود بسال د جمعې په ورځ وویل: "په کوڅو کې جسدونه پراته دي، ټوټې شوي جسدونه، د ټولې کورنۍ جسدونه دي، د یوې کورنۍ په کور کې داسې جسدونه هم شته چې ټول سوځول شوي."

د اسراییل پوځ ویلي، چې په غزه ښار کې د ملګرو ملتونوپخواني مرکز ته ننوتي چې اوس د حماس له خوا د پوځي اډې په توګه کارېږي او دغلته یې ډرون الوتکې او نورې وسلې موندلې او له برید دمخه یې له سیمې ملکي وګړي ایستلي دي.

د اسراییل پوځ ویلي: "عسکر د تروریستي مرکزونو سره نږدې په جګړه کې ښکیل وو چې د ملګرو ملتونو پخواني دفتر انګړ ته ننوتل او هلته یې د حماس یو تونل او د پوهنتون تر ودانۍ لاندې د وسلو د تولید مرکز وموند.”

ټیلګراف: چین په تاجکستان کې یوه پټه پوځي اډه جوړوي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۳۳ GMT+۱
ټیلګراف: چین په تاجکستان کې یوه پټه پوځي اډه جوړوي
100%

ټیلګراف په یوه راپور کې لیکلي چې د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې چین په تاجکستان کې یوه پټه پوځي اډه جوړوي. د دغه رپوټ له مخې چین غواړي د دغې اډې له لارې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له افغانستان څخه ګواښونه کنټرول کړي.

د ټلګراف د راپور له مخې چې د جنګاښ په ۲۰مه د چهارشنبې په ورځ خپور شو، چین له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د نړۍ په یوه لرې پرته سېمه کې پوځي اډه جوړوي.

چین په ۲۰۱۶ کال کې له تاجکستان سره امنیتي تړون لاسلیک کړ.

ټیلګراف څرګنده کړه، چې دا تاسیسات د دواړو هېوادونو څارونکي برجونه او ځواکونه لري.

د راپور له مخې، چين او تاجکستان اوس منظم ګډ پوځي تمرينونه کوي، چې د چين په دولتي رسنيو کې ښودل شوي دي.

د تاجکستان او چین چارواکو تر اوسه په رسمي توګه د دغې اډې موجودیت نه دی تایید کړی.

ټیلګراف لیکي، چې د سپوږمکۍ عکسونه د دې اډې د جوړولو او هغې ته غځیدلو سړکونو کې ثابت سرعت ښیي.

افغانستان د واخان په سیمه کې له چین سره او په شمال کې له تاجکستان سره ګډه پوله لري. تاجکستان په وار وار په سیمه ییزو غونډو کې د افغانستان په شاوخوا کې د "امنیتي کمربند" د جوړولو غوښتنه کړې ده.

چین او طالبانو په تیرو دریو کلونو کې د امنیتي مسایلو په اړه خبرې اترې کړي دي.

ټیلګراف لیکي، چین په دې لټه کې دی چې په خپلو ټولو پولو کې خپل پوځي نفوذ پراخ کړي.

د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د وضعیت له خرابېدو وروسته چین په امنیتي برخه کې د تاجکستان د حکومت له اندېښنو څخه کار اخلي.

د ګیله من وزیر پر مړینه د طالبانو پر غبرګون نه ښودلو نیوکې

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۱۲ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۲۱ GMT+۱
 د ګیله من وزیر پر مړینه د طالبانو پر غبرګون نه ښودلو نیوکې
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي او شاعر ګیلمن وزیر پر مړینه د طالبانو چوپتیا د سیاستوالو او ولس له نیوکو سره مخ ده. د پخوانیو ولسمشرانو په ګډون ګڼو افغان مشرانو او سیاستوالو د ښاغلي وزیر مړینه غندلې، خو طالبان پر غبرګون نه ښودلو سربېره د هغه د غیابي جنازې اجازه نه ور کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا غړی، شاعر او د لوی افغانستان ارمانجن ګیله من وزیر تېره یکشنبه په اسلام اباد کې د ازاد خان دواړ په مشرۍ د لسو تر دوولسو کسانو له خوا سخت ووهل شو.

