د پاکستان امنیتي ادارو پر ملا فضل الرحمان د احتمالي برید خبرداری ورکړی دی

د دېره اسماعيل خان امنیتي ادارو په یوه مکتوب کې پر ملا فضل الرحمان او د هغه د ګوند د غړو تر څنګ د ګوند پر ناستې د احتمالي برید خبرداری ورکړی دی. پولیسو د دې مکتوب په خپرولو سره ویلي، هغه راپورونه چې دوی ته رسېدلي، پکې ښيي چې ترهګر غواړي د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر په نښه کړي.