نوموړی وړوه ورځ د اسلام اباد په پېمز روغتون کې مړ او نن یې وزیرستان کې جنازه وشوه.

ګیله من وزیر د پاکستان پر پوځ د سختو نیوکو او له افغانستان سره د مینې او د افغان ملي بیرغ د ګرځولو او له هغه د جوړو جامو د اغوستلو له امله افغانانو کې ډېر محبوبیت لري.

که څه هم د نوموړي ټپي کېدلو او بیا مړینه باندې په افغانستان، پاکستان او نړۍ کې افغانان خواشیني دي، خو تر اوسه طالب چارواکو په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو پر دې چوپتیا نیوکې کېږي او ان د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته ګوته نیول کېږي چې روسیه کې یې پر یو کنسرټ برید وغانده، خو د پښتنو د حقونو د مبارز او شاعر پر مړینه چوپ دی.

یو فیسبوک کارن توریالی ځاځی د طالبانو د دې چوپتیا په غبرګون کې لیکي: «د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې په تروربستې برید کې د یو شمیروژل شویو افرادو په هکله خپله غم شریکې اعلان کړه چې تاسې ورته کافر وائی مګر طالبه ګیله من وزیر خو ستاسو دکلیمې ورور وو ولې ؟ »

بل فیسبوک کارن حاجي کوچی هم د طالبانو دغه سیاست ته په اشاره لیکي: «دا خبره اول نه ما تاته ثابته وه، سې د طالبانو بنسټ پاکستان او امریکا ایښی ده.تر اوسه یو طالب مشر، د ګیله من وزیر په هکله پوسټ او غمشریکي نه ده ښودلې ده، که چیرته خو وویل: په هغه ورځ به یې، دهغه مشر کیسه ور ختمه کړي وي.»

نیوکګر په دې باور دي چې طالبان د پاکستان د سیاست خلاف کوم غبرګون نه شي ښودلی او د مثال په ډول د چمن پرلت یادوي چې تر لسو میاشتو یې د اعتراض وخت کېږي، خو تر اوسه طالبانو هیڅ عکس العمل ورته ونه ښود.

له غیابي جنازې سره مخالفت

خواله رسنیو کې د کابل، خوست او کونړ په ګډون مختلفو ولایتونو کې د ګیله من وزیر د غیابي جنازې په هکله هم کمپاین پیل شوی، خو ویل کېږي طالبانو دې جنازې ته هم اجازه نه ده ور کړې.

د خواله رسنیو یو کارن بابک نقیب الله وايي: «یو وخت همدا ملایانو د ضیاالحق د غیبانه جنازې لپاره نارې وهلې، خو اوس د ګیله من شهید جنازه حرامه ده.»

په عام افغان ولس کې د پاکستان پخوانی پوځي مشر ضیاالحق د افغانستان د روانې غمیزې یو لوی لامل بلل کېږي.

په کابل کې د ګیله من وزیر د غیابي جنازې لپاره پر نورو سربېره افغان فرهنګیال اسماعیل یون پرون څرګندونې کړې وې.

ښاغلی یون نن تازه خبرو کې وایي، له نورو ادیبانو سره په ګډه هڅه کوي چې طالبانو ته قناعت ور کړي او د ګیله من وزیر د غیابي جنازې، فاتحې یا نورو غونډو لپاره ترې اجازه واخلي.

ښاغلی یون هیله من دی چې طالبان به دوی ته د مراسمو اجازې ور کولو سره خپل ملي او اسلامي رسالت تر سوي.

له دې سره ځینې ځوانانو خواله رسنیو کې لیکلي چې د طالبانو له مخالفت سره به د کابل عیدګا جومات کې ټولېږي او د ګیله من وزیر غیابي جنازه به کوي.

د پاکستان مختلفو ښارونو، بریتانیا، جرمني، امریکا، اتریش او نورو هېوادونو کې هم د ګیله من وزیر غیابي جنازه کېږي.